د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه تروريستان نه دي

مومن امرخېل 23.02.2010 11:50

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

شلمه پېړۍ دجنګونواونقلابونوپېړۍ وه خودځينوملکونواوقومونولپاره دپرمختګ اودترقۍ خودافغانستان اوهغه هم په ځانګړي توګه دلراوبرپښتون لپاره ډېره خونړۍ اودزوال پېړۍ ثابته شوې موږشلمه پېړۍ دپښتون وژنې په نامه نومولى شو پرپښتني سيموباندې چې داړنده اوبې رحمه ،غيري انساني،وحشيانه بمباريوته چې سړي وګوري اوپه دقيقه توګه يې وڅيړي نوسړى حيران شي چې څوک دهشتګردى اول ترهرڅه دمخه بايدداوکتل شي چې دهشتګردي څه تاوايي اودهشتګردڅوک دى که ددهشتګردي مانا دهشت ،ويره اچونه وي په دې سيمه کې خوداټول کارونه همغه خلک کوي څوک چې وايي موږ ددهشتګردۍ په خلاف مبارزه کو پخواخويوڅه خاورېې په ايروګډولې اوبښنه يې هم غوښتله اوس خويې په ځان هم نه راوړي چې داموسړي ووژل که ساروي.دغه پرېکړه ليک چې ولسمشرکرزي دناټوله مشرسره لاسليک کړ چې نوره به خپلسرې بمبارۍ نه کوي پخوايې ولې نه ورسره لاس ليک کاوه اوس به دومره بې کناه ملکي وکړي نه شهيدان کېدل اوکله دوى په خپله ژمنه ټينګ ولاړدې څواونۍ دمخه يې په کونړکې بې ګناه دښونځي شاګردان يې په خپل کورکې دننه يويو په ډزو ويشتل اوشهيدان يې کړل چې بياولسمشرکرزي يودولتي لوړپوړى چارواکى اسدالله وفادپېښې له نيژدې نه دڅېړلولپاره استولى ونوموړي دپېښې له څېړلونه ورسته رسنيوته په ډاګه وويل چې دناټوعسکرو ديوکورڅلورپينځه ځلمي چې دښونځې شاګردان ول وژلي دي . ددې پېښې څواونۍ لا نه وې وتې چې دننګرهارپه رودادو ولسولى کې دمدرسې وړوماشومانوپه وينو ځمکه ولمبه وله سړى ددوى کوم ظلم يادکړي اوس تاسې ووايى چې پښتون دهشتګرد دى که امريکا پښتون په تاريخ کې دهشتګردنه دى پاتې شوى پښتون خوخپله دترهګرۍ ښکاردى که داډول ړنده اوظالمانه بمباري دوام ومومي نه يواځې چې ددولت او اولس ترمينځه به واټن پيداشي بلکې پيلې يې به يې ډېرې دنه زغملووي چې دانه ددولت په ګټه ده اونه دامرېکې سربېره پردې بياهم دشينوارو قومي مشران دولت ته ډاډورکوي چې په سيمه کې به هيچاته اجازه ورنه کړي چې ناامني رامنځته کړي چې دايې يوه وړه بېلګه ده دااولس په سوله اوپه مينه مين قوم دى ددوى په خټه کې دهشتګردي نه ده نغښتې .
همداحلت دلرې پښتنخواهم دى دالقاعدې غړي دپاکستان په اسلام اباد ، کراچۍ اوپه لاهورکې نيول کېږي اوله اورلاندې پښتنې سيمې نيول کېږي پښتانه نيول کېږي پښتانه وژل کېږي اوپښتانه بې کوره کېږي سړى چې دلراوبرپښتون حال وګوري نو په دې ويلو مجبوريږ چې ووايې ، چې دادپښتون وژنې لپار ه په نړيواله کچه جوړه شوې ستراتيژي ده ، چې موخه يې ترينه پښتون وژونه ده که څه هم دامرېکې ولسمشراوباما کرزي ته دټليفون په ليکه په باربارويلي چې پښتانه پردې قانع کړه چې زموږ جنګ دالقاعدې پرخلاف دى نه دپښتون پرخلاف ،دې خبرې ته اوس سړى څه ډول پرتوګ وکړي چې بابا وژنې پښتانه ، ګونتانامودې له پښتنونه ډکه ده ، بمباري کوې پښتنې سيمې په کوردپښتانه ننوزې اوجنګ له القاعدې سره کوې؟ا القاعده خو زوىمړيه تاسې افغانستان ته راوستى موږخواسامه يواځې په نامه پېژانده کله چې پرافغانستان باندې ورس تيرى وکړ همغه وخت تاسې دى افغانستان ته راولېږه چې ورشه جهاد وکړه هلته ښه سړى و او اوس دهشتګرد دى ؟ راځى حقيقتونه راوسپړو امريکا چې وايي مادورس په راپرزولوکې اودافغانستان داستقلال په پار له افغانستان سره څوميليونه ډالره مرسته کړې .خودبه دې کوله ګټه دې پکې و ته داسې زموږله غمه مړوې روس دامريکې سيال و خپله يې نه شوڅملولى پرموږيې څمله و اوخپله يې دسپرطاقتۍ اعلان وکړکه دامريکې سياست دومخى سياست نه وى ولې يې افغانستان يواځې پرېښود دمحمودخان اڅکزي خبره چې کله دې سيال ماته وخوړه تاخوبياافغانستان ته راونه کتل هغه وخت دې افغانستان ته پام شوچې کله د١١سټمرپېښه درکې وشوه بياافغانستان درپه يادشو ته که دافغانستان له غمه مړوى نوله دې پېښې نه وړاندې دې دخيرپه غونډۍ څله سيلونه کول اوافغانستان دې دنړۍ غلوته پرېښودى وه چې هرچاترخپلې وسې چورکړ او اوس تاسې هم ورسره ملګري شوى الله (ج) دې نورپه دې خوار ،محکوم اوغيرتي ولس باندې ورحمېږي امي