کندز پروان ته په ۴ ويکټو ماته ورکړه
03.06.2010 18:02د اتصالاتو په ولايتي سيالۍ کې د دال ګروپ په دويمه لوبه کې نن کندز پروان ته په ۴ ويکټو ماته ورکړه.
پروان پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړل. پروان په ۴۷ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۱۶ منډې یې جوړې کړې.
په ځواب کې یې کندز په ۳۷م اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۹ منډې وکړې او هدف یې په اسانۍ پوره کړ.
سبا ته به د دال ګروپ درېمه لوبه د پکتيا او کندهار ترمنځ ترسره کېږي.