د سيدجمال فاطمي لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل / نورخان مفتون

د لرې اشاره کوه لنډ مۀ راځهلږه حوصله کوه لنډ مۀ راځهزۀ به درنه ځان لوګی لوګی کړمهرقيب لره غوسه کوه لنډ مۀ راځهلرې نه مسکی شه وايه ستا يمهپۀ سپينه خولۀ وعده کوه لنډ مۀ راځهکوڅې لره زمونږ راشه ديدن وکړهاواز د بنجاره کوه لنډ مۀ راځهګودر ته چې راووتم مفتونه زۀپټه ننداره کوه لنډ مۀ راځه

25.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

غزل / صفت الله کړاؤ

لرې ګلاب لرې غونچې شونډېلکه د اور لمبې لمبې شونډېډېر زړور پۀ حجرو مۀ ګرځېږهڅوک به دې وخوري ياره سرې شونډېخلک لۀ سترګو نه ټڼډارې وهيما ته دې جوړې کړې نخرې شونډېنن پۀ نشه کې درته وايمه چې :کۀ راته را دې کړې وړې شونډېچې دوه پۀ دوه وو لۀ خندا ډکه

22.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

نور به ګرځووم لۀ خلکو نه يار پټ پټپيدا کيږي د لستوڼي ښامار پټ پټڅوک به ستورو څوک سپوږمۍ کې جانان ګوريزۀ د لمر وړانګو کې وينم دلدار پټ پټد بڼو لښکر يې ما سره ولاړدیرقيب سوځي د کينې پۀ انګار پټ پټښکاري غشي لېنده واخلي ښکار ته دروميدارانغاړي خپلو سترګو کې ښکار پټ پټپښتون هر وخت پۀ ټټر ګذار خوړلیرذيلان کوي پۀ خلکو ګذار پټ پټد جنون او لېونتوب خاموشه مرګه !يوه ورځ خوفاطمي کړه پۀ دار پټ پټ

21.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

د ګل محمد ياري يو ښکلی شعر

ټوټې ټوتې پاس پۀ ځــــــــــــــيګر يمه زۀ ظالمې ويشــــــــــــــــــــــتی پۀ ټټر يمه زۀ د مينې لږ ديدن خو راکــــــــــــــړه ګرانې پۀ زړۀ زخـــــــــــــــــــمي پرهر پرهر يمه زۀ ښکلی ښايست مې پۀ او

20.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

د صفت الله کړاؤ يو ښکلی شعر

ددې چم جينکۍ چې د ځوانۍ تر پولو ورسي کم عقلې پۀ بدرنګ هلک زړۀ وبايلي چې ځوان شي ، پۀ مخ برېت شيشه کې وګوري چکرې شي ، پۀ ډنګ هلک زړۀ وبايلي حيران يمه چې کوم بابا ښېرې دې ورته کړي

19.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

د پکتيا پوهنتون دکرکټ لوبډلې انځورونه

17.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

غزل / صفت الله کړاو

چې کله شړک شي بنګړي شور واخلي زما د زړۀ زخم ټکور واخلي تۀ چې رقيب سره شې غاړه غټۍ زړۀ مې لمبه لمبه شي اور واخلي هر څه نه تېر يم خو رقيب دې واوري! خدای که جانا

17.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

د شمس الدين کاکړ يو ښکلی غزل

يــــــــو وار ما واخيستې پښــــې د خپل نګار چې مې رنګ کـــــــــړای پۀ نکــــريزو ګل انار تۀ ويده وای ما پۀ درســـــــته شـــــــــپه کولې باري ســـــــــــــتا پۀ باب دعــــــــــا هــزار هــزارکۀ يې يو ځله پر ســـــــــــــــر ورباندې کښېنې <

17.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

ټپيزې / سيدجمال الدين فاطمي

دا چې لۀ لرې پۀ خندا ده رڼا، رڼا ښکلا، ښکلا ده لۀ ډېره کبره پۀ هوا ده دا نازولې لور د چا ده؟ پۀ لاره ځي د خلکو زړونه تښتوينه. ***

14.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

غوره بيتونه - دويم

د ودانۍ اميد له هر چانه کېدلی نشيله خاورو ګټو ښه کورونه معماران جوړوي چې انساني رڼا پيدا شي په مغزو کې د چاهغه کوښښ کړي په عالم کې انسانان جوړوي ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظواړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

14.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

ټپيزې / عبدالولي خزان

 پۀ بشرونو کې بشر يې زړۀ ته را تېر يې معتبر يېلۀ سپوږمۍ ستورو بختور يېکور دې اسمان تۀ پۀ کې لمر يېافتاب پرست پۀ  شانتې مخ درپسې وړمه ***  دستا پۀ مينه کې برباد يمټوله شپه ويښ يم پۀ فرياد يمپۀ غرو رغونو کې اباد يمدستا به هېر کۀ به دې ياد يمزۀ چې قدم پۀ قدم ږدم تا يادومه

