د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شف شف نه، شفتالو

محمد زبير شفيقي 04.03.2009 13:10

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

تبصره ،ليلا خرم : -شف شف نه، شفتالو!) د حقايقو زرين ځنځير، يوه بي سارې ډالۍ)دهېواد د نوميالي او وطنپال ليكوال او ژورناليست ښاغلى شفيقي د سياسي- ټولنيزو طنزي مقالو ټولكه په لاس راغله چې په خورا ښكلي قطع او صحافت نوې د كتاب په بڼه چاپ شوې زه هم پرته له دې چې لومړنيو پاڼو ته يې پام وكړم په كتاب كې د بيلابيلو مقالو په لوست بوخته شوم هغه مقالې چې كثريت يې د (ويسا) په معتبرې ورځپاڼې كې لوستې وې خو نن يې بيا لوستل راته نوى وو او بيخې مې د تكرار احساس پكې نكاوه، هر عنوان او هره مقاله د خپل ترخه طنز په ژبه زموږ د خوار- جنګ ځپلې ولس ژوند او دهغو د شيبو شيبو كړاوونو، ناتوانيو له هغوى سره د شويو او كيدونكو نادودو، خيانتونو او ناكردو يوه رښتيانى وياندويي كوي.

د عناوينو د سلسلې پيل او پاى هم د خپل وخت او زمان د حوادثو پر بنياد ډير جالب او عجيب راغلى، لومړۍ مقاله (واه، واه ديموكراسي) نومېږي او بيا وروستى مقاله يې عنوان لري (سپيره تندي) چې د (بن) د پروسې او زموږ د خوار ولس اوه- اته كلنې هيلې، احساساتو او خوشباوريو څخه بيا د دوى تر اوسني واقعې حالته پورې چې رښتيا يې هم تندي سپيره دي غځيدلي.

په دې ترڅ كې مې سترګې يو وار د كتاب لومړنيو پاڼو ته واوښتې او د (ډالۍ) پاڼه مې ولوسته چې محترم ورور ښاغلي شفيقي دا درنه ډالۍ پر ما هم لورولې وه او كتاب يې ډالۍ كړى ؤ ددې كرښو په لوستو دومره خوښه شوم چې بيانول يې ګران دى خو هلته يې چې زما ګوډې ماتې ليكنې د نورو نومياليو ليكوالو په شان د خپل فكر، قلم او قدم په پياوړتيا كې موثرى بللي زه يې منلى نشم ځكه زما ليكنې د ادب او پوهې د عالي مقام نه ډير ټيټ يوازې زما د زړه د دردونو او د فكر د انګيرنو نيمې نيمګړى رايستنې دي او زه د ښاغلى ليكوال په شان د ټولو متعهدو مسلمانو- افغانو خويندو وروڼو ليكوالو د پښو خاورې يم او دا بې له شكه د ښاغلي شفيقي مهرباني او پيرزوينه پر ماده چې زما ليكوالى يې هم د يادون وړ بللې، دا پخپله ماته ستر وياړ دى او زه دا ستره ډالۍ د سر په سترګو منم خداى دې يې دا رښتيا پال قلم همداسې تاند، هڅاند او توانمن لري او خداى (ج) دې (د ويسا) اعتماد چې زموږ د ټولنې په دې پيسليو او بد حاله رسنيو كې يوازينۍ د ډاډ او باور تكيه ځاى دى همداسې ثابت او پايدار لري. زما هيله د ښاغلى ليكوال نه داده چې په (ويسا) كې د (شف شف نه، شفتالو) سلسله همداسې بيرته له سره پيل او جارې وساتي او كله يې هم غوڅه نكړي.

په دې مقالو كې د رښتيا ويناوو او پيشګوئيو يو څو بيلګو ته اشاره به چې په تيره د نن ورځې د ځانګړو حالاتو سره سمون لري، ددې ښكلى او با ارزښته كتاب د ژورې محتواو ښكارولو دپاره هومره بد هم نه وي. د بيلګې په توګه نن ورځ چې كوم حالت د ښاغلى ولسمشر دى او ځينې كورنۍ رسنۍ د بهرنيو مغرضو رسنيو په پيروي او ړوند تقليد د هغه په باره كې څه ليكلى او څه وايي (كه څه هم دا دوې ورځې لار ترې وركه ده) د هغې ډير جالب اغيزمن او خندني اصلي مفهوم د (ګازرې او ډنډې) په مقاله كې بيان شوى هلته چې په پاى كې يې ليكي:

(ته په دې اړه د ولسمشر كرزي برخه ډيره خواره ښكاري، سره له دې چې په واك كې دى نړۍ يې تر شا ولاړه ده او ولس ورته رايه وركړې ده خو خبره سرچپه ده هغه سره له دې چې په ارګ كې دى له ګازرو محروم دى، وياړونه، نعمتونه او ښه نومونه دده د يارانو دي، د ادارې نظام كمزورۍ، غلطي او درغلي بيا دده برخه ده د خولې چالاكى ده (انتر منتر چف). ولسمشر ته چې دې لوبو چل نه ورځې په رڼو سترګو ورته ګوري چې ګازرې نور ترې نوش جان كوي او وچ لرګي او نورو نه يې ده ته پاتې دي) دا مقاله ښايي څو مياشتې يا كال مخكې ليكل شوى وي خو د ښاغلى كرزي اوسنى حالت ډيره ښه پكې بيان شوى.

يا د يوې بلې مقالې په آخر كې چې (د ډيموكراسي او قانون جګړه روانه ده) نوم لري ليكي:

((دلته كه د كمونيزم سره بيرغونه اوچت شول د كور، كالي ډوډۍ پر ځاى يې ولس ته ګور، كفن او مرګونه راوړل، د اسلامي حكومت او امارت له شعار سره د عمري عدل او اسلامي ورورولي پر ځاى د كوتك، چور او لوټ خبره توده وه او چې د ډيموكراسي وږمې را خپرې شوې له قانون سره غاړه نه وړي، تر ډيره حده بې جلبه ده چې زموږ د ولس مزاج ور سره نه لګي نه پوهېږو چې ستونزه چيرته ده؟ ددې نظامونو او شعارونو بركت ولې عام ندى؟ يا د (توپير چيرته دى)؟ ....