د دولت سوړ هرکلی که د ملي وحدت مخنیوی!!
03.02.2009 21:37سره د دې چې د افغانستان د ورزش په تاریخ کې د کرکټ د ملي لوبډلې بریالیتوبونه بي ساري دي، خو يه هېواد کې ورسره د مور میرې چلند دوام کوي. ددې سوړ چلند وجې هم معلومې دي او مسولین یې هم معلوم دي. وجې یې ړوند تعصب او د مسولیت نه احساس او مسولین یې دولتي چارواکي، رسنۍ او مدني ټولنې دي.
په ورزش کې بریالیتوبونه په نړۍ کې د ژوندو ولسونو نومونه نورو ژوندو ولسونو ته ورپېژني او د ملتونو نومونه په تاریخ کې لیکي. زموږ په وطن کې (په دولت، رسنیو، او مدني ټولنو کې) داسې ډېر دي چې د افغانستان د نوم سره جوړ نه دي. نه غواړي د افغانستان نوم ته دې نور ولسونه احترام ولري او د تاریخ په زرینو پاڼو کې دې ولیکل شي. دوی د افغانستان سره کینه لري او یواځې د خپلو توکمونواو مذهب د خدمت دپاره ځانونه ستړي کوي. دوی ته دا خوند نه ورکوي چې د کرکټ لوبغاړي دې د هېواد جنډه په غاړه د کرکټ په لوبغالو کې منډې ووهي . نو ځکه وینو چې د خپل توکم د لوبغاړو سره د مور او د ملي لوبډلو سره د میرې چلند کوي.
د ملي لوبډلو څخه مې مطلب یواځې د کرکټ لوبډله نه ده. څه موده مخکې د هیواد پهلوانانو په آسیايي لوبو کې مډالونه واخیستل، د هغوی سره هم سوړ چلند وشو. تاسو ډېر به خبر هم نه یاست چې ګنې زموږ پهلوانانو په آسیايي لوبو کې مډالونه اخیستي.
د مور میرې د چلند ښه نمونه داولمپیک د مډال ګټونکی روح الله نیکپا سره یو رنګ، او د کرکټ لوبغاړو او پهلوانانو سره بل رنګ چلند دی. روح الله نیکپا (چې هغه هم زموږ فخر او د سر تاج دی او په خپلو لیکنو کې مو ونازاوه) نازول کېږي، هوایي میدان ته د ولسمشر مرستیال، وزیران، معینان، رییسان، مدیران، مامورین او حتی چپړاسیان هرکلي ته ورځي، په کابل کې ورته د دوه- درې لکه ډالرو کور ورکول کېږي، نغدي مرستې ورسره کېږي، ولسمشر ورته لوړترین نښانونه ورکوي. نورو ملګرو یې چې یواځې د اولمپیک په لوبو کې برخه اخیستې وه او کومه لاس ته راوړنه یې نه لرله هم نازول کېږي. پیسې او مډالونه ورکول کېږي. خو له بلې خواد کرکټ د اتلانو هرکلي ته حتی یو دولتي چارواکی هم نه ورځي! دا خو لا پرېږده، لوبډله مو د ۲۰۰۰ ډالرو د نه لرلو له وجې جامې د ارجنټاین د هوایي ډګر په ګمرک کې پرېږدي او په رنګارنګ یونیفارم کې لوبه کوي، د مصرف د نه لرلو له وجې د دوبۍ په هوایي ډګر کې په ټرمینل کې یخې شپې کوي. د پهلوانانو څخه بېخي څوک خبرېږي هم نه!
ځیني نور چارواکي، چې د تعصب په رنځ دخدای (ج) فضل دی نه دي اخته، د بې مسولیتۍ په رنځ اخته دي. کله کله خو خپلې دندې هم نه پېژني. د کلو او پراختیا وزیر یوسف پښتون، مخکې له دې چې هر لوبغاړي ته په کابل ښار کې په یو دولتي ښارګوټي کې د یو یو اپارتمان د ورکولو ژمنه وکړي، د دې وضعیت تعریف د شمشاد تلویزیون په نمانځنغونډه کې ډېر ښه وکړ. ویې ویل چې د کرکټ د لوبډلې سوړ هرکلي ثابته کړه چې "موږ اوس هم بې نظمه ولس یو". نوموړي وویل چې د لوبډلې هرکلي ته ورتللو خو خبر نه شو چې دوی څه وخت راځي. دا په ښه توګه دا زباتوي چې په هیواد کې د ورزش، رسنیو او ځوانانو چارواکو، رسنۍ (بې له شمشاده ، ځیني انټرنیټي پاڼو او د بي بي سي رادوی) او مدني ټولنې په درانه خوب ویده وې.
