د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په عزيزي بانک کې به هم بدلونونه راشي

عبدالحفيظ سمندر 07.09.2010 15:08

د عزيزي انوسټمنټس په ويبپاڼه د دې شرکت د ځينو پروژون انځورونه چې يو یې هم تر دې دمه نه دی بشپړ شوی.

د کابل بانک د مشرتابه له بدلولو وروسته د افغانستان بانک غواړي چې د هېواد د دويم ستر بانک (عزيزي بانک) مشر ميرويس عزيزي هم له دندې ګوښه شي ځکه چې د قانون له مخې نوموړی په بانک کې شريکوال دی او حق نه لري چې په اداره کې یې لاس ولري.

ميرويس عزيزي د عزيزي بانک موسس دی چې نوموړی هم په دوبۍ کې د عزيزي انوسټمنټس په نامه کمپني لري چې د دوبۍ په ودانيزو پروژو کې خورا زياته پانګونه کړې ده. نوموړي هم لکه د کابل بانک د مشرانو د دوبۍ په يوه بله افسانوي پام جبل علي سيمه کې ودانۍ رانيولي دي او د نخيل شرکت په يوه پروژه کې چې الفرجان نومېږي او اوس لغوه شوې پانګونه لري. دا دواړه پروژې لا تر اوسه نه دې تکميل شوي او د اقتصادي بحران له کبله نخيل شرکت د الفرجان پروژه لغوه کړې هم ده.

د عزيزي انويسټمنټس شرکت په دوبۍ کې په لويو لارو کې ترستوګو کېږي او په ويبسايټ يې ليکلي دي چې په افغانستان کې د عزيزي بانک څښتن ميرويس عزيزي د دې شرکت بنسټ ايښودونکی دی چې په افغانستان او اماراتو دواړو کې ودانيزې پروژې لري.

د افغانستان بانک وياند ايمل عاشور رسنيو ته ويلي دي چې په راتلونکو اونيو کې به د نورو بانکونو له مشرانو څخه چې په کې شريکان دي هم وغواړي چې دندې پرېږدي.

له عربي متحده اماراتو څخه خپرېدونکي دي نيشنل ورځپاڼه ليکي چې عزيزي د دوبۍ په ودانيزو پروژو کې مشهور نوم دی ځکه چې په دوبۍ کې ځينې سترې پروژې لري. عزيزي په پام جبل علي کې چې يوه افسانوي ودانيزه پروژه ده شپږ پلاټه (نمرې) مځکه رانيولې ده.

معلومه نه ده چې عزيزي بانک په دوبۍ کې څومره پانګونه کړې ده او دا چې دوی خو به تاوان نه وي کړی. د عزيزي بانک په اړه د نړيوال اقتصادي بحران د پيل په ورځو کې اوازه وه چې په دوبۍ کې يې تاوان کړی دی او د عزيزي بانک پيسې یې هم په خپلو پروژو کې مصرف کړې دي. خو د دې خبرې پخلی تر اوس چا نه دی کړی.

د افغانستان د بانکونو د ټولنې مشر نجيب الله امیري رسنيو ته ويلي دي چې د ټولو هغه بانکونو مشران به بدلېږي چې په دې بانکونو کې برخې لري ځکه دا نوی قانون دی چې پلي کېدل یې په کابل بانک پيل شول.