مليان او پښتون قام
12.11.2009 07:57تر څو چه د اسلام تعلق دي دا یو پاک او سپځیلی مذهب دي او د هر مسلمان ارومرو په خپل خداې او رسول پوره پوره باور او ایمان دې نو څنګه چه مونږ ټولو تا مالومه دا چه پښتوقام په ټولټاله توګه مسلمان دې او هغه هم سم کلک او ټیکاو، نو دا ضروری خبره دا چه د دې په سياسي،ټولنينز او روایتې ژوند ژواک باندې به د ملا اثر وی. خو ولې دلته دا سوال راپیداکیږی چه آیا دې ملا خپل کردار په ښه توګه او د دين د ښودلې لارې سره سم اولوبولو او کنه؟ ددې سوال د ځواب د پاره که مونږ لږ وروستو لاړ شو او د هند د وېش نه وړاندې د ملا په کردار باندې نظر واچو نو هر څه به روښانه شی.
د هند د وېش نه وړاندی پیرنګي چه یو خوا په ټول هندوستان کښ د پرې جمبې د سیاست اره کېښوده او مذهبی جذبات ﺉ راپارول چه مسلمان او هندو د یو بل نه کرکه شورو کړی نو بل خوا په پښتونخوا کښ دا کار ډیر ګران وو ځکه چه وړمبي خو دلته د خداﺉ خدمتګارو تحریک ډیر لوې خنډ وو او بل پیرنګی تا غټ مشکل دا وو چه په پښتونخوا کې د مسلمانانو آبادی نزدې ۹۲٪ وه او بله دا چې پښتانه غېرمذهبه خپل مېلمانه ګڼي ، نود پیرنګی د فرقو والا چال خو دلته چالیدو واله وو نه، په وهلو ټکولو ﺉ هم تحریک کمزوري نه کړي شو. بیا ﺉ خپل ټول قوتونه راټول کړل سران، نوابان او خان بهادران او د دوﺉ په لاس ﺉ تحریک ماتول شورو کړل خو قام د نرتوب دومره لویه ښودنه وکړه چه دنیا اريانه پاتی شوه.
پیرنګي په دې پوهه شو چې پښتون دوه مشران لری یو دنیاداره او بل دینداره نو چې د پیرنګی مرام تاليسټو سرانو بې ریاسته نوابانو او بې بهادرۍ خان بهادرانو نه تر سره نشو نو پیرنګی خپل مخ د پښتون دینی مشر ته راواړولو ځکه چه ده تا دا مالومه وه چه څنکه د مغلو په دور کې دا پښتون د اسلام په نوم استمال شوي وو.
پیرنګی د هندوستان د تاریخ نه دا زدکړه اوکړه چه اوس د ده عرض د اسلام په نامه په سیاست کښې تر سره کیږی نو ددې کار دپاره ﺉ په ۱۹۳۷ کښې په ابیټ اباد کښې د مسلم لیګ رده د ملیانو په لاس کیښوده خو دلته د هېښده خبره دا ده چې د مسلم لیګ وړومبي صدر د جمعیت العلماء صدر مولانا شاکرالله د نوښار او ددغه جمعیت العلماء سکتر مولانا شعیب د مردان ﺉ صوباﺉ سکتر شو. دلته دا خبره هم ارزښت لري چې تر دغه وخته پورې په پښتونخوا کښ د مسلم لیګ څه تنظیمې اډاڼه نه وه.
داچې د پیرنګیانو د دې پالیسۍ دارومداريواځې اسلام وو نو د خپل عرض دپاره کاپر پیرنګی په بيلو بيلولارو د مسلمانانو دا دینی مشران استېمال کړل او بیا دې درانو او د دینی مدراسو نه فارغه عا لما نو چه په کوم ډول قران په لاس د پیرنګی دپاره خپل ایمان خرڅ کړو هغه زمونږ د تاریخ یو تور ټوک دي.
پیرنګی د ملیانو درې ډلې جوړې کړې په اولنۍ ډله کښې ﺉ واړه واړه ملیا ن واچول او د دوﺉ ذمه وارۍ ﺉ د خانانو او خان بهادرانو په غاړه کړې. دویمه ډله کې ﺉ لږمخور ملیان د ډپټی کمشنرانو او زیات مخوريز ملیان ﺉ د ګورنر په غاړه واچول او هم د دې پالیسې د لاندې خانانو، خان بهادرانو خپل کار شورو کړو. په دې لړ کښې جارج کننګم (د پښتونخوا ګورنر) په خپله ډایرۍ کې د شیرپاؤ د کلي خان بهادر غلام حیدر په هکله لیکې!
