يو شمېر کانديدان په ولايتونو کې ټاکنيز کمپاين ته وتلي دي
30.07.2009 11:15يو شمېر کانديدان بالاخره له کابله وتلي او په بېلابېلو ولايتونو کې کمپاين کوي.
رمضان بشردوست چې د ټاکنيز کمپاين له بهيره لږ وروسته له کابله ووت تر ټولو کانديدانو په ډېرو ولايتونو کې ګرځېدلی او دا مهال په ارزګان ولايت کې دی. نوموړی تر دې دمخه لوګر، پکتيا، ننګرهار ، پروان او باميانو ته هم تللی دی.
ميرويس ياسيني پس له هغې چې په ننګرهار کې یې کمپاين وکړ په خپله د هرات ولايت ته تللی ، پرون او نن هلته غونډې کوي. نوموړی تر دې له مخه کاپيسا ته هم تللی دی.
ډاکټر اشرف غني احمدزی د ننګرهار په ولایت کې نن غونډه لري او پخپله ورته وينا کوي. تر دې دمخه نوموړی هرات، او پروان ته تللی دی.
حامد کرزی بيا دا مهال په تاجکستان کې په یوه غونډه کې برخه اخلي . د ټاکنيز کمپاين په بهیر کې يواځې کندهار ته تللی دی.
عبدالله عبدالله چې د ملې جبهې او د شمالي ټلوالې کاندید دی تر هر چا ډېر په شمالي ولايتونو کې کمپاين کوي. نوموړی دا مهال په باميانو کې دی او پرون یې هلته غونډه درلودله. نوموړی ننګرهار او پکتيا ته هم تللی دی.
شهنواز تڼی هم له کابله وتلی او نارامه ولایت هلمند کې کمپاين کوي.

