آیا مونږ یوازې د مادي کلتور خاوندان یاستو؟؟
19.06.2010 23:08یا په بله معنی: آیا زمونږ کلتور یوازې مادي توکي دي؟؟ آیا فرهنګ یوازې تاریخي څلیو، منارونو، بوتانو، او قیمتي کاڼو ته وايي؟؟ آیا زمونږ لرغوني ویاړلي افغاني عنعنات زمونږ د فرهنګ مهمه برخه نه ده؟؟ آیا هغه څوک چې زمونږ فرهنګي آثار له موزیمونو څخه لوټوي او هغه چې فرهنګي دودیز او ټولنیز ارزښتونه او عنعنات چې له پیړیو پیړیو راپدېخوا له خپلو نیکونو او اسلافو څخه راپاتې دي تر پښو لاندې کوي، دواړه سره په خیانت کې یو برابر نه دي؟؟ ولې مونږ د احمد شاه بابا، میرویس نیکه، سلطان محمود غزنوي د مزارونو او مقبرونو د خوندي کولو لپاره هلې ځلې کوو خو د هغوی سیرت، یاد، او تاریخ پخپله له مینځه وړو؟؟
په دې وروستیو کې د وتلي ادیب او لیکوال پوهیالي محمد اسماعیل یون درې دېرش لیکلي او ژباړلي آثار په یوځلي د انټرنټ له ليارې خپاره شول، چې د هر هغه ولسپال وګړي لپاره د خوښۍ زیری وه چې د پښتو ژبې د بډاينې هیله او ارمان په زړه کې لري.
که څه هم ما د یون صیب ټول اثار نه دي لوستي مګر د دوه وو هغو په لوستلو مې شروع کړې، یو یې (د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زیانونه) او دویم یې (که نړیوال ماته وخوري؟؟) تر سرلیکونو لاندې دي.
په لومړي کتاب کې یون صیب زمونږ د فرهنګ، تاریخي اثارو، او کلتوري شتمنیو په زیانمن کیدو لکه د هر بااحساسه افغان په څیر له زړه نه ویرجن دی، او په رښتیا هم د یو افغان په توګه د هغه د خوږمن زړه درد پکې له ورایه محسوسیږي، خو هغه شی چې زما پام یې د ځان په لوري ورواړوه دا وه چې همیشه زمونږ فرهنګپالې او لیکوالې طبقې د خپل فرهنګ، کلتور، او تاریخ یوازې د مادي برخې په زیانمن کیدو ژړلي او د مانیزې هغې په اړه چوپه خوله پاتې شوي، حال دا چې زمونږ معنوي فرهنګ، او معنوي تاریخي فرهنګي شتمني ډيره په دې باندې ارزي چې په زیان یې اوښکې، او د بیرته اعادې لپاره خولې تویې کړو.
دې ټکي ته زما توجه هغه وخت لا پسې پیاوړې شوه چې کله مې د یون صیب په دوهم کتاب کې د (د نړیوالو ځواکونو د شتوالي ضرورت او قانونیت) تر سرلیک لاندې د نوموړي هغه لیکنه ولوسته چې په قلموال جریده کې هم چاپ شوې، په کومه کې چې یون صیب په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شتون د ولس د لوړو ګټو د خوندیتوب لپاره اړین بولي او همدارنګه د دغو ځواکونو مېشتېدا ته په افغانستان کې قانوني بڼه هم ورکوي.
دې دواړو لیکنو زه وهڅولم څو لومړی د خپل ایماني او بیا افغاني مسئولیت له مخې دا څو کرښې تورې کړم.
که څه هم د دې لیکنې له اسلوب څخه به ښايي ظاهرا یون صیب مخاطب ښکاري، خو په اصل کې شخصا نوموړي ته متوجه نه ده، بلکې هر هغه وګړي ته خطاب دی چې د یون صیب په څیر نظریه او مفکوره په خپل زړه کې ساتي.