د شیرپاؤ غلام حیدر ماته ووې چې هغه د لا ند نیو کلو په ګډون ۱۰\۹ ملیانو په وسيله کار کولي شی، رځړ، کوټ، ترناؤ، تنګې او داسې نور.
کننګم واﺉ چې ما د شیرپاؤ خان ته ووې چې ته به هر ملا ځان ځان له راغواړې او د اسلام خدمت ته به ﺉ تیاروې. څلویښت یا پنځوس روپۍ به ورله ورکوې بیا به ﺉ څلور میاشې پس راغواړې چه څه څه دی کړې دي.کننګم واﺉ چه ما د شیر پاؤ خان له شپږ سوه روپۍ ورکړې.هم دغسې د پیښور او نوښار ملیان ﺉ ډپټی کمشنر سکندر مرزا تا په غاړه کړی وو.سوات بونیر او مردان د سوات وزیر اعظم حضرت علی ته په غاړه وو.او دلته د ملا بېه ۱۵ روپۍ سړی سر د میاشتې وه.
د کوهاټ ملیان د هغه ځاې ډپټی کمشنر شیخ محبوب علی او د بنو ملیان د ۲ تنو په حواله وو یو نواب ظفر علی خان او بل تاج علی خان (د خان بهادر غلام حیدر خان ځوي) د ډیره اسمیعل خان ۳ ملیان، د اما خیلو فقیر، پیر موسی زﺉ او پیرزکوړي ﺉ په ۲ سوه روپۍ سړی سر واخستل او هم دغسې د اپریدو د ملیانو اړیکه پی – اي بیکن سره وه.د باجوړاود مهمندو په سيمه ﺉ د مولوی برکت الله نه کار اخستي وو.دا وو پښتون ملا چه صرف د پیسو دپاره ﺉ خپل پاک اسلام د کاپر پیرنګی په لاس خرڅ کړي وو.
پیرنګي ډیر ویښ وو هغه سره اوس دا فکر شو چه په دې ملیانو خو مونږه پیسې لکه د اوبو لګیا یو خرچ کوو خو چه دوﺉ هم خپل کار کوي او که نه. نو د دې د پاره پیرنګی خپل جاسوسان خواره کړل چه پته اولګۍ چه دا ملیان خپله وظیفه حلالوی او که نه؟
آخرخبر راورسېده چه ملا ډیر په ایماندارۍ د پیرنګی خدمت د اسلام په جذبه په ۱۰\۱۵ روپۍ میاشت کوي. پیرنګي د ملیانو د کار نه ښه خوشاله او ډاډه وو خو ولې ځایې په ځایې ځینی ملیان ډیر لالچیان وو او د هغوې خېټې په لږ څه نه ماړیدې لکه د خیبر عبدالباقی ملا په لږو روپو کار تا تیار نه وو نو هغه له پیرنګی ۱۰۰۰ روپۍ ورکړې ځکه چه د خیبر پی ای واﺉ چه دا ملا ډیر د کار سړي دې.
پیرنګي د مسلمانانوتني د ښمن وو.سلطان ایوبی د وخت نه ﺉ راوخله تر سلطنت عثمانیه د لړنګولوپورې هم دا پیرنګي ذمه وار وو. همدې پیرنګی د مغلو اخري مسلمان بادشاه بهادر شاه ظفر او د هغه اولاد سره څه کانې اوکړې، د هغې نه ټوله نړۍ خبر ده.او بیا دلته ۱۹۳۰ کې چه کوم تېرې او ظلم دې پیرنګیانو په خداﺉ خدمتګارو کړي وو د هغې نه هم دا ملا خبروو خو ولې د ملا نه په دین کار ؤ او نه په مسلمانۍ، نه په قران او نه د رسول الله علیه السلام په مصلا بلکه دغه دین خرڅه ملا خو په پیرنګی په ۱۵\۱۰ روپۍ خرڅ وو.فتوه د پیرنګی او خله د دغه ملا.
مونږ چه ددغه ورځو حالاتو ته ګورو نو داسې ډیر کم ملیان او دینی مشران ؤ چه پیرنګی سره مل نه ؤ. په داسې مشرانو کښې یو نامتو حاجی صیب د تورنګزو، ملا پاونده د مسودو او بل فقیر ایپی په چا چه اسلام او ټول پښتون قام په رښتيا وياړاو فخر کوي.
