د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښايستو

سعدالدين شپون 30.03.2010 11:31

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د كتاب نوم:

ښايستو

ليكوال:

سعدالدين شپون

خپرندوى:

دانش خپرندويه ټولنه

شمېر:

۱۰۰۰ ټوكه

چاپكال:

1388ل فروري ۲۰۱۰ز

چاپ  وار:

لومړى

ډيزاين:

فهيـم عاطف

I.S.B.N 978-9936-22-019-5

 

د خپرنـدويـې ټـولنـې يـادښـت

 

"ښايستو" د پښتو ژبې د ځانګړي سبك، ليكوال ښاغلى سعدالدين شپون څلورم ناول دى، چې دا هم لكه د ښاغلي شپون د نورو ناولونو په څېر په خوږه اوځانګړې ولسي ژبه ليكل شوى دى.

"شين ټاغى" د شپون صاحب لومړى ناول و، چې خپراوي يې په زړونو كې هيلې راوټوكولې او د دويم ناول "ګټيالي" په خپرېدا هغه راټوكېدلې هيلې لا پسې تاندې او وغوړېدې. د "سمڅې ياران" يې درېيم ناول و، چې خلكو ډېر خوښ او استقبال كړ، اوس يې "ښايستو" څلورم ناول ستاسې ترلاسونو در رسوو.

دانش خپرندويه ټولنه د "ښايستو" خپراوى ځان لپاره وياړ بولي او د ښاغلي شپون د فكر او فن مينه والو ته يې په وړاندې كولو ځان سرلوړى بولي. موږ ددې پر ځاى، چې په كتاب ډېر څه ووايو، پرېږدو، چې ګران لوستونكي په خپله د خپل قضاوت ويناوو په تله كې واچوي او ويې ارزوي.

دانش خپرندويه ټولنه ښاغلي استاد سعدالدين شپون ته ددې كتاب د خپراوي مباركي وركوي او د څښتن تعالى په دربار كې ورته د اوږد عمر او ښه صحت لپاره لاسونه لپه كوي.

 

په درنښت

دانش خپرندويه ټولنه

 

 

چاپځاى:

اسد دانش مطبعه

د څلورمې حوزې څلور لارې، مرواريد هوټل ته مخامخ

ملي ماركيټ، كابل

Cell: 0700-449298/0799-209272

دانش كتابتون، پخته فروشۍ كوڅې ته مخامخ،

احمدي پلازه ،ميوند واټ، كابل تليفون0771144317

www.danishpress.com

Email: danish2k2000@yahoo.com