كابل: تښتول شوي چينايي انجنيران خوشې كړاى شول.
26.04.2010 15:37كابل: درې مياشتې مخكې له فارياب ولايت څخه تښتول شوي 2 چينايي انجنيران خوشې كړاى شول.
يوه بهرنۍ خبري رسنۍ د فارياب ولايت د والي د وياند احمد جواب بدر له خولې وايي، چې درې مياشتې مخكې تښتول شوي 2 چينايي انجنيران يې په فارياب كې د تښتوونكيو له منګولو څخه ژغورلي دي.
همدراز زياتوي، چې نوموړى انجنيران يې له نامعلومو كسانو څخه له تاوان وركولو پرته خوشې كړي دي، خو نوموړي د تښتوونكيو د هويت له څرګندولو څخه ډډه كړې.