د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ځينو طالبانو څو پوښتني او ځينو ته څو مشورې

ليكنه: امام 27.08.2010 18:17

له شهادت ورځپاڼې څخه

تېرو ترخو تجربو ته په پام سره بايد طالبان د افغانستان د راتلونكي په اړه په عامه توگه او د حزب اسلامي په ارتباط په خاصه توگه خپل موقف د خپلو طالبانو او افغان ولس په وړاندي څرگند او روښانه كړي. كه طالبان پدې فكر وي چي په يوازي سر او مجهول سياست سره كولى شي مخته ولاړشي نو دوى ته په ډېره خواخوږۍ سره وايو چي په دې تگلاري سره به نه يوازي د دوى دا هيله هيڅكله تر سره نشي بلكي ځان، ولس او اسلام ته به نه جبرانېدونكي تاوانونه ورسوي او تر هر چا زيات به په خپله طالبانو ته د دنيا او آخرت زيانونه واړوي.

د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په وړاندي د حزب اسلامي مجاهدينو مقاومت او له اسلام او مسلمانانو نه د دفاع په لار كي د دوى بې دريغه قربانۍ هغه څه دي چي هيڅ باضميره مسلمان افغان سترگي نشي پرې پټولى. دا هم يو واقعيت دئ چي د هغه وخت د مقاومت او جهاد لوى پېټي د حزب اسلامى په اوږو پروت وو ځكه د افغانستان د اسلامي نهضت او جهاد باني حزب اسلامي وو. د مهاجرينو لوى سېل چي شمېر ئې تر پنځه ميليونه واوښت، اتيا سلنه ئې په حزب اسلامي پوري تړلي ول، د هغوى پالنه، د دوى د چارو سمبالښت، د كمپونو جوړول او په كمپونو كي مدرسي، مكتبونه، روغتونونه جوړول او دوى ته نور سهولتونه برابرول، د دوى سم تنظيم، او د دوى د سر، مال، حياء او عزت ساتل، په دې ټولو كي د حزب اسلامي ونډه دومره څرگنده او ځلانده وه چي هيڅ افغان مهاجر ترې انكار نشي كولى. په هغه وخت كي د حزب اسلامي د پراخو فرهنگي، امنيتي او استخباراتي فعاليتونو له امله چا د بى حيايۍ او اسلام ضد حركاتو جرئت هم نشو كولى. هغه مهال دKGB استخباراتي او جاسوسي شبكه د نړۍ تر ټولو استخباراتي شبكو وړاندي وه او هيچا ئې د مقابلې توان په ځان كي نه ليدو، سي آى اې ئې په وړاندي ماتې خوړلې وه، خو حزب اسلامي وتوانېدو چي همدغي خطرناكي او بدنامي شبكې ته په ټولو محاذونو كي ماتې وركړي، چي كله به د دې شبكې كوم جاسوس له كابل نه وخوزېد نو لا به له سرحده نه وو اوښتى چي د حزب اسلامي د امنيتي ادارې په مضبوطو منگولو كي به پرېوت، او د الله تعالى په مرسته به د ډېرو بوږنونكو پېښو مخنيوى وشو. د دغي اوږدې دېرش كلني مبارزې په دوران كي چا ندي اوريدلي چي د حزب اسلامي په كمپ، قرارگاه، غونډ، دفتر يا سلاح كوټ كي انفجار شوى وي. دا په داسي حال كي چي د جمعيت د ډلي په ټولو سلاح كوټونو كي؛ گرم چشمه، چترال، باجوړ، پېښور، دره آدمخېل، هنگو، سده، پاړه چنار، ميرانشاه، انگور اډه او نورو كي پر له پسې انفجارات شوي.

د شوروي اتحاد فوځي يرغلگرو او د هغوى د خلقي او پرچمي گوډاگيانو د جنايتونو او ظلمونو په وړاندي د افغانستان مظلوم او مسلمان ملت په عامه توگه ډېره قرباني وركړه، خو په دې لړ كي حزب اسلامي په خاصه توگه د خپلو عقيدوي اصولو پر بنسټ او د الله تعالى د رضا ترلاسه كولو او له دين، ناموس او وطن څخه د دفاع په خاطر خپل ډېر مهم اعضاء، پوه او با بصيرت علمي شخصيتونه، علماء كرام، استادان، نظامى قومندانان، فوځي افسران، ډاكټران، انجنيران، تجاران، طالبان، متعلمين، محصلين او نور .... له لاسه وركړي، او د الله تعالى په لار كي شهيدان شوي. د دغو ټولو قربانيو په نتيجه كي الله تعالى د زمكي پر سر يو لوى طاغوتي او شيطاني قوت (اتحاد شوروي) له منځه يووړ.

خو كله چي د مجاهدينو د واقعي اسلامي نظام حاكمېدو ورځي را نږدې كېدلي د اسلام او افغانستان داخلي او بهرني دښمنانو لاسونه سره وركړل او د واقعي مجاهدينو په ضد ئې خطرناكي توطئي جوړي كړې. په كابل كي د شمالي ائتلاف ټولي ډلي ټپلي؛ كمونيستان او هغه ډلي چي ظاهراً ئې د اسلام نارې وهلې خو په زړه كي ئې نوري خبري وې، ټولو د اسلام له بهرنيو خطرناكو دښمنانو سره لاسونه يو كړل، او هغه په فساد كي غرق حكومت ئې جوړ كړ چي د خونړيو جگړو باعث شو او په كمين كي د ناستو دښمنانو هيلي ئې تر سره كړې. د دغي توطئې په سبب د حق او باطل تر منځ يوه بله جگړه چي ډېره دردوونكې وه رامنځته شوه چي يوې خوا ته ئې كمونيستان، په نوم جهادي تنظيمونه لكه ربانى، سياف، شيعه ډلي، د دوستم مليشه، مجددى، گيلانى، مرحوم مولوي محمد نبي او تر شا ئې خارجى دښمنان لكه روسيه، هند، امريكا او گاونډي هيوادونه وو او بل خوا ته يوازي حزب اسلامي د حكمتيار په مشرۍ ولاړ وو. كله چي د حزب اسلامي مجاهدين د دغه شوم ائتلاف په مقابل كي برياليتوب ته نږدې شول، نو د اسلام دښمنان يو ځل بيا وخوزېدل او د حزب اسلامي په ضد ئې بله توطئه پيل كړه، سياسي څېړونكي وايي چي جنرال نصيرالله بابر په پټه، د انگرېزانو په مشوره او د ځينو عربو هېوادو په مالي مرسته د طالبانو تحريك په نوم غږ پورته كړ، ظاهراً خو طالبان د صلح شعار سره ښه معلومېدل خو د پټو خبرو معلومات ئې هرچاته نه كېدو.
د شمالي ائتلاف ډلو قومندانانو په قندهار او شاوخوا سيمو كي داسى جنايات شروع كړي وو چي هيچا ئې تصور نشو كولى، د طالبانو د ظهور په لومړيو كي د حزب اسلامي مجاهدينو، د حاجى سركاتب تر قومندي لاندي له طالبانو سره ډېري مرستي او همكارۍ وكړې. خو كله چي د طالبانو تحريك د قندهار ولايت ونيوو نو بيا ئې د شمالي ائتلاف قومندانان لكه ملا راكټي، ملانقيب او داسي نور ..... د قدرت په گدۍ كښېنول او په گډه ئې د حزب اسلامي مجاهدين له قندهار څخه وايستل، د شمال ائتلاف مشر استاد رباني او آمر مسعود په طيارو كي طالبانو ته له افغانيو ډك كانتينرونه د ملانقيب او نورو په لاس رسول . د دې مفسد ائتلاف طيارو به د حزب اسلامي سنگرونه د طالبانو په گټه بمباري كول، د حزب اسلامي مجاهدينو په دې هيله چي طالبان اسلام غواړي نو د مقابلې پرځاى ئې د دوى مرسته كوله او خپلي سيمي ئې له جگړي پرته پرېښودلې، تر هغه چي طالبان تر كابله ورسېدل.
د طالبانو تحريك د دې پر ځاى چي د حق او باطل تر منځ رواني جگړي كي د واقعي مجاهدينو ملاتړ او ملگرتيا وكړي او په كابل كي د پردي پال شمالي ائتلاف له مفسد حكومت سره چي د ټولو بدبختيو عامل وو وجنگېږي، د دې خلاف ئې لومړي په چار آسياب كي د حزب اسلامي مجاهدينو په ضد اقدام وكړ او ټولي نړي بالخصوص امريكا او انگليستان ډېر خوشحاله شول او د طالبانو لپاره به ئې ډېر زيات تبليغات كول او ويل به ئې چي د سولي سپينى كوتري مخ پر وړاندي رواني دي.
طالبانو ډېره زياته خفيفه او ثقيله سلاح د حزب اسلامي تر واك لاندي سيمو له عام ولس او مجاهدينو نه راغونډي كړې او د دوى قومندانانو په پاكستان كي وپلورلې. په ظاهر كي د طالبانو شعار د شر و فساد مقابله او صلح راوستل وو خو كله چي كابل ته راورسېدل بيا دوى په خپله د جنگ او شر او فساد عامل شول، اوه كاله مكمل د طالبانو تحريك په نامعلومه او بى هدف جگړه كي بوخت وو، د كابل هغه مخكنۍ محدوده جگړه تر پروان، هرات، فارياب، مزار، كندز او تخار پوري وغزېده او په زرگونو افغانان په كي ووژل شول، بيا هر خلقي او د شمالي ائتلاف هر مسلح جنگيالى له ږيري او توري لنگي سره د طالبانو په صف كي طالب او مولوي شو.