یون صیب په خپل کتاب (که نړیوال ماته وخوري؟؟) کې په افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو بربنډ تیري ته په دې خاطر قانوني مجوز ورکوي چې د ملګرو ملتونو (۱۳۶۸) نمبر پریکړه لیک امریکایانو ته دا حق ورکړی چې له ځانه دفاع په هر هیواد کې چې وي، وکړي، او د روسانو او امریکایانو د تجاوز یوازینی توپیر هم فقط په همدې کې ویني چې له هغوی سره د م.م ملاتړ نه وه او له امریکایانو سره خوشبختانه شته، او دا یوازینی لامل دی چې امریکايي عسکرو ته د قانونیت لار برابروي او د اشغال له دایرې یې وباسي، دا سربیره پر دې چې د دوی شتون ته مظلوم افغان ولس اشد ضرورت لري او هر باشعوره افغان باید له خدایه سوال وکړي چې د دوی سیوری زمونږ د ولس له سره کم نه کړي. یون صیب په خپل کتاب کې زمونږ فرهنګ ته په وراوښتي زیان ښایسته ډیرې خبرې کړي او عاملین یې چې ډیری یې دده په تعبیر جنګسالاران او تنظیمسالاران دی، غندلي او د ملت دښمنان یې بللي، خو یون صیب دې ته متوجه نه دی چې نوموړي د ملګرو ملتونو یوه پریکړه لیک ته په غاړه ایښودو سره زمونږ په فرهنګ، او کلتور کې د اشغال او اشغالګر معنی ته هومره زیان واړاوه چې د تنظیمسالارانو د واکمنۍ پر مهال به زمونږ کلتوري میراثونو ته نه وه اوښتی، او زمونږ یو لرغونی عنعنوي میراث (چې له اشغال او اشغالګرو سره سخت حساسیت دی) یې د م.م د یوې پریکړې قربانی کړ.
یون صیب په خپلې دې خبرې سره چې (په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون ضرورت دی) زمونږ په افغاني کلتور او عنعناتو کې د غیرت، مېړانې، پښتونوالې، شهامت، قربانۍ، په وطن د سرښندنې، او دې ته ورته سترو ارزښتونو ته دومره درنه څپیړه ورکړه چې زیان یې د جنګسالارانو په لاس د کابل ملي موزیم له چور او غلا څخه کم نه وه، کوم چې یون صیب یې همیشه په ډیره ویرجنه او ژړغونې لهجه یادونه کوي. خو یون صیب په دې کې هيڅ سوچ نه دی کړی چې په حقیقت کې د ولس په وړاندې څوک زمونږ د افغاني ویاړلي کلتور دښمن دی؟؟ آیا هغه چې د احمدشاه، او میرویس د وخت تاریخي آثار له ملي موزیمه وباسي او که هغه چې د دوی تاریخ د ولس له زړونو غلا کوي؟؟
یون صیب د م.م (۱۳۶۸) نمبر سپېڅلې پریکړې له مخې امریکایانو ته دا اجازه ورکوي چې خپل دښمنان په افغانستان کې تعقیب کړي، خو وروسته چې د دغو بهرنیانو خوند ویني تر دې حده جرئت پیدا کوي، چې دومره حریت او آزادي ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو او د ګاونډیو سره د اړیکو د څرنګوالي په ټاکلو کې یې هم حقدار ګڼي او په لوی لاس دا هیواد د یو بهرني د ګټو په مقابل کې د بل بهرني د ګټو لپاره سپر ګرځوي، او کاږي چې بهرني ځواکونه باید ترهغه په افغانستان کې پاتې شي چې افغانستان د ګاونډیو د لاسوهنو د مخنیوي جوګه شي. او دا ځکه چې یون صیب ته د اشغال معیار د م.م. پریکړه ده، د ګاونډیانو له مداخلې سره د م.م. (۱۳۶۸) نمبر پریکړه نشته، او له امریکایانو سره شته، چې په دې ترتیب یون صیب غواړي چې د ګاونډیو د خطر په پلمه د وخت په مرور سره بهرني ځواکونه په افغانستان کې لکه د خلیج هیوادونو د تل لپاره پاتې شي.
خو یون صیب نه پوهیږي چې نوموړي یو ځل بیا د افغانیت، او پښتونوالې په لرغونیو عنعناتو، او فرهنګ کې په هغه ارزښت باندې لویه چلیپا راکش کړه د کومې له مخې چې یو افغان په خپله خاوره باندې هیڅ بهرنی عسکر نه شي زغملای، او یو افغان ته بې تفاوته ده چې بهرنی د څه رنګه پوټکي خاوند دی؟ لیري استوګن دی که نږدې؟ د م.م په خوښه راغلی او که په ناخوښه، ځکه چې په خپلو کلتوري عنعناتو کې ورته مهمه دا ده چې بهرنی په پوځي لباس کې دده په وطن راننوتی او په خلاص مټ بې پوښتنې ګرځي، چې دا د یو افغان لپاره ستر عار بلل کیږي، ځکه چې په افغاني فرهنګ کې وطن د مور حیثیت او ځای لري.