14.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

تاو شمه راتاو شمه شعر وليکمبس چې لږ وزګار شمه شعر وليکمستا دښايسته حسن ننداره وکړمزلفو کې ايسار شمه شعر وليکمستا لۀ خوا چې راشي جنتي هواټول بهار بهار شمه شعر وليکمګرځمه يارانوسره لاس پۀ لاسيو دم لاس پۀ کار شمه شعر وليکمزۀ فاطمي يار سره پۀ خوب کې يمخوب نه چې بيدار شمه شعر وليکم

13.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

غزل / عبدالمالک ستانيکزی

نن خو به زړۀ کې زما کور واړوېما به سبا پۀ لوی پېغور واړوېمخ پۀ زوال مازيګري وويل :په ما به هم د ماښام تور واړوېګوره د دې بوسو پۀ ما باندې بيانۀ احسان واړوې نۀ پور واړوېد زړۀ خبره دې ان خولې ته راشيخو سمدستي يې پۀ بل لور واړوېد ستانيکزي دا عادت نۀ خوښيږيپټه خبره چې پۀ شور واړوې

12.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

نښــــــــتر / ګل محمد ياري

 ټولو ونو کې نښــــــــتر مې ډېر خوښيږي پۀ ښايسـت کې خپل دلبر مې ډېر خوښيږي د ســــــــــــــــــهار زرينو وړانګو ته سلام دی پۀ زړۀ وايم مازديګر مې ډېر خـــــــــوښيږي

12.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

غزل / صفت الله کړاؤ

زړۀ مې ناقرار شولو چې مخې ته مې ودرېدې تېر لۀ هر يو کار شولو چې مخې ته مې ودرېدې ده د جدي مياشت خو ساقي دې ته دې حيران کړمه! څۀ رنګه بهار شولو چې مخې ته مې ودرېدې نه ، نه کافر نۀ شومه زۀ خدای ته پۀ سجده ومه

12.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

غزل / عبدالمالک ستانيکزی

خدايږو چې ما او تا به شو رسوا د کلي منځ دهنو مۀ راکوه غاړه وه ليلا د کلي منځ دهد دوه شېبو وصال شي هسې نۀ پېغور د عمرغماز به لۀ کوم خوا شي راپيدا  د کلي منځ دهنور بس کړه ناقدجانه! لۀ تنقيد نه دې مننه!خپل عيب د ولو منځ ده د بل چا د کلي منځ دهپۀ ګوتوکۀ مې دلته دښمن هم راشي ملګرومېلمه مې دی پښتون يمه زما  د کلي منځ دهد تګ اجازه ورکړه ستانيکزي ته خوږه يارهراغلی ستا ديدن ته دی پۀ غلا د کلي منځ

11.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

يو زۀ نۀ يم چې زما سترګې ور اوړيلېونۍ ته د هر چا سترګې ور اوړيخپلې سترګې پۀ سختۍ ترې بل خوا واړومنۀ صبريږي او بيا ، بيا سترګې ور اوړيجادوګر نظر يې دومره اغېزمن دیچې دشېخ او د ملا سترګې ور اوړيمور ته وايه سپېلني درته لوګی کړيدا ستاسترګو ته بلا سترګې ور اوړيفاطمي چې وي اخته د سترګو جنګ کېدغۀ وخت کې د دنياسترګې ور اوړي

07.07.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

غوره بيتونه - لومړی

تو لعنت په هغه چا شــــــــــــــــــه چې د قام سوداګري کا د پنځـــــــــــو پيسو لۀ پاره د اغيارو نوکـــــــــــــــــري کا خدايه هسې زوی لوی مه کړې د پښتون په کورنۍ کې چې لۀ ننګه بې خـــبر وي او دښــــــــــمن پرې باداري کا

27.06.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

ځواني / ګل محمد ياري

  د ســــــــــــــړي قدر څومره کم شي چې ځواني تېره شي لۀ خــــــــــــوشاليو نه جوړ غم شي چې ځواني تېره شي

17.05.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

غزل / صفت الله کړاؤ

څۀ عجيبه ده پۀ تا ګران شومه زۀ لېونی دې هم جانان شومه پۀ ډک محفل کې چې راغاړې وتې جانانه ډېر درته حيران شومه ما ته غوسه چې شوې رقيب وخندل زه خو پۀ دې درسره وران شومه

11.05.2010 – سيدجمال الدين فاطمي

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more