طبعاً چي د حزب اسلامي مجاهدينو په لومړي سر كي بې خبرو، پاك زړو او مخلصو طالبانو ته په پام سره په هري منطقې كي له طالبانو سره په خلاص لاس مرسته كوله خو كله چي به طالبان پر منطقې حاكم شول نو بيا به هغه پاك زړي طالبان ورك شول، پر ځاى به ئې د شر عامل او د شمالي ائتلاف طالبانو د حزب اسلامي په ضد داسي له دښمنۍ ډك ناروا عملونه كول چي يوازي د كمونيستانو په دور كي ئې بېلگي موندلى شو!! يو مثال ئې په بغلان كي د حزب اسلامى مشهور قومندان مرحوم بشير خان بغلاني سره د طالبانو ناوړه چلن وو. حال دا چي مرحوم بشيرخان له طالبانو سره په ډېرو سختو شرايطو كي مرسته وكړه، همدارنگه د كندز په نيوني كي د مرحوم بشيرخان د ځلاندي ونډي څخه هيڅ طالب سترگي نشي پټولى. كله چي طالبانو له جنرال مالك سره ائتلاف وكړ او د دوى په زرگونو جنگيالي د كمونيست جنرال مالك په اعتماد شمال ته ولاړل او په زرگونو طالبان د هغه ناوړه او ناولي ائتلاف او توطئې په نتيجه كي شهيدان شول او پاتي كسانو ئې د حزب اسلامى مجاهدينو ته پناه يوړله او له وژل كېدو او ذبح كېدو وژغورل شو چي د طالبانو د هغه وخت خارجه وزير هم په دې ډلي كي وو.
همدارنگه په كندز، بلخ او سمنگان كي د حزب اسلامي قومندانانو لكه مجيد پاچا، ارباب هاشم او نورو ډېري مرستي ورسره وكړې او هر يوه ئې په سلگونو طالبان له مرگه وژغورل خو كله چي طالبان پر سيمي مسلط شول نو له هر يوه سره ئې د ناځوانۍ او بې مروتۍ داسي سلوك كړى چي هر افغان او مسلمان ترې ځان ساتي او پرې شرمېږي. طالبانو په ډېري ناځوانۍ سره مرحوم بشيرخان؛ دا د دوى ستر محسن؛ د ميلمستيا په نوم دعوت كړ او بيا ئې لاسونه او پښې وروتړل او د لاس تړلي بندي په توگه ئې كندهار ته ورساوو او د كندهار د زندان په تورو خونو كي ئې بندى كړ، ښايي احمد شاه مسعود به هم د شوراى نظار او طالبانو گډ قومندان ملانقيب اخوند په لاس هم طالبانو ته د مباركي پيغام لېږلى وي او هم مرحوم بشيرخان ته دا پيغام چي: خوشحاله يم طالبانو ستا د خدمت او وفادارۍ سزا دركړه!!
د طالبانو د رژيم د سقوط په ورځو كي لس زره طالبان په كندز او بغلان كي محاصره شول، همدا مرحوم بشيرخان له زندان څخه او د حزب اسلامي نورو قومندانانو او بالخصوص د حزب اسلامي مجاهد مشر حكمتيار له ايران څخه 24 ساعته په شمال كي د حزب اسلامي له مجاهدينو او قومندانانو سره مخابروي تماسونه نيول او دا پيغامونه ئې لېږل چي د طالبانو جهالت او ناځوانيو ته مه گورئ، يوازي ئې مه پرېږدئ، بلكي له شهامت، مېړاني او مروت نه كار واخلئ، او هيڅ ممكنه مرسته مه سپموئ، خو طالبانو بيا هم په شمال كي خپله وسله او مهمات د بشيرخان او د حزب اسلامي نورو مجاهدينوته تسليم نه كړه بلكي طالبانو خپل ځانونه او ټوله سلاح او مهمات او عرب، چيچن او پاكستاني مجاهدين د ملل متحد په نوم قصدي جنرال دوستم او د شوراى نظار قومندان جنرال داود ته تسليم كړل او هغه د حزب اسلامي ډېر مهم قومندانان د ارباب هاشم په شمول ټول په يوه هليكوپتر كي په شهادت ورسول او جنرال دوستم او جنرال داود د ملل متحد ترچتر لاندي ټول نږدې اته زره طالبان په كانتينرو كي په شهادت ورسول، كه چېري طالبانو د حزب اسلامي مجاهدينوته په جنرال دوستم او جنرال داود ترجيح وركړى واى له داسى دردونكي برخليك سره به نه مخامخ كېدل، دا د طالبانو د دوست او دښمن د نه پېژندني يوه څرگنده بېلگه او نتيجه وه.
البته كوم طالبان چي هوښيار ول هغوى ځانونه د حزب اسلامي مجاهدينو ته ورسول، د الله تعالى په مرسته هغوى وژغورل شول، چي په هغوى كي د طالبانو مهم قومندان شهيد ملا داد الله هم وو چي د حكمتيار صاحب په هدايت د حزب اسلامي مجاهدينو هغه له كندز نه بلخ او له بلخ نه خپل كورته ورساوو.
راشئ د طالبانو ناځوانيو او بې مروتي ته وگورو چي حتى تر هغه ئې د حزب اسلامي قومندان مرحوم بشيرخان له زندان څخه آزاد نه كړ چي له قندهار څخه وتښتېدل.
طبعاً چي ټول طالبان يو شانته ندي، په زندان كي به مرحوم بشيرخان ته ډېر باوجدانه او مېړني طالبان ورتلل او خپله كمزوري او بې وسي او خجالت به ئې بشيرخان ته څرگندول، او ويل به ئې چي موږ مجبور يو، زموږ په لاس كي څه نشته، كه نه په بغلان كي ستاسو مرستي او هغه هم پداسي شرايطو كى چي طالبان له سالنگ څخه تېر شول، احمد شاه مسعود د سالنگ تونل ورباندي قطع كړ، په زرگونو طالبان په دوشي، خنجان او پلخمري كي د مرگ كومي ته برابر شول، د خداى پاك په مرسته او ستاسو په همكارۍ له هغه سخت حالت نه وژغورل شوو او تاسو څو مياشتي په زرگونو طالبان له ځان سره خوندي او د مېلمنو په توگه وساتل او اوس دا زموږ عمل دئ چي ستاسو د ښيگڼي په مقابل كي ئې كوو!!
ډېرو باوجدانه طالبانو دا خبره كوله چي زمونږ څخه گيله مه كوئ، موږ يوازي د بشيرخان په مقابل كي نه بلكي د حزب اسلامي له نورو قومندانانو سره هم په قندهار او نورو ولايتونو كي همدا له مروت او مېړاني لري چلن كړى دئ. ډېر ويښ طالبان همدا خبره كوي چي مونږ نه پوهېږو چي زمونږ بعضي مشران د چا په هدايت او په څه علت د حزب اسلامي له مجاهدينو سره دښمني كوي او كركه ترې لري، كه څه هم د حزب اسلامي د مجاهدينو جهاد، تقوى، علميت، اخلاص له نورو څخه ډېر ډېر اوچت وي.
په قندهار كي مونږ د حزب اسلامي قومندانان د الحاج سركاتب په شمول چي يو قهرمان او متقى قومندان وو پرېنښود، د ده د ترور هڅه مو وكړه چي په ترڅ كي ئې زخمي شو، خو د هغه په مقابل كي مو ملانقيب چي د نجيب له حكومت سره ئې ارتباط وو، د رباني خاص نفر او د شر او فساد عامل وو په خپلي غېږ كي ونيولو، همغه ملا نقيب چي د طالبانو د رژيم په سقوط كي ئې فعاله ونډه وه، له امريكايانو سره ملگرى شو، د امريكايانو د ملگرتيا په ترڅ كي په خپل مرگ په شفاخانه كى مړ شو. ملاراكټي زمونږ وزير دفاع وو، زموږ مشرانو ورته خاص احترام درلود، ځكه چي د سياف قومندان وو!! بيا د امريكايانو له راتگ سره د امريكايانو ملگرى شو او اوس د كابل د امريكايي پارلمان غړى دئ!!