آیا یون صیب کله دې ته سوچ کړی چې م.م په دې پریکړې سره زمونږ افغاني کلتور او فرهنګ ته په سپکه سترګه کتلي؟؟؟ آیا لازمه نه وه چې یون صیب په هغه وخت کې په دې اړه هم یو پیړ کتاب لیکلای وای چې م.م په دې پریکړې سره زمونږ د کلتور او فرهنګ لوی توهین وکړ، او دا پریکړه یې هیڅکله له افغاني فرهنګ سره اړخ نه لګوي؟؟
آیا لازمه نه وه چې یون صیب هغه وخت م.م او امریکايي اشغالګرو ته د خدای ورکړي تاند قلم په مټ په ثبوت رسولې وای چې که زمونږ د کلتور مادي برخه لوټل شوې، معنوي جانب یې نه دی لوټل شوی، زمونږ په کلتور او فرهنګ کې هر پردي عسکر ته اوس هم د اشغالګر په سترګه کتل کیږي او هر افغان په خپله خاوره د پردي عسکر د شتون په صورت کې وطن د اشغال، او ځان د غلامۍ له ګواښ سره مخامخ ويني؟؟
دا خو د یون صیب مسئولیت وه چې په افغانستان باندې د یرغل په وخت يې بهرنیان په دې پوهولي وای چې زمونږ د جرګو او مرکو په هیواد کې جرګه او خبرې اترې لرغونې عنعنه او دود دی، دا خلک د جرګو له لیارې کولای شي ستاسو دښمنان یوې عادلانه محکمې ته درټېل وهي، خو د پوځي تجاوز په صورت کې د م.م پریکړې ته د توت پاڼې هومره اهمیت نه ورکوي ځکه چې یو ستر فرهنګي ارزښت (استقلال) ته یې زیان رسي.
میلمه پالنه چې زمونږ په کلتور کې یو مهم اصل دی، که له شرعي جانب څخه یې تیر شو، ولې هغه مهال چې م.م د افغانستان په مظلوم ولس باندې د ناروا تیري دجواز لپاره پریکړه لیک صادراوو، یون صیب ددې ولس په کلتور کې د مېلمه پالنې ارزښت ته د ګواښ متوجه کیدو په اړه لیکنې نه کولې چې که د سر دښمن هم د چا کور ته پنا وروړي زمونږ په فرهنګ کې یې دښمن ته سپارل یو داسې عار شمیرل کیږي چې تر لمسیانو پورې پاتې کیږي، زمونږ اسلاف په هر میدان کې د ظالمانو دښمن، او د مظلومانو ملګري وو، هرچا به چې دوی ته ننګ راووړ له سر او ماله به ورباندې تیریدل او هغه به یې تر خپل سیوري لاندې په ډیر ښه شان ساته. همدارنګه خپله سیمه به یې ډیره درنه ساتله او په خپله یوه لویشت ځمکه به یې خپل سرونه قربانول، هیڅکله یې په دنیا کې دبې ننګۍ ژوند نه کاوه.
یون صیب د فرهنګي شتمنیو په زیانمن کیدو فریاد کوي، خو دا چې نن ورځ د امریکايي اشغال په برکت زمونږ د کلتور ستنې یوه له بلې پسې نړیږي، د پښتنې میرمنې بربنډه بهر ته راوتل، له نامحرمو سړیو سره په دفاترو کې یوازې کار کول، ږیره او لونګۍ چې زمونږ د کلتور مهم څیزونه دي ورباندې د شرم احساس کول، او څښتن یې رټل او په سپکه ورته کتل، او.... خو زمونږ د فرهنګ له غمخوارو سره په دې اړه هیڅ سوچ نشته، ځکه ددوی په نزد زمونږ فرهنګ یوازې هغه دنګ ډبرین منارونه او بوتان دي چې په منقولو او نامنقولو موزیمونو کې له پیړیو پیړیو راهیسې چوپه خوله ولاړ وي.
ولې هغه درس او عبرت چې دا تاریخي آثار او منارونه یې مونږ ته راکوي پخپله مو ورباندې سترګه پټې کړي دي؟؟
آیا موزیمونه او تاریخي آثار فقط د همدې لپاره ساتل کیږي چې د ذهني ستړیا په وخت کې د یو تفریحي څیز په توګه ترې کار واخیستل شي؟؟ او د زیانمن کیدو په صورت کې یې په هکله لیکنې او اثار راوباسو؟؟
یون صیب په خپل کتاب کې د تنظیمي جګړو پرمهال د کابل د میوند واټ په منځنۍ برخه کې د میوند فتحې د یادګاري څلي د راپرځیدو یادونه کوي د کوم په کښتنۍ برخه کې چې د میوند د ویاړه ډکې قهرمانې ملالۍ له خولې دا راوتلې لنډۍ لیک وه چې:
که په میوند کې شهید نه شوې .................... خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه!
