د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رهين يوملي شخصيت¡

ليكنه: اتل زلمى 04.04.2010 14:29


د رسنيو په سراسري سيمنار كې ګډون وكړئ او وياړ راپه برخه كړئ.

دا دهغه بلنليك يوه برخه ده چې د اطلاعات او كلتور وزير دكتور سيدمخدوم رهين، درسنيو سراسري سيمنار لپاره چې ټاكل شوېده د روان لمريزكال د-وري په ۱۷-۱۸   په انټر كانټينټال هوټل كې تر سره شي، جوړ كړى دى.

په دغه سيمنار كې چې په غټه كې يې موخه د رسنيو پر وړاندې ننګونې او حل لارې، دي، ښاغلي رهين هم په كې دخپلې ژمنې سره سم چې له ولسمشر او ولسى جرګې سره يې د الله پاك په سپېڅلي كتاب لاس ايښى، چې تېر په تېر، خو دا ځل مې دې په صلواتو، توبه وي چې تعصب ته لمن وهل خو څه چې چاته به كږې هم نه ګورم، ريښتيايې ويلي دي داځل نو په ښاغلي دوكتور رهين كې دګوت نيوي هيڅ ځاى نشته، وايي چې مياشت له اولې ورځې معلوميږي، رهين هم داځل له پيل څخه داسې ګټور سيمنارونه جوړ كړي ، چې د تعصب خو مې دې خداى غاړه نه بندوي هيڅ نښه په كې نشته، بلکې له يو سره دملي يو والي لپاره يوستره او هواره لاره ده.

په دې سيمنار كې يې دهيواد له ګوټ، ګوټ څخه په ټوليزه توګه ۱۴۵ تنه راغوښتي او ښه خبره يې داده چې د ولايتونو ترمنځ يې هيڅ توپير نه دى كړى، قسم يې خوړلى ماته پښتون، تاجك، اوزبك او نور شيان ټول ديوه باغ دمليو په څېر دي او له ټولو ولايتونو څخه يې د برابرې كچې د را واردولو لست برابر كړى، چې تاسو به توپير په كې هيڅ ونه وينئ،له هرات ولايت څخه چې ۱۵ ولسوالۍ لري ۱۵ كسان خو ننګرهار چې ۱۹ولسوالۍ لرې د دې لپاره چې له كاره ونه وځي ۷ كسان يې ورڅخه راغوښتي، پنجشير چې نوى زېږېدلى او ۷ ولسوالۍ لري ۲ كسان يې ورڅخه راغوښتي خو د دې لپاره چې څوك ورته متعصب ونه وايي له كونړ څخه چې ۱۴ ولسوالۍ لري هم دوه كسانو ته يې د تبرك لپاره بلنه وركړې، او دا چې د لس ولسواليو لرونكي دايكنډي ولايت خلك دا ډېر وخت كابل ته نه دي راغلي ۲ كسان يې راغوښتي، خو پكتيكا چې ۱۴ولسوالۍ لري او اوسېدونكي يې له يوې خوا ستونزې نه لري او له بل پلوه په كابل ښاركې يې دوركېدو وېره ورسره ده، هيڅ يې راغوښتي نه دي، اوروزګان هم د الوګان په تول كې تللى،  رهين يې په كيسه كې هم نه دى، كه چاته دا فكر پيدا شي چې له بلخ ولايت څخه چې ۱۴ولسوالۍ لري او ۱۴كسان يې ورڅخه راغوښتي خو له ارام او بې ستونزو كندهار څخه چې ۱۷ ولسوالۍ لري، نه پكې طالبان چاته څه وايي او نه هم بهرني ځواكونه په كې عام خلك وژني ۶ كسان يې راغوښتي ، نو دومره خو اخر وزير صيب هم حق لري، ظالمانو دې ته خو هم لږ پام كوئ كنه .

موږ په دې اړه نور څه نه وايو ډاډه يو چې ښاغلي رهين جان داځل نه تسبې په لاس كنسرټونو كې لاسونه پړكوي او نه هم د تاجكستان نازك بدنوته دعوت وركوي.

ريښتيا كه تاسو غواړئ چې دټولو ولايتونو له برخې څخه خبر شئ، دغه سيمنار ته د دوى لخوا جوړى شوى لست وګورئ او خپله قضاوت وكړئ چې دى څومره ملي شخصيت دى.

او دهيواد د اطلاعات اوكلتور وزير ډاكټر صيب رهين په بلن ليك كې خوغلطي بيخي شته نه، هسې دايو څو ځايه، چې موږ يې لاندې يادونه كړې دا يې قصداً غلط كړي، چې له نظره نشي.

ددې بلنليک په دري برخه کې د رسنيو استازي د ١٣٩٨ ( ديارلس سوه اته نويم ) لمريز کال دوري دمياشتې په ١٧مه او ١٨مه نېټه راغوښتل شوي دي.( خاندئ به نه ګوره! )

که دې ټکي ته پام وکړو ، نو بيا خود ملت استازي رهين صيب ته د باور رايې په ورکولو کې تېروتلي ندي ، ځکه چې ياد وزارت لا د نوي وزير په راتلو سره په ډېره کمه موده کې وکړاى شول ، څو د ٩ کاله وروسته لپاره اوس مهال د رسنيو ، ننګونو او حل لارو لپاره پلان او ستراتيژى جوړوي . مه خرابېږې وزير صيب!!

 

هاخوا ددې بلنليک پر شاه د ټوليزو رسنيو دقانون څلورمه ماده كې داسې کاږل شوې دي :

دولت آزادى رسانه هاى همه گانى را حمايت ، تقويه و تضمين مى نمايد . هيچ شخص حقيقى يا حکمى به شمول دولت و ادارات دولتى نمى توانند فعاليت آزاد رسانه هاى خبرى يا معلوماتى را منع ، سانسور يا محدود و يا طور ديگرى در امور نشرات رسانه هاى همه گانى و معلوماتى مداخله نمايد مگر مطابق احکام اين قانون .

 

د ټوليزو رسنيوقانون په دې ماده کې راغلي دي ، چې دولت او هېڅ دولتى اداره نشي کولى د ټوليزو رسنيو فعاليتونه منع ، سانسور يا محدود کړي. پوښتنه دا ده چې ولى په پکتيکا او اروزګان ولايتونو کې د رابللو لپاره څوک پيدا نه شول ، ايا په اروزګان او پکتيکا ولايتونو کې رسنۍ نشته ، ژورناليستان نشته او که هلته دولت او حکومت نشته؟ ايا دا د مطبوعاتي فعاليتونو يو ډول محدودل نه دي ؟ 

ريښتيا وزير صيب خپه نه شې په دې ولايتونو كې خوڅوك ژوند نه كوي، نو ستونزې به څه ولري!!؟؟