همدارنگه ملا حكيم اخوند زاده چي د حركت قومندان وو، د نجيب له حكومت سره ئې نږدې او خاص ارتباط درلود، بيا د شوراى نظار او مسعود خاص نفر شو، بيا د طالبانو د تحريك مهم او خاص قومندان وو، حتي د امريكايانو په بمبارۍ كي ټپي شو، په مقعد كي ئې چرې ولگېدې، خو هغه اوس د تگاب ولسوال، د امريكايانو او فرانسويانو خاص او د اعتمادر وړ سړى دئ. په سلگونو طالبان او د حزب اسلامي مجاهدين ئې په شهادت رسولي دي، خو هغه اوس هم له طالبانو سره نږدې اړيكي ساتل غواړي، دا ځكه چي طالبانو په تگاب كي دا خبره د منبر پر سر كړې وه چي يا به مونږ وو يا به امريكايان، حزب اسلامي نه پرېږدو. د حزب اسلامي سره جهاد روا دئ!! حال دا چي طالبان په تگاب كي د حزب اسلامي په لمن كي لوى شول، د طالبانو د رژيم په سقوط كي شوراى نظار او پنجشيريانو ډېر زور واچاوو چي په تگاب كي طالبان ژوندي اسير كړي، طالبانو په ډېره عاجزانه او خړو سترگو د حزب اسلامي قومندانانو ته د اميد په سترگه كتل، حقيقت دا دئ چي هغه مهال د حزب اسلامي مجاهدينو په تگاب كي له ډېرو ستونزو او مشكلاتو سره شپي سبا كولې، خو سره له دې ئې د طالبانو ټول ناځوانمردانه كړني هېري كړې، طالبان ئې وساتل او د حزب هيڅ قومندان دا بې مروتي ونه كړه چي كوم طالب چاته وسپاري.
دا سوال هم پيدا كيږي چي طالبان حتى كمونيستان، خلقيانو، ظاهرشاهيانو او د غرب گوډاگيانو ته هم ترجيح وركوي او د حزب اسلامي د مؤمنو مجاهدينو په مقابل كي له هغوى سره لاس يو كوي!!
د مثال په توگه د هلمند والي گلاب منگل د لينن پوهنتون څخه په ليننگراد كي ديپلوم اخيستى، د نجيب د وخت خلقي او پرچمي وو، بيا د طالبانو د اقتدار په وخت كي د دفاع وزارت افسر او قومندان وو او د طالبانو مهم غړى وو، توره لنگۍ به ئې پر سر او اوږده ږيره ئې وه، كله چي امريكايان راغلل نو اوس د امريكا او انگليس خاص غلام دئ چي په سلگونو طالبان ئې په شهادت ورسول، خو گلاب منگل اوس هم په خصوصي مجلس كي وايي : زه د طالبانو همكار يم، ډېر طالبان مي له زندان څخه آزاد كړي دي!!
همدا راز د طالبانو د دفاع وزارت د تشكيلاتو رئيس جنرال شيرمحمد كريمي چي د خوست اوسيدونكى دئ، په امريكا كى ئې اركان حربي ترلاسه كړې، د خلقيانو غړى او د رباني او مسعود په دفاع وزارت كى د دوى نږدې او مهم همكار، بيا د طالبانو د رژيم دفاع وزارت كى د قدرت څښتن، د تشكيلاتو رئيس وو او په شمال كي ئې د جنگ اكمالات كول، لويه ږيره ئې پرېشې وه او توره لنگۍ به ئې پر سر او موټر به ئې تر پشولاندي وو. خو كله چي د طالبانو رژيم نسكور شو نو بيا دغه ډگرجنرال شيرمحمد كريمي د امريكايانو همكار شو او په زرگونو طالبان ئې په شهادت ورسول، اوس د كابل حكومت لخوا لوى درستيز مقرر شوى!!
ډېره د تعجب وړ خبره دا ده چي دغه د اوسني رژيم لوى درستيز ډگر جنرال كريمي به د طالبانو په رژيم كي چي كله د چا په اړه لوړ پوړو طالبانو ته كومه سپارښتنه كوله نو هغوى به دا سپارښتنه له ځنډه پرته منله.
همداراز د ظاهرشاه د رژيم يو پخوانى جنرال رحمت الله صافي چي په اروپا كي د طالبانو د تحريك خاص نماينده وو، مياشتنۍ خرچه او د عياشيو مصارف به ئې له قندهار څخه او د ډالرو په حساب وركول كېدل، د ده په اړه د طالبانو د رژيم د اطلاعاتو او كلتور مشر په كابل كي او په يوه مجلس كي دا خبره وكړه چي ملا صاحب دغه جنرال ته په كوم دليل دغسي لوى مقام او دومره اعتبار وربخښلى؟
دغه جنرال د سردار ولي نږدې اعتمادي ملگرى او هغه مهال د پراشوتو د هوايي ځواك قومندان وو، چي مركز ئې په بالاحصار كي وو، د ظاهر شاهي رژيم د عياشو افسرانو له ډلي څخه وو، يو ځل ئې رحيم غمزده خپل كور ته دعوت كړى وو او د ساز او شراب او كباب محفل ئې جوړ كړى وو، كله چي په شرابو مست شو نو دا خبره ئې وكړه چي خداى پاك په قرآن كي فرمايلي دي: كلوا و اشربوا يعني (شراب وڅښئ)!! دغه جنرال په اروپا كي د طالبانو د تحريك نماينده وو، په اروپا كي د پښتو ټولني چي مشر ئې زرين انځور دئ چي د طالبانو ملگرى او د كرزي په حكومت كي خاص مقام لري، د دې ټولني په يوې غونډي كي جنرال رحمت الله صافي په خپلي ناولې خولې دا خبره كړي وه چي د طالبانو مثال د سپيني هگۍ په څېر دئ، ظاهراًَ سپين برېښي خو د ننه گنده او مرداره، دا خبره ئې په لوى مجلس كي كړې او د پښتو ټولني د مجلسونو په كسټونو كي ثبت ده!! جنرال رحمت الله صافي د خپل مأموريت په دوران كي د طالبانو له تحريك څخه دفاع كوله، خو كله چي د طالبانو رژيم نسكور شو نو بيا به ئې د نغمې او منگل په كنسرتونو كي خپلي مزې او چړچې كولې!! دا كسټونه ئې هم شته او د ډېرو افغانانو په واك كي دي. په امريكا او ملل متحد كي د طالبانو خاص استازى محترم عبدالحكيم مجاهد چي د مرحوم مولوي منصور د ډلي غړي وو او چي كله به ئې د طالبانو د تحريك د مشر ملاصاحب نوم اخستو د چاپلوسۍ خاص الفاظ به ئې كارول خو كله چي د طالبانو رژيم نسكورېدو ته نږدې شو او لا ئې په بشپړه توگه سقوط نه وو كړى نو همدغه ښاغلي خپله لهجه بدله كړه او د طالبانو د تحريك د مشر په اړه ئې په ډېرو بدو او نارواوو الفاظو څرگندوني كولې، چي افغان ولس د دغو خبرو شاهدان دي او په كسټو كي ثبت شوې دي، بيا ئې له طالبانو سره خپله مقاطعه اعلان كړه، كابل ته ستون شو، او د طالبانو د شرقى زون له يوه پخواني مشر سره ئې د خدام الفرقان تنظيم اعلان كړ چي هغه هم اوس بيا د طالبانو په تحريك كي مخته مخته كېږي!! په هغه وخت كي يوه مخلص طالب به د زړه له سوزه دا خبره كوله چي دا د "خداع الفرقان" تنظيم دئ.
دغو ترخو حقايقو ته په پام سره ځيني مخلص او رښتيني طالبان اوس په دې لټه كي دي چي پوه شي ولي د دوى ځيني مشران د حزب اسلامي په ضد دي او د ضديت دليل ئې څه دئ؟
د روسانو په ضد د جهاد په دوران كي يوه چا د پخواني لوى مولوى صاحب څخه پوښتنه وكړه چي حزب اسلامي ته ولي بد وايې؟ هغه وويل: د حزب اسلامي مجاهدين دومره بد خلك دي چي حتى BBC راديو هم ورته بد وايي!!! د طالبانو په رژيم كي په وزارت داخله كي يوه پخواني مولوي صاحب چي د فراه اوسيدونكى دئ دا خبره وكړه چي اخوانيان تر خلقيانو هم بدتر خلك دي او د دوي وژل روا دي!! په دې كي شك نشته چي له يوې خوا د لويو استعماري ځواكونو بالخصوص د روسيې او امريكا او د كينه كښو گاونډيو هغو پراخو تبليغاتو چي د حزب اسلامي په ضد ئې كړي او كوي ئې ناپوه كسان د حزب دښمنۍ ته وهڅول، ځينو د حسادت له وجهي د حزب په ضد تبليغات كړي او د بې خبرو طالبانو ذهنونه ئې مغشوش كړي.
مرحوم مولوي صاحب منصور چي له ايران سره ئې نږدې اړيكي درلودې او د رباني رژيم ملگرتيا ئې كوله او د همدې ملگرتيا په دوران كي ئې جنرال دوستم ته د خالد بن وليد لقب وركړ، د هغه پلويانو د طالبانو په رژيم كي فعاله ونډه درلوده، هغوى د ايران په اشاره له حزب اسلامي سره په ناحقه دښمني كوله، د طالبانو د رژيم له سقوط سره سم د دې ډلي اكثر غړي د كرزي په حكومت كي شامل شول، د طالبانو په ليكو كي د دوى شته والي هم ځيني طالبان د حزب مخالفت ته هڅولي، اوس چي د صليبي ځواكونو د وتلو ورځي رانږدې شوې او د كابل په امريكايي رژيم كي پخواني طالبان بېرته د دوى خوا ته ورنږدې كېږي گورو چي يو ځل بيا د طالبانو په ليكو كي د حزب اسلامي په ضد حسادتونه او حساسيتونه راڅرگند كېږي.
