د غبرگولى له ۱۱ نيټې څخه به پښتون پوسټ خپرېدل پيل شي
21.05.2009 12:08 د (پښتون پوسټ) په نامه پښتو ورځپاڼه به د ۲۰۰۹ ز کال د جون د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه چې ۱۳۸۸ لمريزکال د غبرگولى له ۱۱ نيټې سره سمون خوري له پېښور څخه خپرېدل پيل کړي.
د پښتون پوسټ له خوا ټول افغان ته په یوه راغلې خبر پاڼه کې د پښتون پوسټ د خبري څانګې مشر ژورنالیست فضل قادر انډيوال ویلي دي چې د پښتون پوسټ چيف ايډيټر به ژورنالېست محمد اشرف ډار وي او د پاکستان د څلورو ايالتونو، او په افغانستان کښې د ميشتو خلکو دپاره به په دې ورځپاڼه کې د سيمې په کچ سياسي ، ادبي، کلتوري، ديني، او ټولنيزې ستونزې څېړل کيږي او ورسره به د نامتو ليکوالو،فرهنگپالو،سياستوالو،علماؤاندونه د کالم او ليکنې په بڼه خپريږي او په ځانگړې توگه به پښتون ولس ته نوي،تازه او تاوده خبرونه وړاندې کوي .
دپښتون پوسټ ورځپاڼې پته او اړيکې په لاندې ډول دي.
پته،دفتر: (پښتون پوسټ ورځپاڼه پېښور) د سټي يونيورسټي
تر څنگ نشترآباد پېښور .
ايمېل :
Pakhtoonpost@gemail.com
تيلېفون :
2-0912581750
فيکس :
0912581753
03219198062
03219852235