او وايي چې د جګړو په ترڅ کې دا یادګاري څلی هم په وړو او لویو ګولیو ویشتل شوی، او اندېښنه ښيي چې د محمود خان پل د ساعت د منار په څیر به په سپین ډاګ بدل شي.
آیا یون صیب د دغو دنګو منارو او څلیو په فلسفې باندې عمیق سوچ کړی؟؟
آیا کله چې یون صیب دامریکايي اشغال د قانونیت او ضرورت خبره کوله د میوند د فتحې دا یادګاري څلی ورته مخې ته ونه درېد چې که جنګسالارانو زما بدن په راکټونو له مینځه یووړ، ولې ته مې معنی او فلسفه ددې ولس په زړونو کې د قلم په ګولیو نړوې؟؟
زه یقین لرم چې زمونږ د ولس دښمنانو د میوند فتحې یادګاري د کابل په زړه کې ځکه نه شو زغملای چې
له هغوی سره دا وېره وه که چېرته زمونږ پوځونه په آینده کې د کابل په زړه کې دا دنګ څلي ویني او پوه شي چې دا زمونږ د تاریخي ماتې او شرمیدلي شکست په ویاړ تر ننه پورې په ډیر غرور دنګ ولاړ دی ښايي د خپلو اسلافو تاریخ ورپه زړه شي او مورال له لاسه ورکړي. له هغوی سره دا ډار وه چې کیدای شي په هغه وخت کې کوم غیرتي افغان له دې څلي څخه د پیغور الهام واخلي، او زمونږ پوځیان په خپله خاوره ونه زغملای شي. نو بناء رانسکورول یې اړین وبلل.
خو متاسفانه یون صیب د همدې توطیې په لومه کې یې راګیر دی، او ددې څلیو هغه معنی چې لا هم د ځینو بااحساسه افغانانو په زړونو کې ژوندۍ ده زمونږ دښمنان یې د یون صیب له قلم څخه په استفادې له مینځه وړي؟؟
ولې مونږ دا سوچ نه کوو چې د سلطان محمود غزنوي، احمد شاه بابا، او میرویس نیکه مقبرې په اوسنی وخت کې د حال په ژبه مونږ ته په څه باندې ګویا دي؟؟
د تاریخي آثارو خوندي ساتل زمونږ وجیبه ده، خو مونږ باید د تاریخي آثارو د ساتلو پر ځای، د تاریخ ساتلو ته لومړيتوب ورکړو، که د احمد شاه، میرویس، او سلطان محمود د مزارونو د ښکلا او خوندیتوب لپاره ځانونه ستړي کوو، خو تاریخ یې تر پښو لاندې کوو، زما په اند لویه سادګي او ستره تیروتنه ده.
فیلسفوف نیچه وايي: که بوتان مات کړې کوم ستر کار دې نه دی کړی، حقیقي شهامت دا دی چې په خپل ځان کې د بوت پرستۍ خوی ورک کړې.
د نوموړي فیلسفوف دا قول په دې ځای کې داسې جوړیږي چې: که تاریخي څلي او منارونه راونړوې او تاریخي آثار لوټ کړې کوم ستر خیانت نه دی، ستر خیانت هغه دی چې ددغو څلو او منارونو حقیقي معنی او مفهوم ووژني.