د خلقيانو د وخت د شئوون اسلامي په رياست كي هم ډېرو دين پلورونكو ملايانو له دولت سره كار كاوو او معاشونه ئې ترلاسه كول، د مجاهدينو مخصوصاً حزب اسلامي په ضد به ئې تبليغات كول، دوى هم له طالبانو سره يو ځاى شول او هغه مخكنۍ دښمني ئې د دوى ليكو ته انتقال كړه.
د حزب د دښمنانو په صف كي داسي خلك هم شته چي د حزب اسلامي له كوم قومندان سره شخصي دښمني لري، دغه شخصي دښمني ئې د دې باعث شوې چي د طالبانو له ډلي سره يو ځاى شي او بې خبره طالبان د حزب اسلامي په ضد تحريك كړي.
له حزب اسلامي سره د دښمنۍ يو مهم اړخ او علت دا دئ چي د اسلام او وطن ډېر كورني دښمنان او د بهرنيو مزدوران د خپلو خائنانه اعمالو له بدو پايلو او د مجاهدينو په لاس له محاكمه كېدو څخه وېرېدل، دوى له طالبانو سره يو ځاى شول، د طالبانو صف ئې ځان ته مصئون او خوندي پناه ځى وموند او د طالبانو له سنگر نه ئې د مجاهدينو په ضد توده او سړه جگړه پيل كړه، دوى وتوانېدل چي په زيركتيا سره او د طالبانو له سادگي او عدم تجربې نه په استفادې سره او په غوړه مالۍ او چالاكۍ سره د طالبانو په تحريك كي لوړو پوړو ته ځان ورسوي، او پاك نيته طالبانو ته غلط ذهنيت وركړي.
همدا راز امريكا او غربيان د حزب اسلامي اړيكي له اسلامي هيوادونو او ملتونو سره له نږدې او په ډېر دقت سره څاري، له دې وېره لري چي اسلامي امت راويښ شي، د آزادۍ لپاره هغه لار غوره كړي چي حزب اسلامي غوره كړه او د شوروي په څېر ستر ځواك ته ئې ماتې وركړه، له دې وېرې چي اسلامي امت په يوه ډاډمن محور راغونډ شي او د اسلامي خلافت د احياء لړۍ پيل شي، دوى دې قضيې ته جدي اهميت وركولو چي د جهاد په دوران كي د اسلامى هيوادونو اسلامي نهضتونو او عامو وگړو د زړه له تل نه د مجاهدينو مرسته كوله، په هر جومات كي او له هر لمانځه وروسته به د مجاهدينو د بريا دعاگاني كېدې، د مصر، تركيې، ماليزيا، اندونيزيا، سعودي، كويټ، او نورو هيوادو مسلمانو خويندو به خپلې گاڼې راغونډولې او د حزب اسلامي مجاهدينو ته به ئې لېږلي. د اسلامي يووالي خطرناكو دښمنانو د دې حالت د دوام پايلي نشوى زغملى، د حزب اسلامي حكومت او په حكومت كي د حزب اسلامي اغېزمن حضور ئې خطرناك گڼلو، د همدې لپاره ئې لومړى د حزب اسلامي په ضد له روسانو سره لاس يو كړ او د شمالي ائتلاف مرسته ئې وكړه او بيا ئې د حزب اسلامي په ضد د طالبانو ملاتړ وكړ.
د ظاهرشاه او داؤد تورو او ديكتاتوري رژيمونو د روسانو په اشاره د افغانستان او پاكستان اړيكي او مناسبات دومره ترينگلي او كړكېچن كړې وو چي هر شېبه د دې وېره وه چي دا دواړه مسلمان گاونډي هېوادونه په يوې پاى نه منونكې نښتي كي ښكېل شي. هغه مهال به د افغانستان د فوځ لپاره مثالي دښمن پاكستان وو، د پاكستان په ضد دومره تبليغات كېدل چي د عامو خلكو په ذهن كي هر پاكستاني د افغانستان دښمن وو، نن هم د غرب، هند او روسيې په اشاره دا تبليغات او هڅي رواني دي چي دا دواړه هېوادونه په يوې جگړي كي ښكېل كړي. دا د حزب اسلامي د هڅو بركت وو چي د پاكستان او افغانستان د مسلمانو ولسونو اړيكي ئې دومره نږدې او مضبوطي كړې چي په تاريخ كي سارى نه لري. پاكستاني مسلمان ولس درې نيم مليونه افغان مهاجرين په خپلي خوا كي ومنل او په داسي توگه ئې د دوى مېلمه پالنه وكړه چي د مدينې د انصارو خاطره ئې راژوندۍ كړه. له حقايقو خبر او حقپال څېړونكي نن هم دا خبره كوي چي كه حزب اسلامي نه وى نو معلومه نه ده چي نن به د افغانستان او پاكستان تر منځ څومره بدي پېښي رامنځته شوې وې، له هيچا پټه نه ده چي په دې دواړو هيوادونو كي داسي ولس دښمنه څېري شته چي دې ناولي موخي ته د رسېدو په لار كي له هيڅ څه درېغ نه كوي، دوى غواړي چي د هند او پاكستان تر منځ جگړه افغانستان ته انتقال شي، دوى غواړي د افغانستان گټي د ايران، هند او روسيې د گټو په پښو كي ذبح شي، دوى غواړي چي افغانستان د پرديو د جگړو په ډگر بدل شي، په دې جگړي كي افغانان ووژل شي او هېواد ئې وران شي تر څو د هغو دښمنانو ملي گټي تأمين شي چي خپلي گټي ئې په افغانستان كي د جگړو له دوام سره غوټه كړې دي. كه تر ننه د داسي ناوړو پېښو مخنيوى شوى نو دا د اسلام آباد او كابل تر منځ د ديپلوماتيكو هڅو نتيجه نه ده، داسي ديپلوماتيكي هڅي نشي كولى د ولسونو خپلمنځي اړيكي مضبوطي كړي او گواښونه له منځه يوسي، دې موخي ته يوازي د يوې داسي سوچه اسلامي مفكورې له لاري رسېدى شو چي تر شا ئې يو منظم، ځواكمن، د ملت له پراخ ملاتړ نه برخمن سياسي ځواك ولاړ وي، هغه چي د مسلمانو ملتونو يو والى ئې د اهدافو په سرليك كي وي.
ايران هم نه غواړي چي په افغانستان كي يو خپلواك، آزاد، اسلامي، منتخب حكومت جوړ شي، د همدې لپاره ايراني حكومت د هري هغي توطئې ملاتړ كوي چي د حزب اسلامي په ضد وي، او د حزب اسلامي په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخنيوى وكړي. د ټولو افغانانو په ياد دي چي كله كابل د حزب اسلامى په لاس فتح شو او د حزب اسلامي مجاهدين كابل ته ننوتل نو د ايران د هغه مهال جمهور رئيس رفسنجاني د ملگرو ملتونو له سرمنشي سره يو ځاى په هغه گډ كنفرانس كي چي په 1992ميلادي كال كي په تهران كي دائر شوى وو په ډېره بې شرمانه توگه دا خبره اعلان كړه چي حكمتيار او حزب اسلامي د ايران او منطقي گټو ته لوى گواښ دئ، او تهران به هيڅكله دا ونه زغمي چي كابل د حزب اسلامي په لاس كي پاته شي!! د دې شرمناك او مداخله گرانه دريځ وجه دا وه چي حزب اسلامي د ايران له مظلوم سني ولس سره همدردي لري.
همدا خبره په هغه وخت كي د هندوستان خارجه وزير وكړه چي مونږ به پري نږدو حزب اسلامي د كابل د حكومت واگي په لاس كي واخلي، دا ځكه چي حزب اسلامي د كشمير له مجاهدينو سره خواخوږي او نږدې اړيكي لري!! د ډهلي د دې معاندانه موقف وجه دا وه چي حكمتيار تل د مظلومو كشميريانو ملاتړ كړى او له افغانانو او د نړۍ له نورو مسلمانانو ئې غوښتي چي خپل مظلوم كشميري وروڼه هېر نه كړي او خپلي مرستي ترې ونه سپموي، همدا علت دئ چي د هندوستان حكومت ولي له كمونيستانو، جمعيت اسلامي، شوراى نظار، استاد سياف، مجددي، گيلاني، شيعه ډلو او نورو افغاني ډلو سره ښه روابط لري او وايي چي يوازي حزب اسلامي د خپلو گټو مخالف گڼو.
چينايان هم له اسلامي امت سره د مظلومو چينايي مسلمانانو پر سر زړه لانجه لري، وېرېږي چي په كابل كي د يوه قوي اسلامي حكومت په جوړېدو سره به دا محكوم او ځورېدلي مسلمانان هم ځان ته پناځى ومومي او په مقاومت به لاس پوري كړي، همداراز دوى له دې امله د حزب په اړه ښه ذهنيت نه لري چي د چين پلوه شعله جاويد ډله د حزب اسلامي په لاس ځپل شوې وه.
