په پكتيا كې د كركټ سيمه ييزه سيالي پيل شوه
31.07.2010 19:37ګردېز - داوود تپان - Jul 28, 2010 - 18:58
د زمري ۶مه،۱۳۸۹ پژواك خبري اژانس
د پكتيا په مركز ګردېز ښار كې د سولې جام تر نامه لاندې د دېرشو لوبډلو ترمنځ د كركټ سيالي پيل شوه.
دغه سيالي په پكتيا كې د سحر فرهنګي مركز لخوا په لاره اچول شوې ، چې د مركز او ۱۳ ولسواليو ګڼ شمېر لوبدله په كې برخه لري.
د دې ټولنې مشر ګل كريم پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د سيالۍ له پيل مخكې يې د سولې په نوم درې سپينې كوترې والوځولې.
نوموړي وويل، چې د سيالۍ موخه يې په هېواد كې د سولې غږ پورته كول دي ، تر څو د سپورټ له لارې خپل غږ كورنيو او بهرنيو چارواكيو ته ورسوي.
په پكتيا كې د كركټ د کرکټ بورډ استازي حضرت ولي پژواك ته وويل، چې د لوبو لپاره ځانګړى او مناسب ميدان نلري.
نوموړي وويل، په ګردېز ښار كې د امريكا د پراختيايي ادارې (USAID) لخوا د لوبو يو ميدان منظور شوى، خو ولايتي اداره ورسره د ځمكې په برابرولو كې مرسته نه كوي.
د يادونې وړه ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په نورستان ولايت كې د دولسو ولسواليو ترمنځ دكركټ سيالۍ ترسره شوې.