دښځینه زده کوونکو د مسمو موونکو عاملینوهویت ولې نه افشاکیږي ؟
07.05.2010 18:37له تیروڅو ورځو راهیسې دهیوادپه یوشمیر ولایتونواوپلازمینې کابل کې دتیرکال په څیریوځلې بیا دښځینه زده کوونکو دمسمومولوپیښو زوراخیستی .
دتیراپریل دمیاشتې په ۲۱ دکندوزولایت په مرکزکې دیوه ښځینه ښوونځي ۱۲ تنه زده کوونکې اوپه ۲۴ نیټه یې په ورته پیښه کې دبل ښووځي ۴۸ نجونې مسمومې کړای شوې .
دهغه په تعقیب دروانې میاشتې په ۵ نیټه دکابل په دریمې ناحیې کې د دورخانۍ دلیسې د دوتنوښځینه ښوونکوپه شمول ۷ زده کوونکې مسمومې شولې .
په ښځینه ښوونځیوکې دمسومیت دپیښو په تړاوتراوسه یواځې په کابل کې دامنیتي کسانوله لوري ۱۵ تنه شکمن عاملین نیول شوي .
د نجونو د مسومیت پیښې دوه اړخه لري :
یواړخ یې ددې پیښې نامعلوم عاملین اوبل یې دهغوﺉ ددغه جنایت ترسره کولووجوهات اولاملونه ، چې له بده مرغه چارواکې تراوسه نه دهغوﺉ دعاملینو دهویت اونه هم له دې کارنه دهغوﺉ دموخو او اهدافو دافشاکولو په هکله توانیدلي اوداهغه څه دې چې له هرچاسره یې په هکله زیات تشویشونه راپیداکړي.
معمولا ددغسې پیښو پړه ترډیره حده دطالبانو اودولت دمخالفینو په غاړه وراچول کیږي خوترکومه ځایه چې خبره دمعصوموزده کوونکو نجونود مسمومیت په شرعي حکم پوري تړاولري نوپه شریعت کې خو ددغه غیر انساني عمل دترسره کولو هیڅ جواز نشته .
جوازڅه بلکې داکار چې یوه معصومه نجلۍ دې یوازې په دې ګناه مسمومه شي چې هغه عادي تعلیم حاصلوي دټولو انساني ،اخلاقي اوشرعي مقرراتوله مخې ناروا اومحرم عمل دی .
که بالفرض په دغه ښوونځي کې یوه ښوونکې یا زده کوونکې دداسې جرم مرتکبه وې چې شرعا یې مرګ جایزوي هغه بيله موضوع اوبیل یې حکم دی خو یوازې دهغې یوې مجرمې له وجې دنورومعصومو انجونو مسمومول اویادهغوﺉ وژل هغه کاردی چې نه شرعي جواز لري نه اخلاقي اونه حتی انساني اوطالبان چې خپله دشرعي علومو زده کوونکي اودشرعي احکامو پلې کوونکې دي کله هم په داسې ناروا اوانساني ضدعمل لاس نه پوري کوي؛ بلکې هغوﺉ په ډیروهغوولایتونوکې چې دوﺉ ورکې تسلط لري او زده کونکولپاره دزده کړې شرایط مساعد دې دنجونو ښونځیوته اجازه ورکړې تردې چې دخپل تعلیمي کمیسیون دلایحې په ۸۱ ماده کې دنجونو دتعلیم په اړه داسې حکم کړی:
٨١- ټولي هغه ښځينه ماشوماني چه دخپل عمر دکم والي پر اساس دستر کولو او کور کښېناستلو مکلفيت ونه لري، ددوﺉ لپاره دي په مسجد يا مدرسه (مکتب)يا ديوه علمي شخصيت په کورکې داسلامي تعليماتو زمينه برابره شي ترڅو دغه طبقه داسلامي علومو څخه محروم پاته نه شي ،دولايت تعليمي مسؤل دي په دغه ارتباط جدي قدم واخلي .
ښه نوداجنایات څوک او ولي ترسره کوي ؟
ریښتیا هم دا دسوال ځای دی چې ددغو غیرانساني اوغیراسلامي کارونو ترشا کوم مرموز لاسونه اوله ترسره کولوڅخه یې غرض څه دی؟
داسوال په لومړي سرکې دارګ اوبیا دهغوﺉ دمعارف وزارت له چارواکوڅخه کیږي چې له تیرکال راهیسې دمعصومونجونو دمسمومیت لړۍ روانه اوترواسه ورکې په سلګونو زده کوونکې مسمومې شوې تردې چې ډیری یې دمسومیت دحاد والي له امله دفلج اوپه نورو عصبي مزمنو ناروغیواخته شوې .
ایا ددغومعصوموزده کوونکو اولیاء (دهغوﺉ پالونکي اوخپلوان) ددې حق نه لري چې دمعارف وزارت له نا اهله چارواکوڅخه دخپلو اولادونو دمعیوبیت پوښتنه وکړي ؟
ایا تراوسه چې ددغه جنایت تکرار ترلس ګونوځله وواښت دهیوادپه اصطلاح امنیتي ځواکونه بیا هم دهغوﺉ جنایت پیشه عاملینو په نیولوکې پاتې راغلي .
که خبره همداسې وي چې په دوو کلونوکې دعین جنایت ترلس ګونوځله تکرار وروسته بیا هم امنیتي چارواکي ددغوجانیانوپه نیولو اویا دهغوﺉ دهویت په افشاء کولونه وې توانیدلې بیاخونو دغو ځوکونوته دامنیت نسبت کول هغه جرم دی چې دمسومیت تر مجرمینومخکې باید دوﺉ په دغه جرم محاکمه شي .
اوکه ترکاسه لاندې نیم کاسه وي اوددغو په اصطلاح امنیتي مسؤلینوپه حمایت کې دمسمومیت جنایت کاران خپلو نا انساني جنایاتوته دوام ورکوي اوغواړي چې له هره ممکنې لارې خپل افغان تباه کوونکي اوځوروونکي اعمال په مخ بوزي بیادي نو الله دهغوﺉ عاملین اوحامیین دخپل قهر په اورکي ستي اوافغان ځوریدلی ملت دي له شره وژغوري . آمین
دل ظالم بقصد کشتن ماست ـــ روي مظلوم ما بسوي خداست