د پاكستان حكومتونو چي په دې اړه څه كړي د هغه وضاحت حكمتيار په خپل كتاب؛ پټي توطئې او بربنډي څېري كي كړى، هغه په دې كتاب كي په واضح الفاظو دا خبره كړي ده چي كله د نجيب رژيم د حزب اسلامى په لاس نسكور شو نو د پاكستان د هغه وخت د استخباراتو مشر جنرال جاويد ناصر د افغاني ډلو د مشرانو په يوې غونډي كي دا خبره وكړه چي مونږ به په ټول توان طاقت د دې مخنيوى وكړو چي كابل د حكمتيار او حزب اسلامي په لاس كي پاته شي، حتى د نظامي ځواك له كارولو به هم ډډه ونه كړو. استاد سياف په ډېري عاجزانه لهجې جنرال جاويد ته وويل: جنرال صاحب! لطفاً مونږ د حكمتيار له لاسه وژغوره! د جنرال جاويد د دغي غلطي وينا په ځواب كي متقاعد جنرال جنرال اسلم بيگ د پاكستان پخواني لوى درستيز او نورو متقاعدو چارواكو وويل: د حزب اسلامي مجاهدينو د روسانو په ضد جهاد كي فعال ونډه درلوده، همدا مجاهدين ول چي پاكستان او عربي نړۍ ئې د كمونيزم له گواښ او خطر څخه وژغورل، د حزب اسلامي په ضد داسي دريځ ډېر نامعقول او ظالمانه دئ.
د پاكستان ټول واقعي علماء په دې خبره متفق دي چي حزب اسلامي د افغانستان په مخكني او اوسني جهاد كي دومره لويه، نه هېرېدونكې او ځلانده ونډه لري چي يوازي له انصاف او عقل نه محروم وگړي به ترې انكار كوي. د اسلامي نړۍ روڼ ضميره علماوو هم په وار وار دا خبره تصديق كړې ده چي دا حزب اسلامي وو چي د جهاد هېره شوې فريضه ئې په داسي حال كي راژوندۍ كړه چي له پېړيو پېړيو رادې خوا ئې چا نوم هم نه اخيستو.
شهيد استاد عبدالله عزام د عرب مجاهدينو مشر په خپل كتاب د التوبه د سورې په تفسير كي ليكلي دي چي حكمتيار د افغانستان لپاره د الله تعالى يو رحمت دئ.
د 1986 كال شا و خوا، كلونو كي د نړۍ ټولو اسلامى نهضتونو دا خبره كوله چي د ټولو اسلامى نهضتونو د اتحاد په صورت كي د حزب اسلامي مشر حكمتيار د مشرتوب مستحق دئ، په 1993 كال كي د رومانيې فوځونو د روسي فوځونو په مرسته له آذربايجان څخه د ناگورنو قره باغ ايالت ونيوو، د آذربايجان عسكرو د يرغلگرو ځواكونو په وړاندي خپل مورال له لاسه وركړى وو، دښمن مخ په وړاندي روان وو او دوى خپلي سيمي ورته پرېښودې، په دې وخت كي د آذربايجان پارلمان او د حكومت مشرانو له ډېرو اسلامي حكومتونو څخه مرسته وغوښتله، هر چا ته ئې ځولۍ وغوړوله او ورته وئې ويل: پر مونږ رحم وكړئ، مونږ د اسلام په نوم آزادي ترلاسه كړه خو اوس زموږ پر هېواد تېرى شوى او په زرگونو كسان مو په شهادت ورسېدل، كه مو مرسته ونه كړئ د آذربايجان لويه برخه د دښمن په لاس كي پرېوځي!! خو هيچا حتى ځواكمنو اسلامي ملكونو د مثبت ځواب وركولو جرئت ونكړ. بيا د آذربايجان د پارلمان مشران چار آسياب ته د حزب اسلامي مشر حكمتيار ليدو ته راغلل، له هغه ئې مرسته وغوښته، پداسي سختو شرايطو كي چي حزب اسلامي د شمالي ائتلاف له بريدونو او ستر بين المللي سازش سره مخامخ او اوږدې او سختي دفاعي جگړي كي بوخت وو، خو سره له دې ئې د آذربايجان نوي آزاد شوي مسلمانانو غږ ته لبيك ووايو او په ډېره حكيمانه، عالمانه او مدبرانه توگه او په احتياط سره ئې د حزب اسلامي لس زره رضاكار باتجربه مجاهدين آذربايجان ته ولېږل، دا مجاهدين په داسي لارو آذربايجان ته صحيح او سلامت ورسېدل چي هيڅوك پرې خبر هم نشو، دا په داسي حال كي چي افغانستان له آذربايجان سره گډه پوله نه لري او ترمنځ ئې ايران حايل دئ، د آذربايجان ناگورنو قره باغ ايالت ته د حزب اسلامي مجاهدينو په رسېدو سره د جنگ وضعه بدله شوه، بريدونه په شا وتمبېدل او د دښمن پر سنگرونو د مجاهدينو متقابل بريدونه پيل شول، كله چي روسي او ارمني عسكر د مجاهدينو له راتلو خبر شول او په خپلو دوربينونو كي ئې هغوى وليدل خپله روحيه ئې له لاسه وركړه، تصديق شوي خبرونه وايي چي روسي عسكرو به يوه بل ته ويل: د آذربايجان د فوځ مرستي ته د افغانستان بزمچي (مجاهدين) رارسېدلي، له دوى سره جنگېدل آسان كار نه دئ، هماغه وو چي آذربايجان د الله تعالى په فضل او د حزب اسلامي د مجاهدينو د جهاد په بركت د روسانو او ارمنيانو له تېري وژغورل شو. د دوى قربانيو، تقوى او جهاد ته په پام سره د آذربايجان ولس له مجاهدينو سره دومره مينه درلوده چي ډېرو آذربايجاني پېغلو له مجاهدينو سره د واده هيله كوله، پلرونو او ميندو ئې له مجاهدينو غوښتل چي د دوى دا هيله ترسره كړي.
د حزب اسلامي قهرمان پيلوټ شهيدالله چي د تگاب اوسيدونكى وو؛ د آذربايجان د يوې جنگي الوتكي د سقوط په ترڅ كي په شهادت ورسېد، هغه د قاري بريال خسر وو، قاري بريال د صليبي ځواكونو په ضد په تگاب كي په جهاد بوخت وو.
په كال 1995 كي او هغه مهال چي طالبان د كابل په لوري پرمختگ كاوو، د طالبانو يوه كمعقله قومندان چي تر دې د مخه ئې د پير گېلاني له تنظيم سره وخت تېر كړى وو خپلو ملگرو ته په ډېر غرور او تكبر سره وويل: د حزب اسلامي مجاهدين خو ډېر بېكاره وختل، طالبانو داسي ژر ژر له قندهار نه تر چار آسياب پوري ټولي سيمي ترې ونيولې چي له هيڅ مقاومت سره مخامخ نشول!! په دې مجلس كي يوه ويښ ضمير او با وجدان مجاهد طالب ورته وويل: ملاصاحب! د حزب اسلامي مجاهدينو د جهاد او زور پوښتنه له روسي جنرالانو څخه وكړه!! وايي چي د دې ځواب په اورېدو سره د هغه ملاصاحب سترگي داسي خړي شوې چي پاس چت ته ئې كتل او له شرمه ئې لاندي نشو كتلى، هغه مجاهد طالب ورته وويل: د حزب اسلامى مجاهدين د قرآن مقابل كي نه جنگېږي، ځكه مونږ ظاهراً د قرآن نوم او د صلحي نوم اوچت كړى دئ.
په دې كى شك نشته چي د طالبانو په صفونو كي داسي واقعي مجاهدين او د حق پلويان هم شته چي د حزب اسلامي په حقانيت او جهاد افتخار كوي، د حزب مجاهدينو ته د خپلو مشرانو او استادانو په سترگه گوري، حزب اسلامي په افغانستان كي د اسلامي تحريك او جهاد مؤسس بولي، پلارونو او مشرانو ئې د حزب اسلامي په صف كي جهاد كړى او شهيدان شوي. په كابل كي د طالبانو د حكومت په دوران كي د طالبانو يوه سرگروپ نورو ته وويل: كه څوك د حكمتيار په ضد خبره وكړي په تفنگچه ئې په خوله كي ولم، حقيقتاً د افغانستان اكثريت خللك؛ كه دوست دئ كه دښمن؛ پدى خبري اعتراف كوي چي حكمتيار يو مدبر سياسي شخصيت او مجاهد دئ او حزب اسلامي يو داسي منظم تنظيم دئ چي اكثريت اعضاء ئې پوه عالمان، استادان، انجنيران، داكتران. طالبان، متعلمين، محصلين دي، پښتون، تاجك، هزاره، بلوڅ، ازبك.... د هرقوم او قبيلې صالح او مؤمن خلك په كى راغونډ شوي. دا تنظيم په كومي كورنۍ يا قوم پوري تړلى ندئ، داسي نه دئ لكه شوراى نظار چي د پنجشيريانو ډله ده، لكه جبهه او محاذ چي د مجددي او گيلاني د كورنيو ډلي دي، مشري ئې له پلار نه زوى او لمسي ته په ميراث رسي، يا لكه د طالبانو تحريك چي قندهاريان او هلمنديان په كي واكمنان دي، د طالبانو په رژيم كي به چا يوه قندهاري خلقي او پرچمي ته هم د څه ويلو جرئت نشو كولى، حتى په كابل كي به چالاكو خلكو د قندهاريانو په لهجه پښتو ويلو سره له عام ولس نه ډېر څه ترلاسه كول، دا ځكه چي قدرت د يوه قوم په اختيار كي وو.