رسنۍ خو لکه د چا لخوا چې یواځې همدا دستور ورکول کېږي چې بې له سندرو ، سازونو او هندي فیلمونو دې نور څه نه خپروي.
د نادر خان کټوازي خبره، ټولې مرستې په ورکشاپونو ولګېدې، په هر ورکشاپ کې وزیران حاضر وي. خود ورزش، رسنیو او ځوانانو د امورو چارواکي او مدني ټولنو دومره ونه کړل چې د کرکټ اتلانو د هرکلي دپاره مخې ته ورشي، په دولتي رسنیو کې يې د راتګ نېټه اعلان کړي او د دولت نورو لوړپوړو چارواک غوږ ته يې ورسوي. دوی لکه چې په دې تمه و چې د هرکلي تابیا به د ولسمشر دفتر، یا هم د داخله او بهرنیو چارو وزرات کو؟! که داسې یې کړي وي نو بیا يې دبې مسولیتۍ ښه شاټ وهلی او د کرکټ په اصطلاح یې شپږمنډې یا سکسه وهلې ده.
خو د دولت د سوړ چلند سره سره، زه د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو او اداري چارواکو عزم ته حیران یم. په خپل بري خوښ دي او د ټول ملت فخر یې ګڼي. وګورئ نوروز منګل کابل ته له رسېدو وروسته د اشنا تلویزیون ته ویلي چې " ډیره غټه کارنامه مو لاسته راوړي ، دا د هیواد د خلکو لپاره ډېره غټه لاسته راوړنه ده". رښتیا چې ډېره غټه لاس ته راوړنه ده، په ځانګړې توګه په داسې هیواد کې چې ناکامي په کارونو کې اصل او بریالتیوت استثنا وي.
د لوبغاړو مورال لوړ ښکاري او داسې نه ښکاري چې د دولت سوړ هرکلي به پرې تاثیر کړی وي. ځکه دوی ځانونه په افغاني غروور سمبال بولي او په خپله زړورتیا فخر کوي. د اشنا تلویزیون ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانانو د کامیابۍ راز په څه کې دی، نوروز منګل وایي: زموږ زلمیان افغانی غرور لري، زړور دي. او بله دا چې ملت د دې اتلانو تود هرکلی وکړ. موږ وکتل چې د شمشاد د تلویزیون په نمانځنغونډه کې دلوبډلې دومره ګرم هرکلی وشو چې د پروګرام په اخر کې شمشاد هوډ وکړ چې د مرستو د راټولولو او لوبغاړو ورکولو ته بله غونډه راوبولي.
دکرکټ لوبډله لوړ عزم او عالي همت لري، ځکه یې زه د راتلونکې په اړه انديښنه نه لرم.
داسې ښکاري چې د کرکټ ملي لوبډله تصمیم لري چې د ولس د اعتراف او قدردانۍ څخه وروسته خپلو بریالیتوبونو ته دوام ورکړي او یوه ورځ د افغانستان په یو څو وزیرانو نه بلکه په ټولو چارواکو هم خپل بریالیتوبونه په رسمیت وپېژني. د ښاغلي احدي صیب په اعتراف چې په باسکټ بال، بیسبال پوهېږي او اوس مجبور دی چې د کرکټ په لوبه هم ځان پوه کړي.
زه په اخر کې د کرکټ فدراسیون او لوبغاړو ته یو پیغام لرم: نن مې په اول ځل په انګلیسي الجزیره تلویزیوني چينل کې د افغانستان د جګړو د رپورټ پرځای ستاسو د بري رپوټ ولید. تاسو د افغانستان په داخل کې ملي وحدت ټینګوئ او د ولسونو په تاریخ کې د افغانستان نوم لیکۍ. خلک مجبورېږي چې ستاسو له بریالیتونو وروسته د افغان قدر وکړي. موږ (ولس) او افغانستان تاسو ته اړتیا لرو. زموږ سر لوړ کړئ.

