د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عبدالودود ورور نه د ځواب په هیله

شاهد حسین 25.08.2010 13:15

عبدالودود صیب ستا منطق چی هر څه دی زما ورسره نور کار ځکه نه شته چې موږ طالبان لیدلی ستا خبرې او دلایل د هغه چا لپاره دی چې طالبان یې نه وی لیدلی ، خو یوه خبره د خدای په خاطر قرانی سپیڅلی ایات او الهی ارشادات ، د خپلو سیاسی موخو د لاسته راوړلو لپاره مه کاروی او له اسلامه د نورې نړې زړونه مه بدوی،؟

بیا دا یوڅو پوښتنی مې که ځواب کړی منندوی به مو یم!

خو تر دې د مخه درته یو څه ووایم چې په ما د ټاپی لګولو هڅه ځکه مه کوی ، چې د افغانستان په بدمرغۍ کې په دې دیرشو کلونو کې چې کوم ګوندونه او حرکتونه ستاسو او تر تاسو وړاندی او وروسته رامنځ ته شوی له یوه سره یې هم تړاو نه لرم ، ځکه ستاسو په ځلانده دوره کې لاد ښوونځي (مدرسې) زده کوونکی وم او اوس لوړې زده کړې کوم. او دا څه چې درته لیکم لامل یې له تاسو سره کومه ګوندي دښمنی نه ده ، افغان یم مسلمان یم اوپه خپل ولس او هیواد چې ستاسو له امله کله د پنجاب ، کله دعرب او کله د غرب د ګټو قرباني کېږي ، ځوریږم.

۱ ، طالبانو نجونو ته ځکه دتعلیم اجازه نه ورکوله چې د هغوی په اند دا کفر دی، که د طالبانو دا ادعا سمه ده نو په مکه او مدینه کی نجونی تعلیم کوی، او دا خو کفر دی نو څه فکر کوی ، د اسلام عملی کیدل لومړی په مکه کې اړین دی که په کابل کی ؟ د کفر له منګولو د مکې ازادول لومړیتوب لری که د کندهار؟ دا پوښتنه له اسامه او ستاسو نورو عربی بادارانو هم کوم چی که په افغانستان کې د نجونو تعلیم کفر دی ، نو د دکوم ایات یا حدیث له مخې په عربستان کی اسلام دی؟ او ولې یې د مسلمانانو په دې سپیڅلي ښارونو کی عملا کفر روان دی چې د اسامه هیواد هم دی او دی یې پر وړاندې جهاد نه کوي؟

2:تاسو د خپلو مخالفینو د تجهیز خبره وکړه ،چې الوتکی لری ، ټانکونه لری او...... لری. تاسو یې ولی نه لری؟ ، فکر نه کوی که له ساینس ، ساینس پوه او ښوونځی سره مو دښمنی نه کوله تاسو به هم داشیان لرل.او نن به په دردیدلی افغانستان کې نه بلکې پّه واشنګټن کې به د ورسره جګړه کوله؟

اسلام به مو په واشنګټن کې ګټلی و نه په کونړ کې؟

3:زه خو باور وکړه چې د یوې هفتې د خوراک ذخیره هم نه لرم ، مړی ژوندي او روغ رنځور ته خو می غوني زیږ شي، ته یې له کومه کوی دا وسلې، دا پیسی، دا ګاډي ، او ستا د کورنۍ نفقه، له اسمانه غورځيږي؟ که د اپینو له زکات نه، او که د سړي تښتونی نه او که د ای ، اس، ای له بودیجې نه؟ که ستا ځواب دا وی چې الله ج یې له غیبو راکوی؟ نو وسیله خو به لري که نه ؟

4: ستاسو د ځینو ملګرو په لیکنو کې د ژورنالیزم ارونه، د ژورنالیزم معیارونه ، سیاست ، علم او نور اصطلاحات ښکته پورته کیږي ستاسو په ځلانده دوره کې خو ما دا شیان تاسو نه اوریدلي نه وو؟ دا نوی کشف شوی او که تاسو اوس زده کړل؟ او که دیموکراسی او د وینا خپلواکی د یهودو له برکته تر تاسو هم ورسیده؟

5: ستاسو په ځلانده دوره کې خو د انټرنټ استعمال هم کفر و ، د عیاشۍ او فحاشۍ وسیله وه ، اوس کوم نوی ایات را نازل شو چې د انټرنټ کارول روا شو؟ یا تاسو ته یې کارول روا او نورو افغانانو ته ناروا دي؟

6: د کویټی د شورا په اړه څه وایاست ؟

یوه ورځ له هراته کابل ته راتلم په زابل کې ط‎البان را ته مخې ته راووتل او ډیر نور ګاډی یې هم ودرولي وو،زموږ 303 ډوله ګاډي ته چې کله لومړنی طالب راوښوت نو بیچاره پنجابی و نه په پښتو پوهیده او نه په دری ورپسی نور افغان طالبان راوښتل او دده ژباړه یې کوله داسی حیثیت یې درلود لکه د امریکایانو افغان ژباړونکي.

که تاسو ریښتنی مسلمانان وی او افغانستان ته ژمن وی نو یقین ولره چې نه امریکا بلکه د نړی هیځ ځواک به افغانستان ته تر هغې نه وای راننوتی چې یو افغان ژوندی وی ، ځکه افغانان به له تا سو سره وو؟ خو تاسو د افغانانو په زړونو حکومت نه کاوه، ځکه مو دا حال شو؟ الله مو اخرت ښایسته لره؟ د ځواب په هیله