پدى حقيقت هم د افغانستان خلك شاهد دي چي حكمتيار د حزب اسلامى مشر له ټول هغه مادي او نظامي قدرت او ځواكمنۍ سره سره د ځان لپاره نه كوم كور يا مغازه جوړه كړه او نه ئې خپلو زامنو او خپلوانو ته كوم مادي او معنوي امتياز او مقام وركړ. چي پدي سيالۍ كي د طالبانو د تحريك محترم مشر هم پاته راغى، د خپل امارت په وخت كي ئې د قندها ر په يوې مهمي برخي كي ځان ته داسي مجلل كور جوړ كړ چي اوس د امريكايانو په يوه مهم او ستر نظامي او امنيتي مركز بدل شوى.
اوس د طالبانو كشران هم دا خبره كوي چي د القاعدې مشران؛ اسامه بن لادن او ډاكتر ايمن الظواهري او نور مشران ئې په هري يوې دوې مياشتو كي يو يا دوه ځله ويدويي پيغامونه صادروي، خپلو غړو او نړۍ والو ته خپل موقف روښانه كوي، او د حزب اسلامي مشر حكمتيار خو هره هفته خپل ملت ته يا ويديويي پيغامونه لېږي، يا مصاحبي كوي، يا د ژورنالستانو سوالونو ته د ويديو له لاري ځوابونه وركوي، كتابونه ليكي، د هري پېښي او قضيې په اړه خاص بيانونه وركوي، د حزب او طالبانو د شهيدانو كورنيو ته تسليت ليكونه لېږي، مجاهدينو ته د چريكي جنگونو په ارتباط لارښووني كوي، چي ټول طالبان له هغو څخه استفادې كوي ... خو زموږ د محترم مشر ملاصاحب د بيان، پيغام، كست او خبرو هيڅ درك نه لگېږي، د دي خبري ثبوت هم نشته چي هغه ژوندى دئ كه نه، آزاد دئ كه اسير؟ البته په دې كي شك نشته چي هغه يو مجاهد شخصيت دئ چي موږ د ده او هر بل مجاهد د زړه له كومي قدر كوو، خو مشرتابه ځان ته خصوصيات، شرايط او غوښتني لري. همدارنگه پر مسلمانانو باندي هم د خپل امير پيژندنه كه فرض عين نه وي نو لازم او ضروري خو ده.
د طالبانو وضعي او د طالب چارواكو عام او تام صلاحيت او تصرفاتو ته په پام سره انسان ته د مرحوم مولوي صاحب خالص هغه خبره ورپه ياد شي چي د خپل تنظيم په ارتباط به ئې ويل: زما د تنظيم مثال هغي غوا ته ورته دئ چي سر ئې له يوه سره وي او غولانځه ئې له بل سره.
هر طالب دا شرعي حق لري چي وپوښتي: له اسماعيل خان سره په جنگونو كي نږدې لس زره طالبان په هرات، فراه، هلمند، نيمروز او بادغيس كي په شهادت ورسېدل، دا د څه لپاره؟ گټه ئې څه وه؟ اسلام او مسلمانانو ته ئې څه گټه ورسېده؟ د دغو مظلومو شهيدانو د كورنيو په كوم زخم مرهم ولگېد؟ د كمونيست او مليشه جنرال مالك سره د طالبانو د ائتلاف په نتيجه كي اته زره طالبان په مظلومانه توگه په شهادت؛ ورسېدل د څه لپاره ؟ مولوي احسان الله احسان چي د همدې ائتلاف له مخي او د جنرال مالك په اعتماد له زرگونو طالبانو سره شمال ته ولاړ او ووژل شو په دې سره څه ترلاسه شول؟ آيا دا شرعي عمل وو؟ زمونږ د جنگ قومنده او لارښوونه د چا په لاس كي وه؟ جهادي تنظيمونو ته ټوپكيان او د شر و فساد ډلي ويل او بيا له جنرال مالك سره ائتلاف كول يعني څه؟ جنرال مالك صرف اسماعيل خان طالبانو ته تسليم كړ او د دې په مقابل كي ئې نږدې اته زره طالبان د مرگ كومي ته وسپارل!! او دغه اسماعيل خان هم زموږ له زندانه وتښتېد او ايران ته ورسېد. وايي: ړوند يو ځل همسا وركوي نه هر ځل.
د طالبانو د رژيم د سقوط په ورځو كي نږدې لس زره طالبان په شمال كي جنرال دوستم او جنرال داؤد ته تسليم او ووژل شول، كه دا غلطي ئې نه وى كړې او دوى ته نه وى تسليم شوي او مقاومت ئې كړي وى نو يقيناً چي دومره به نه شهيدان كېدل، د طالبانو هغه مسئولين بايد معلوم شي چي په شمال كي ئې دغو طالبانو ته ويل: تاسو له ملا صاحب سره بيعت كړى دئ او ملا صاحب وايي چي ملل متحد او جنرال دوستم ته سلاح تسليم كړئ!! اوس هغه مشران چېري دي؟ ولي محاكمه او مجازات نشول؟! دا په داسي حال كي چي د همدغي پېښي په دوران كي پاكستان خپل فوځيان او هغه پاكستانيان چي د طالبانو په ليكو كي جنگېدل د كندوز له هوايي ميدان څخه اسلام آباد ته انتقال كړل!! خو همدغه اسلام آباد ملا عبدالسلام ضعيف د طالبانو سفير په پاكستان كي له نورو طالبانو سره يو ځاى امريكا ته تسليم كړل.
په قلعه جنگي كي چي پنځو عربو مجاهديو په تش لاس مقاومت وكړ ومو ليدل چي څومره قهرماني ئې وښوده او څومره مليشه او امريكايان ئې ووژل؟ همدغو عرب، چيچين، ازبك او پاكستاني مجاهدينو په كندز كي د طالبانو د قومندان پدي خبري سخت ناراض ول او اعتراض ئې كاوو چي طالب جنگياليو ته ئې د تسليمېدو او سلاح پر زمكه اېښودو امر كاوو او ويل ئې: مقاومت مه كوئ، سلاح تسليم كړئ چي دا د ملا صاحب امر دئ.
ځيني طالبان وايي: نه پوهېږو ملا برادر څرنگه ونيول شو؟ دى په هلمند كي وو او كه په كراچۍ كي؟ ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف خو دا خبره كوله چي ملا برادر په هيلمند كي دئ او د ملا برادر د نيول كېدو خبر درواغ دي!!
كله چي په خبري رسنيو كي دا خبر خپور شو چي خلكو په خپلو سترگو ليدلي چي شمال ته مسلح طالبان په هليكوپترو كي لېږدول شوي نو ځيني وايي چي دا طالبان دي، ځيني وايي ازبك مجاهدين دي، ځيني وايي د حكيم اخوندزاده او سلام راكټي ملگري دي چي د طالبانو په بڼه كي شمال ته له مجاهدينو سره د طالب په نامه د جنگېدو لپاره لېږل شوي!! خو طالبان همدغه مليشې خپل جنگيالي بولي.
 په كابل كي له 1997 تر 2000 ميلادي كال پوري د طالبانو د رژيم په دوران كي د حزب اسلامي پر مجاهدينو باندي هغو خلقيانو، كمونيستانو او غربپالو چي د طالبانو په صفونو كي ننوتي وو او توري لنگۍ ئې پر سر او اوږدې ږيري ئې پرېښې وې ډېر ظلمونه كول، د حزب اسلامي مجاهدينو ډلي ډلي هيئتونه له حكمتيار صاحب سره د ليدو لپاره ايران ته راتلل او له طالبانو ئې شكايتونه كول، حكمتيار صاحب په خپله د طالبانو له لاسه ايران ته هجرت كړى وو، هغه مهال د طالبانو يوه مشر او تش په نامه مولوي د آلمان غږ له راډيو سره په خپلي مصاحبې كي ويلي وو چي حكمتيار به د نجيب په څېر ه اعداموو، هغه خر مغزي مفتي د كمونيست او مسلمان فرق نشو كولى، د قدرت نېشې مست كړى وو. خو هغه وخت د ايران حكومت او نظامي چارواكو ئې د حزب اسلامي له مشر حكمتيار نه په ټينگار او اصرار سره دا غوښتنه كوله چي د طالبانو په ضد جگړي كي برخه واخلي، په مستقيمه او غير مستقيمه توگه ئې فشار راوړ چي حزب په جگړي كي ښكيل كړي، ورته ويل ئې چي دېرش زره مجاهدين مو مسلح كوو او د ټولو مياشتني مصارف په غاړه اخلو، تاسو كولى شئ په لنډ وخت او ډېري آسانۍ سره هرات، فراه، نيمروز، بادغيس، هلمند او ورپسې قندهار ونيسئ، ځكه په دې سيمي كي تاسو په زرگونو مجاهدين لرئ او عام ولس هم له تاسو سره خواخوږي لري، شمالي ائتلاف دا كار نشي كولى، د سيمي ولس له هغوى سره ملگرتيا او مرسته نه كوي، خو حكمتيار په صداقت او صراحت سره د ايراني چارواكو دا وړانديزونه رد كړل، خپلو مظلومو او كړېدلو مجاهدينو ته ئې د طالبانو د ظلمونو په وړاندي د صبر او حوصلي سپارښتنه كوله، او ورته ويل ئې: دا ظلمونه زغمل تر دې ډېر غوره دي چي د پرديو د گټو لپاره په جگړي كي ښكېل شو او له مليشو او كمونيستانو سره په يوه صف كې ودرېږو، د هغه دا ځواب به زموږ راتلونكى تاريخ هيڅكله هېر نه كړي چي ويل ئې: د يوه افغان رقيب سل كاله حكومت منلى شم خو د يوه پردي يوه ورځ حكومت نه منم، كه د ملاعمر او رباني تر منځ د يوه انتخاب ته مجبور شم نو ملاعمر ته سل ځلي ترجيح وركوم. دې ته هيڅكله چمتو نه يم چي د شمالي ائتلاف د بيا واكمنېدو لپاره له طالبانو سره وجنگېږم.
