د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوبې ته په مکمله توګه متوجه یو

حميد حسن 01.05.2010 13:03

حميد حسن د کرکټ انفو په ويبپاڼه کې ويسټ انډيز د خپل سفر کيسه بيان کړې ده چې د ټول افغان همکار جواد الله شېرزي دلته ژباړلې ده:

 

Img_1674

لوبې ته په مکمله توګه متوجه یو

زمونږله ټولوتیاریو اوسیالیوڅخه وروسته دا لویه خبره ده چی تردی پړاوه راورسیدو اوپه کربین (غرب الهند) کی یو، په خاصه توګه دډیرو ستونزمنو حالاتوڅخه وروسته دلته راوسیدو.

په درجه بندۍ کی زمونږدکرکټ لوبی د لوړیدلو څخه دا څرګندیږي چی هیڅ شی زمونږپه لاره کی نه شی خنډ کیدلای، مګردتیرو دوه اوونیوسیالیو څخه وروسته دغره اورشیندنه رامنځ ته شوه، مونږباید لس ورځی مخکی غرب الهند ته دتمرینونو لپاره رارسیدلی وای، خودالوتکو د نه الوتنی په وجه مونږدغوسیالیوته دتیارۍ په خاطر په شارجه کی پاتی شو، کوم چی مونږته ډیرزړه ماتونکی وو.

زمونږپه تمرینی کیمپ کی مونږډیره توجه دی نړیوالو۲۰/۲۰ اوریزوسیالیوته کوله، مونږیوه غوره روزونکی لروچی کبیرخان دی، ده مونږسره دنویو شارټوپه زده کړه کی مرسته کوله، اوهمدارنګه یی په هغوغوره لارو مونږسره زیارووست په کوموچی به د خطرناکو بیټسمینانو د ګذارونو څخه ځانونه ژغورو.

غرب الهند ته زمونږسفرډیر اوږد وو ترهغی چی دلته راورسیږو موږ په لندن کی یوه دمه درلوده، دازما په ژوند کی دوهم ځل وو چی په بيزنس کلاس کې الوتنه کوم، واقعاً چی زماد اماراتوا لوتکی چوکۍ/سیټونه ډیرزیات خوښ شول، ماډیرخوب ونه کړ، مابه دراتلو نکوورځو په اړه فکرکاوه، همدارنګه می دوه فلمونه وکتل دا زمالمړی ځل ووچی د «اواتار» فلم می وکته، ریښتاهم ډیرخوند می تری واخیست، بله فيلم Night at the Museum و چې ومې کوت. وروسته راته یو چا وویل چی د کرکټ یو تلویزیون په یوپروګرام کې هم راغلی يم، نوکله چی بېرته هېواد ته ستنېږم هغه فيلم به په لاره وګورم.

مونږ ته دا چانس په لاس راغی چی په لندن کی یوڅوساعته وګرځو، London Eye ته ولاړو، که څه هم هلته ونه ختلم ځکه چی زه پخوا هم هلته تللی وم، همدارنګه مونږ ویسټ منسټر اوپیکډلی سرکس ته ولاړو. زمونږبعضی لوبغاړي لندن ته نه وو راغلي، یو یی هم محمد شهزاد دی څوک چی زمونږ بیټسمین دی، ما چی کله هغه ته وویل چی دلته دمځکی لاندی ریل ګاډي هم ګرځي نو هغه هیڅ باورنه کوو، دهغه دا فکروو چی زه ټوقی کوم، زمونږبعضی لوبغاړي پخوا په ریل ګاډي کی نه وو تللي هغه هم دمځکی دلاندی.

په هوټل کی ځيني واقعاً ښه خلک وو، هغوی مونږته د ښه بخت غوښتنه وکړه، له دی نه دامعلومیږي چی دافغانستان کرکټ لوبډله اوس هرڅوک پیژني.

تیره شپه چی مونږناوخته راورسیدو ماډیرکوښښ وکړچی ویده شم ،خودومره وخت نه ووچی مونږاستراحت کړی وای، مونږیو څه مصروفیتونه درلودل، په خاص ډول ما له یو تلویزیون سره مرکه هم درلوده اوزما ډیره خوښیږي هم.

دا مونږته ډیره نااشنا وه چی دی هیواد ته په رارسیدوسره یوه ورځ وروسته بیا تمرینی لوبه وکړو، ما چی کله باولینګ کولوداسی راته محسوسی ده چی دواړه پښی می درندی دي، زه ډیر خفه وم ځکه چی زما د باولینګ تیزوالی ورک وو، مګرزمونږ فزيو صیب راته ډاډ راکړچی دا طبعاُ داسی وي دومره لویه خبره نه ده، انشاالله د مۍ په لومړۍ نیټه به دهندلوبډلی په خلاف بېخي تیار یی، داښه وه چی دوه ویکټی می واخیستی، په ځانګړي ډول په یارکر توپونو باندی کوم چی زما دخوښی بال دی.

مونږنن ډیره ښه لوبه وکړه اوایرلینډته موماتی ورکړه، دوی یوډیره ښه لوبډله لري، اودولت احمدزي داثابته کړله چی هغه څومره ښه بالردی، په ټوله کی زمونږدبیټینګ پیل ښه نه وو، مګرمحمدنبی اواصغرستانکزي دواړوښه لوبه وکړه اودا کامیابي موترلاسه کړه.

که څه هم مو په لیری نړیوالوسیالیو کی برخه اخیستی ده، لکه دنړیوال جام لپاره ډویژنی لوبی، دبیلګی په ډول تیرکال په ارجنټاین کی په ریښتیاهم مونږدنړۍ په دی سرکی ډیری لوبی نه دي کړی که فکروکړو دا یوڅه نااشنا خبره ده مونږچی کله دلته دورځی لوبه کوو، نوپه افغانستان کی دشپی مهال نیمه شپه وي، مګرزه مطمًن یم چی شاید ډیری خلکوبه دا لوبه هم دانټرنیټ له لاری تعقیب کړی وي.

دپنجشنبی په سهارمونږمستقیماُ سانت لوشیا ته ځو، زمونږدژوندلوی ارمان دهندپه خلاف یوستره لوبه ده چی مونږورته په بشپړه توګه چمتویو، له دی نه وروسته به یوسپک غوندی تمرین لرو، اوشایدسباله غرمی نه وروسته لامبوهم وکړو، او د جمعی په ورځ د غرمی نه وروسته مواخري تمرین دی.

زه داژمنه کوم چی د هند سره د لوبی په اړه به ډېر څه ولیکم.

http://blogs.cricinfo.com/btw/archives/2010/04/hamid_hasan_we.php