د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خوست کې نن يو ځل بيا هم ځانمرګي بريد شوی

13.05.2009 09:24

په خوست کې نن يو ځل بيا د بهرنيو ځواکونو د اډې په دروازه کې د موټر په وسيله  ځانمرګی بريد شوی دی .

ناټو ځواکونه وايي دغه بريد کې چې نن سهار په اوو بجو شوی  اووه تنه ولسي وګړي وژل شوي او 21 نور ټپيان دي .

دغه ولسي وګړي هره ورځ  د بهرنيو ځواکونو اډې ته د کار او مزدورۍ په اميد راتلل.

ويل کيږي  چاودنه  د کرولا ډوله موټر په وسيله د خوست ښار په (صحرا باغ) نومې سيمه کې تر سره شوې ده

تېره ورځ هم د خوست په ولايت کې پر يو شمېر دولتي ودانيو ځانمرګي بريدونه شوي و چې زياته مرګ ژوبله يې اړولی ده .