یون صیب خو به زمونږ د ټولنې لوستې او روشنفکرې طبقې ته د م.م پریکړه مخې ته کیږدي او د بهرنیو ځواکونو شتون به په افغانستان باندې قانوني کړي، خو آیا زمونږ په کلیو، بانډو، غرو، او هغو سیمو کې چې خلک له خپل لرغوني کلتور، عنعنې، دود او دستور څخه پرته بل هیڅ نه پیژني، او دخپل افغاني غرور له مخې یې لا زړه غواړي چې خپل کلتور او عنعنات په نورو هم ورتحمیل کړي، آیا دوی ته به د یون صیب پورتنی استدلال د خپلو ویاړلو عنعناتو په رڼا کې څومره د منلو وړ وي او څومره به ورته د اصیل افغاني فرهنګ له روح سره برابر معلوم شي؟؟ آیا یون صیب به ورته د افغاني غیرتي کلتوري ارزښتونو او عنعناتو اصلي له مینځه وړونکی ښکاره شي او که هغه جنګسالاران چې له موزیمونو څخه یې یوازې فرهنګي تاریخي شتمنۍ لوټلي او د خلکو له زړونو او افکارو څخه یې د هغوی مفهوم او ارزښت نه غلا کاوه؟؟
آیا یون صیب په دې اړه فکر کړی چې دده ددې استدلال په وړاندې به په ارزګان، کندز، شینډنډ، کندهار، شینوارو او نورو هغو سیمو کې د ولس غبرګون څه وي چې د امریکايي قانوني عسکرو په بمونو او ګولیو باندې یې بې ګناه ماشومان، ښځې، او سپین ږیري شهیدان شوي وي؟؟، آیا یون صیب ته به يې په زړه کې څه وګرځي؟؟ آیا د هیواد د تاریخي آثارو لوټونکي به د خپل فرهنګ دښمنان وګڼي او که د هغه نظر خاوندان چې د امریکا د ټانګ، چورلکې، او بم شتون زمونږ د هیواد او هیوادوالو د سر، مال، او فرهنګ د خوندیتوب لپاره اړین بولي؟؟
آیا زمونږ په کلتوري، ټولنیز، او دودپال ولس کې امریکايي شتون ته په افغانستان کې اشغال نه ویل، او قانوني یې ګڼل، ددې ولس د عنعناتو، تقالیدو، او کلتور ته د توهین په معنی به نه وي؟؟
آیا زمونږ د تاریخي آثارو لوټل (چې یون صیب یې عاملین د محاکمې وړ بولي)، او زمونږ ملي او کلتوري ارزښتونه د م.م د پریکړو قرباني کول، دواړه به له ولس سره په خیانت کې یو برابر نه وي؟؟ آیا دواړه د محاکمې وړ نه دي؟؟ آیا لومړنی خیانت به ورباندې ډیر شرف ونه لري؟؟
او بیا نه پوهیږم چې یون صیب څنګه خارجیان زمونږ د ولس لپاره اړین بولي په داسې حال کې هغوی د مرستې او بیاودانولو په نامه راځي او زمونږ تاریخي شتمنۍ او فرهنګي زېرمې لوټوي؟؟ او په کوم دلیل وايي چې د بهرنیانو شتون زمونږ لپاره ضرورت دی؟؟ آیا همدا قانوني بهرني پوځیان زمونږ د تاریخي آثارو د غلا لپاره نه دي راغلي؟؟، د ناروې افتنپوسټن ورځپاڼې د ۲۰۰۸ کال د جون په ۱۸مه راپور خپور کړ چې د ناروې عسکرو د افغانستان ۴۰۰۰ کلن تاریخي آثار غلا کړي او له افغانستانه يې په غیر قانوني ډول ویستي دي.
یون صیب خو د جګړو پرمهال زمونږ فرهنګي شتمنیو ته د وراوښتي زیان په اړه کتاب لیکلی، آیا مناسبه نه وه چې د هغه فرهنګي زیانونو په هکله هم یو اثر راویستلای وای چې د دې قانوني اشغالګرو په لاس زمونږ فرهنګي شتمنیو ته وراوړي؟؟
یقینا چې یون صیب په دې کار سره چې اشغال ته اشغال نه وايي او شتون یې اړین او قانوني بولي، زمونږ د کلتور د یو بنسټیز اصل په ورمیږ پل ایښي چې هغه په خپل وطن، خاوره، او ملي نوامیسو ټینګ پاتې کیدل دي، او ان شاء الله لکه څنګه چې یون صیب د جنګسالارانو خیاینتونه په خپل کتاب کې رابرسېره کړي چې زمونږ فرهنګي مادي زېرمې یې لوټلي، راتلونکی تاریخ به د هغه چا له خیانتونو هم پرده پورته کړي چا چې زمونږ د فرهنګ معنوي زېرمې د پردیو او اشغالګرو له خوشالۍ څخه ځارولې.
ډیر د افسوس ځای دا دی چې مونږ همیشه د مادي فرهنګ په زیانمن کیدو ویر کړی خو د معنوی هغه د له منځه وړلو لپاره مو پخپله د دښمن تبر ته لاستی برابر کړی، او همیشه مو د مادیاتو په متضرر کیدو ژړلي، خو معنویات مو په خپلو لاسونو د دښمن پښو ته ایښي، او تل مو په ژبه او قلم د خپل فرهنګ د ساتلو دعوې کړي خو په عملي ډګر کې مو همیشه خپل فرهنګ ته شا کړې.