په پښتونخوا کښ يواځې خداﺉ خدمتګارو د پیرنګی پر زد سنګرونه نیولي وو چه مشر ﺉ ستر باچا خان وو چی حاجی ؤ، مونځ ګوزاره ؤ، اسلامی مدرسې ﺉ جوړه ولې، د پښتون مسلمان خدمت ﺉ کولو خو بیا هم دا دین خرڅ ملا د دوﺉ مقابلې تا راوتي وو ځکه چه دا قام مین خداﺉ خدمتګار د خپل وطن د ازادﺉ دپاره د پیرنګی خلاف وو او دا ملیان د پیرنګی ګوډاګی وو او چی هر څه پیرنګی غوښتل دې ملیانو هغې له اسلام کښ جواز پیدا کولو.
د دې ملیانو په باره کښ کننګم په خپله ذاتی ډایرې کښ واﺉ چی دا ملیان اوس مونږ په هر ځاې هر څنګه او په هره مورچه استعمالولي شو.نو ځکه دې ملا د پیرنګی د پاره د اسلام پاک نوم استعمال کړو او پښتون قام له ﺉ په دې سپځیلې نوم دهوکه ورکوله او هم دغه کردار ﺉ تر ننه پوري راروان دي.
د هندوستان د تقسیم نه پس په پاکستان کښ هم د دې ملا کردار څه بدل نه شو بس هغه د پښتو متل زوړ امام زړې تراوي،مالک ضرور بدل شو پیرنګي لاړ خو د ملا دین خرڅول له هغسې روان دي.
د ایوب خان په دور کښ چه کوم صدارتې انتخابات شوې وو په هغې که هم ایوب خان د دین دنیا دواړو نه پوره پوره ګټه تر لاسه کړی وه او دلته هم دغې دین خرڅه ملا د خپل نوې آقا دپاره هر روا ناروا روا کړل. چونکه دغه وخت د یوامر خلاف ټول اپوزیشن د کمباینډ اپوزیشن پارټیز په نوم راغونډ شوي وو نو د ایوب خان یو اخستی شوی ملا دا اعلان اوکړو چه هغه تا کشف شوي دي چی کمباینډ اپوزیشن پارټیز تا د خداې خوشنودی نه ده حاصله همدغسی څه نورو ملیانو دا فتوه ورکړه چه په اسلام کښ د صدارت دپاره د ښځې نامزدګی روا نه ده.و خو که بل اړخ تا اوګورۍ نو فاطمه جناح د اپوزیشن نه د صدارت امیدواره وه او په کمباینډ اپوزیشن کښ نظام اسلام پارټی او جماعت اسلامی غوندې دینی جماعتونه وو خو بیا هم دغي دین خرڅ ملا د اسلام په نوم خلکو ته دهوکه ورکوله.ددې نه پس ﺉ د یو بل ډکټیټر د اسلام په پاک نوم پوره پوره مرسته اوکړه او بیا وروستو خلکو اولیدل چه جنرل ضیاء ۱۰ کا له د ملا په مرسته قوم سره څومره لویه ټوکه اوکړه. خیر دملا کردار خو دومره خیرن او بدرنګه پاتې شوي دي که ډیر څه په اووﺉ اولیکې بیا هم کم دې>
نو څنګه چه مخکښې ذکر اوشو چه په پښتون اولس کښ د اسلام جذبه د نورو قومونو په نسبت ډیره زیاته او ژوره ده نو دغه وجه ده چه دلته ملا خپله لوبه په بر مټ اوکړه او پښتون قام ﺉ د قران او رسول په نوم ښه په اسانه دهوکه که او ددې مثال مو نږ د ۲۰۰۲ انتخاباتو کښ اولیده چه ملا صرف په پښتونخوا کښ د قران په پاک نوم باندې ووټ اوګټه او پښتون اولس سره ﺉ د شرعې قانون وعده اوکړه خو بیا خلکو اولیدل چه څنګه د دې سیاسی ملا رنګ بدل شو. نه اسلام یاد وو او نه اسلامی نظام که یاد وو نو صرف اسلام اباد او بیا مونږ دا هم اوکتل چه څنګه دې ملیانو پرویز مشرف غوندې ډیکټیټر له لاس مضبوط کړل او شا په شا ﺉ ورله هر روا ناروا کار کې مرسته اوکړه ځکه چه تاریخ ددې خبري ګواه دي چه ملا تل دوه مخي پاتې شوي دي د خلکو مخکښې یو شان د خپلو اقاګانو مخکښې بل شان د خلکو ړواندې اسلام اسلام د اقاګانو ړواندې غلام غلام.
لیک شاهد زمان خان ایډوکیټ لرې پښتونخوا (صوابۍ )
کلي کلابټ.
سر چینه
باچاخان او خداﺉ خدمتګاری (ولی خان)
شهاب نامه (قدرت الله شهاب)

