د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شاعر او ليکوال نوراجان بهير بيګا شپه د بهرنيو ځواکونو له خوا نيول شوی دی !

خوستوال 03.06.2009 06:50

له خوست نه ټول افغان ته رسيدلي خبرونه وايي چې بيګا شپه امريکايي ځواکونو د نوراجان بهير کور په ګيره کې اخيستی ، پخپله نوراجان بهير اود هغه څو تنه وروڼه يې له ځان سره بيولي دي .

نوراجان بهير د روان ادبي بهير يوه وتلې څيره ده چې په خوست کې دپولې د دواړو خواو د قبايلو له پاره د يوې نشراتي موسسې ( پکټ راډيو ) چې په پيښور کې د جان بټ له خوا يې چارې پرمخ بيول کيږي، مسول هم دی .

 په خوست کې شاعران او ليکوالان باور لري چې نوراجان بهير بيګنا دی او هيله لري چې ژر تر ژره خوشې شي.