خو كه پوښتنه وشي چي دا نن طالبانو ته وسلې او پيسې له كوم ځاى راځي؟ ولي ايران له دوى سره مالي او نظامي مرستې كوي او جنگيالي ئې روزي؟ جواب به ئې څه وي؟ كوم كمعقله به دا ځواب ومني چي دا له جوماتونو نه راغونډي شوې چندي يا په كويټي او كراچۍ كي د مېشت تجارانو مرستي دي!! په دې كي شك نشته چي د داسي پټو خزانو ترشا لوى لوى ښاماران پراته دي.
زمونږ گران او خوږ اميرالمجاهدين او د الله تعالى ستر پيغمبر محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم خو داسي وو چي كله د خندق په غزا كي د دښمن ستر فوځ محاصره كړ، د يهودانو او د مدينې منافقينو هم له دښمن سره لاس يو كړى وو، له سختو شرايطو سره مخامخ شو، مدينه دا د ده يوازنى مهم مركز له يوې خوا د دښمن له لوري داسي محاصره شوې وه چي د دفاع لپاره ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم د خندق كيندلو ته اړ شو، او له بلي خوا د كورني خطرناك دښمن له گواښ سره مخامخ وه، په همدې وخت كي ئې له خپلو ملگرو سره مشوره وكړه، غوښتل ئې د مدينې يهودان د دښمن له ملگرتيا منصرف كړي، غوښتل ئې د مدينې د يوه كال حاصلاتو په بدل كي هغوى د دښمن له ملگرتيا لاس واخلي، دا خبره ئې د انصارو له دوو مشرانو سعد بن معاذ او سعد بن عباده سره شريكه كړه، هغوى ورته وويل: يا رسول الله! آيا دا د الله تعالى له لوري حكم دئ كه ستا خپله رأيه او پر موږ د پېرزويني او زړه سوي لپاره؟! رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: دا زما شخصي رأيه ده. سعد بن معاذ رضى الله عنه وويل: يا رسول الله! موږ د جاهليت په دوران كي او هغه مهال چي د ايمان له سعادت نه محروم وو هيڅكله دښمن ته جزيه نه ده وركړې نن چي الله تعالى موږ ته د ايمان له امله عزت او سرلوړي راپه برخه كړې څنگه به دښمن ته جزيه وركوو؟! رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې ايماني او انقلابي ځواب ډېر خوشحاله شو. پر رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د ايمان تقاضاء دا ده چي د مسلمانانو مشر به په سختو او ستونزمنو شېبو كي داسي دريځ غوره كوي چي د دوى گران پيغمبر د خندق د جگړي په دوران كي غوره كړ. د مسلمانانو مشران بايد صفا او څرگنده تگلاره ولري، په كارونو كي له مسلمانانو سره مشوره وكړي، په خپل سر داسي پرېكړي ونه كړي چي تعبير او معنى ئې د مسلمانانو له سر او وينو سره لوبي كول وي. د سپېڅلو اهدافو لپاره بايد پاكه او صفا تگلاره غوره شي.
د روسانو په ضد د جهاد په دوران كي يوځل يوه مهم امريكايي چارواكي د حزب اسلامي يوه مسئول ته ويلي وو چي موږ حاضر يو هره مياشت څو لكه ډالر له حزب اسلامي سره مخامخ مرسته وكړو، خو حكمتيار له امريكا سره له پټو اړيكو او له دوى نه مرستي ترلاسه كول ونه منل، الحمد لله نن هيڅ امريكايي دا نشي ويلى چي حكمتيار او حزب اسلامي له دوى سره ارتباط درلود او مرستي ئې ورسره كړې دي. تاسو وليدل د پټو چكونو قبولول رباني، سياف او نور له كوم برخليك سره مخامخ كړل، نه ئې پټ ارتباطات خوندي پاتي شول او نه ئې عزت.
د جهاد په دوران كي حكمتيار له مسلمانانو او اسلامي هېوادو مرستي ترلاسه كولې هغه هم له هر راز قيد او شرط پرته، خو له هيڅ غيراسلامي حكومت او ډلي ئې مرسته نه ده ترلاسه كړې.
موږ نه وايو چي طالبان حق نه لري له چا نه مرستي ترلاسه كړي، بلكي دا وايو چي د اسلام او مسلمانانو له دښمنانو دي مرستي ونه غواړي، له هغو هېوادو دي مرستي نه غواړي چي زموږ د دين او مذهب دښمنان دي. موږ دا پوښتنه لرو چي دا اوس ايران د طالبانو ځينو ډلو ته وسلې او پيسي وركوي دا ولي او د څه لپاره؟ آيا ايران همغه هېواد نه دئ چي د افغانستان په نيولو او د طالبانو د رژيم په نسكورولو كي ئې د امريكايانو مرسته او ملگرتيا وكړه؟ د ايران بلوڅانو هم دا خبره كړې ده چي زموږ مجاهد مشر عبدالمالك ريگي د طالبانو د هغه گروپ له لوري ونيول شو او ايرانيانو ته لاس تړلى وسپارل شو چي د ايران لخوا وسلې او پيسې وركول كېږي او جنگيالي ئې په زاهدان او مشهد كي روزل شوي. ريگي د دوى په لاس ونيول شو، بيا ئې د كابل د امنيت رياست چارواكو ته تسليم كړ او هغوى ايرانيانو ته وسپارو!!
دا حديث شريف ډېر واضح سياسي پيغام لري چي فرمايي: مؤمن دوه ځلي د يوه سوري څخه نه چيچل كېږي.
د طالبانو په يوه مجلس كي يو ځل په دې خبري بحث پيل شو چي كابل د هغو خپلمنځيو جگړو په ترڅ كي وران شو چي د شمالي ائتلاف او حزب اسلامي تر منځ رواني وې!! په مجلس كي يوه ځوان او ويښ طالب وويل: دا خبره هم د حقيقت خلاف ده، هم د عقل، انصاف او سړيتوب، افغانستان د كابل په شمول د روسانو او كمونيستانو په لاس وران شو، هم تر نجيب مخكي، هم د نجيب د اقتدار په دوران كي او هم له دې وروسته او د رباني د واكمنۍ په دوران كي، مجاهدينو ته د كابل د ورانېدا نسبت كول هغه دروغجن تبليغات دي چي د غربي ميډيا له لوري جوړ او خواره شوي، حزب اسلامي له هغو كمونيستانو سره جنگېدو چي تر دې د مخه ټول مجاهدين ورسره جنگېدل، همغه چي طالبان هم د خپل حكومت تر نسكورېدو پوري ورسره وجنگېدل، دا څنگه په ورته جگړي كي حزب اسلامي گنهگار گڼئ او طالبان د ثواب او جنت مستحق؟!! د حزب مجاهدين تورنوئ او طالبان سپينوئ؟!! په هغي جگړي كي د حزب اسلامي د سپيناوي لپاره دا دليل كافي او شافي دئ چي له حزب اسلامي سره جنگېدونكې ډلي او مشران ئې نن د امريكايانو او انگرېزانو په چوپړ كي دي او صليبي ځواكونو ته ئې پر افغانستان د بريد بلنه وركړه او له امريكايانو ئې غوښتل چي پر افغانانو ستر ستر بمونه ووروي. نن هغه تش په نامه جهادي مشران په ډالرو مست دي، د امريكايانو تر سلطې لاندي د ذلت شپې ورځي تېروي او حكمتيار دا نه كاله د خپلي كورنۍ د غړو له ليدلو محروم دئ، په غرونو او رغونو كي پټ اوسي او د دښمن مقابله كوي او د مجاهدينو لارښوونه كوي. كه پرون د حزب مجاهدين د روسانو او كمونيستانو په زندانونو كي پراته ول او كړاوونه ئې گالل نن د گوانتانامو او بگرام په زندانونو كي پراته دي او د امريكايانو په لاس كړول كېږي.
يو ځلي په يوه مجلس كي د طالبانو د تحريك څو پخوانيو وزيرانو دا خبره كوله چي موږ حزب اسلامي اوس او ډېر وروسته په حقيقي معنى وپېژندو، حزب اسلامي د اسلام او مسلمانانو لپاره دومره خدمتونه كړي چي په تېر تاريخ كي ئې لږ بېلگه او مثال موندلى شو. په مخكني جهاد كي حزب اسلامي هم په نظامي اړخ كي د جهاد د ملا تير وو او هم په فرهنگي محاذ كي مخكښ او د ټولو مجاهدينو استاد او معلم، او هم په اوسني جهاد كي د ځلاندي ونډي خاوند، په نهو كلونو كي د حزب له لوري دومره پراخ فرهنگي كار شوى چي د يوه نسل لپاره كفايت كوي. مونږ طالبانو نه د اقتدار په دوران كي له جگړي پرته بل څه وكړل او نه له هغه وروسته، نه مو په بهر كي د مهاجرينو لپاره كوم پنډغالى جوړ كړ او نه مو په داخل كي كومه ديني مدرسه، كوم ښوونځى، مكتب او پوهنتون، نه كوم جومات، نه كوم روغتون، نه كوم سړك او نه يو پل جوړكړ او نه مو له كوم غريب او بې وزلي سره دوو روپيو مرسته وكړه. اوه كاله مو په بې ځايه او بېهوده جگړي كي تېر كړل، د قدرت لپاره وجنگېدو او په دې جنگ كي مو په زرگونو طالبان شهيدان شول. حتى موږ د خپلو شهيدانو له كونډو او يتيمانو سره هم څه مرسته ونه كړه.
 هر ويښ او باضميره طالب دا حق لري چي وپوښتي: طالبانو اوه كاله د نږدې ټول افغانستان واگي په لاس كي درلودې، د هېواد پر لويي برخي ئې حكومت كولو، د ملاصاحب حكم او قومنده چلېده، د اسلام قلعه، تورغوندي، سپين بولدك او طورخم گمركونه هم د دوى په واك كي ول او كافي مقدار عايدات ئې درلودل، پاكستان، سعودي او اماراتو له يوې خوا او القاعدې له بلي خوا پراخي مرستي ورسره كولې، غربي ميډيا هم پراخ تبلغيات ورته كول او ويل ئې چي طالبان د صلحي سپيني كوتري دي، خو دا ولي موږ له جگړي پرته بل څه و نكړل، اوه كاله مسلسل په پروان، كاپيسا، تخار، هرات، بادغيس، دلته او هلته په بى فايدې او عيث جگړي بوخت وو؟!! زموږ د اقتدار په دوران كي حتي د تفسير، حديث، فقهي او اسلامي علومو داسي يو كتاب هم چاپ نشو چي ورباندي ليكلي وي: د امارت اسلامي له لوري طبع شوى!! دا موږ وو چي مجاهدين او ټول ملت مو خلع سلاح كړ او د بهرني يرغل لپاره مو لار آواره كړه، د امنيت د راوستلو تر كاذب او غولوونكي شعار لاندي مو هغه مؤمن مجاهدين خلع سلاح كړل چي د روسانو په ضد جنگېدلي وو او هغه وسلې مو ترې واخيستې چي له روسانو نه ئې غنيمت كړې وې!! نه پوهېږو دا د كوم دين او مذهب په حكم او د كوم عقل او درايت له مخي؟!! كه دا ناروا، غلط او د دين او مذهب خلاف عمل ئې نه وى كړى نن به مجاهدين له داسي حالت سره مخامخ نه ول چي يوې مرمۍ ته هم اړ او محتاج دي. كاش دا وسلې داسي نه وى راغونډي شوې چي طالب قومندانانو په چمن، ميرانشاه او پاړه چنار كي د بېكاره اوسپنو په بيع خرڅولې. په همدې اړه د كونړ ولايت يوه ويښ او مخلص طالب له خپل مشر نه پوښتنه كوله چي آيا په دې خلع سلاح سره موږ خپل مجاهد ملت د امريكايانو په وړاندي خلع سلاح نكړ؟ هغه طالب مشر ورته وويل: په دې خبرو كي مه غږيږه.
په دې كى شك نشته چي هر انسان غلطي كوي، او الله تعالى هم هغه انسان ته د ده غلطي بخښي چي توبه وكړي او د خپلي غلطۍ د جبران په لټه كي شي، خو د يوه تحريك او تنظيم غلطي بيا خطرناكه وي، الله تعالى هغه څوك نه بخښي چي د بل په حق كي جفا او ظلم وكړي، د هغه له اعتماده غلطه استفاده وكړي، په غلطو لارو ئې سوق كړي، د غلطو موخو لپاره ئې د مرگ كومي ته ولېږي، په داسي مواردو كي جهل، ناپوهي او خطاء هم د عذر په توگه نه منل كېږي، او د مرموزو موخو او د دين د دښمنانو د گټو لپاره په خپله استعمالېدل او د بل استعمالول په هيڅ توگه د بخښلو وړ غلطي نده. آيا هغه بې رحمه انسان د بخښلو وړ گڼلى شو چي يو مخلص، سرتېرى او فدايي مجاهد پرې اعتماد كوي، خوا ته ئې ورځي او ورته وايي: زه چمتو يم چي د الله تعالى په لار كي خپل سر قرباني كړم، ما ته د باروتو واسكټ راواغوندئ او داسي ځاى ته مي د چاودني لپاره ولېږئ چي د دين ستر ستر دښمنان په كي ووژل شي، خو دا جناب ئې د تبليغاتي موخو لپاره داسي ځاى ته ولېږي چي يا بې گناه افغانان په كي ووژل شي، يا څو عادي او ذليل افغان پوليس او عسكر، يا جومات ته راغلي لمونځ كوونكي، يا په واده كي راغونډ شوي كليوال... خداى دي د دې جاهل، احمق، ناپوه، د شهرت وږي او غرضي لارښود كور وران كړي چي د مسلمانانو له وينو سره داسي بې باكانه لوبي كوي. آيا يو فدايي مجاهد دومره بې ارزښته دئ چي په داسي ځايونو كي او د داسي پرېوتو اهدافو لپاره قرباني شي؟!!
د همدې 1389كال د سرطان په مياشت كي د طالبانو يوه تور زړي، جاني او مفسد قومندان، ملا داؤد شاه، د يوه بدمغزه او احمق مفتي په وينا، او د بهرنيو د يوه بدنام جاسوس په حكم، يو داسي اتل، متقي او خداى پال مجاهد، د شهيد قاري عبدالرحمن په نامه شهيد كړ چي د قرآن حافظ وو، د خوگياڼيو په جوكان كي له كليو لري، د دښمن هليكوپترو ته په كمين كي ناست وو، نه ئې له طالبانو سره د عشر او زكات پر سر لانجه وه او نه پر سيمي د تسلط او واكمنۍ لانجه، انجنير، ډاكټر، مكتبي، مامور او معلم هم نه وو چي تاسو ئې د خپلو څلورو كتابونو له مخي د وژلو وړ بولئ، بلكي ديني مدرسه ئې ويلې وه او د قرآن حافظ وو، پلار ئې مولوي شمس الرحمن د روسانو په ضد د جهاد په دوران كي د دې سيمي د مجاهدينو نوميالى قومندان وو چي د صليبي ځواكونو له يرغل وروسته ئې بيا د جهاد لپاره ملا وتړله او خپل ټول زامن ئې سنگر ته ولېږل. ما ته ووايئ چي د دې وحشيانه قتل په اړه به ستاسو د ډلي ځواب د الله تعالى په وړاندي څه وي؟ څنگه به دا او دې ته ورته جنايات جبرانوئ؟ آيا گمان كوئ چي د مجاهدينو ويني دومره وړيا او ارزانه دي چي نه به ئې الله تعالى پوښتنه كوي او نه به ئې مجاهدين انتقام اخلي؟!! په دې پوه شئ چي نه به د منتقم خداى له شديد انتقام نه وژغورل شئ او نه د مجاهدينو له غچ نه.
خپلو مجاهدو طالبو وروڼو ته مشوره وركوو، طعنه نه وركوو، ځكه طعنه گټه نلري، ورته وايو: خپل دوست او دښمن وپېژنئ، له مجاهدينو سره سيالي او رقابت دي تاسو دې ته ونه هڅوي چي له دښمنانو سره لاس يو كړئ، د هغو مجاهدينو قدر وكړئ چي ستاسو لپاره د استادانو حيثيت لري، نه د افغانستان آزادول آسان كار دئ او نه په افغانستان كي د يوه مضبوط اسلامي حكومت جوړول، موږ په دواړو برخو كي يووالي او پوهو با تجربه مجاهدينو او شخصيتونو ته ضرورت لرو، يوازي په دې سره كولى شو واقعي اسلام حاكم كړو، د دښمنانو توطئي ستري او خطرناكي دي، داسي نه چي د دښمن په لومو كي ونښلو او د حزب اسلامي په څېر د مخلصو مجاهدينو په ضد د جنگ جبهه پرانېزو او خپل ټوپك د هغه چا سينې ته ونيسو چي په وژلو ئې زموږ دنيا او آخرت تباه كېږي او د اسلام او مسلمانانو دښمنان پرې راضي او خوشحاله كېږي. و السلام على من اتبع الهدى.