د سيدجمال فاطمي لخوا خپرې شوې لیکنې


نظم / مطيع الله تراب

د ژوند را پېښه مو په خپلو اوږو بار پرته ده خدای خبر نور مو تر مخ څومره اوږده لار پرته ده د ستړو خدايه بې وصيت او بې ليدنه لاړو  بې جنازې له غسله پاتې بې کفنه لاړو غربت څټلي يو د هجر په اوږدو کې اوسو

04.09.2011 سيدجمال الدين فاطمي

غزل / ډاکټر نيازمحمد عادل

تۀ چې وعدې مياشتې کلونه نيسې دا مې پۀ تن پـــورې اورونه نـــــيسې دا دې عادت دی او که ما ســـوځوې ګورې پۀ شا مخ ته لاســـــــونه نيسې مــــا به هـــمزولو کې  بدنامه کړې تۀ راته پۀ لار کې چې ګلــــــــــونه نيسې ژر به رســــــوا شې نيازمحمد عادله تـــــۀ چې د پـــېغلو پلـــــوونه نيســـې فيصل روغتون - کابل

25.07.2011 سيدجمال الدين فاطمي

يوه ورځ به درنه پا تي دا دنيا شي / عبدالله بهار

يوه ورځ به درنه پاتي دا دنيا شيخپلوان او دوستان به هم درنه جداشيدا هرڅه چه ستاسترګي پرې خوږي ديدا هرڅه به دي د نظر نه بيا پنا شياوس خو دغفلت په خوب ويد ه ييهله به خبرشي چه دی شروع اخرې سا شيدزړه خبره به دی پا تي شي په خولهنيمګړي به دی هره ارزو او تمنا شيښه عمل کوه هميش په دي دنيا کيچه پکارد ی بيا هلته په عقبا شيکه هر څومره توبي وباسي فايده نشتهچه وخت پوره شي توبي

25.07.2011 سيدجمال الدين فاطمي

د عبدالله بهار شعر

د راتلو لار دی څارم زه هره لحظهستا په غم کي مي شوګيرکړه ټوله شپههيڅ نه پوهيږم چه په څه رانه خفه ييراشه په دواړو سترګو دی منم هره ګيلهستا د منزل په تلاش کي يم رواند محبت په دي سفرکي مي لاره شوه اوږدهد بي وفايي نه دی نورتنګ راغلم جانانهبس دي نوره کړه ختمه د دي مينی سلسلهاوس خو زما په حال پورې خاندا کوييوه ورځ به اشناپه تا هم راشي دغه مرحلهارمان به زماد مينی هله درشي چه زه لاړش

22.07.2011 سيدجمال الدين فاطمي

بې ننګانو! / الحاج الهام الدين قيام

تاسوځانته سوله غواړئ،مونږته مدام جنګ غواړئخپل وطن اباد غواړئ،زمونږه وطن ړنګ غواړئتاسو هريو ځانته،په دنيا دجنت ژوند غواړئمونږ ته، تاسو ژوندپدې دنيا،له دوزخ تنګ غواړئتاسوخوننګ نه پيژنئ،مونږخو په ننګ ژوندکووتاسونوبياولې؟مونږدځان په څېر بې ننګ غواړئتاسودښمنان زمونږ دښکلي فرهنګ ولې يی؟تاسو په مونږ ولې راتپل دخپل فرهنګ غواړئ؟تاسوچې پخپل وطن کې مونږه ارام نه پريږدئتاسونو،دتيرپه څېر،بيازمونږ دتورې شرنګ غواړئ

22.07.2011 سيدجمال الدين فاطمي

د ډاکټر نيازمحمد عادل ښکلی شعر

حسن پرســــت يو په هر ځای باندې ګلـــــــونه کرو مــــــونږه ســــــپرلي غواړو خزان په ځنځيرونو تړو مونږ پښتانه يو زمونږ نوم په ټول جهان خور دی مونږ په روڼي کې ماشـــــــومان په ځنځيرونو تړو هغه چې هر څـــــومــــــــره له کبره تر اسمانه خيژي هـــغــــــــــه مرغه هم د احــــــسان په ځنځيرونو تړو فيصل روغتون - کابل

21.07.2011 سيدجمال الدين فاطمي

غزل / وحدت وزير

تا پسې به ای جانانه لېونی شم مخ راواړوه چې ټول درنه لوګی شم د خزان بادونو غرق کړمه تباه کړم چې تا ووينم جانانه نو سپرلی شم ټول ياران سره په يوه حجره کې ناست وي چې په ﻻس ک

21.07.2011 سيدجمال الدين فاطمي

تيليفون / ډاکټر نيازمحمد عادل

ورځم ســــــبا له مـــــا پسې ډېر جــګرخـــون دی  * جانان مې کړی تيليفون دی راتـــــــه يې ووېل پۀ ژړل کې داسې پۀ لنډه،لنډه ساه کې بغـــــــير لۀ تا نه مې په دار باندې ژوندون دی – جانان مې کــــړی تيليفون دی کله نا کله به غـــــــــوسه شوه  په تيليفون کې به خفه شوه کورونه يې وران کړی ورته چا کړی لمسون دی - جانان مې کړی تيليفون دی راته را ياد ش

18.07.2011 سيدجمال الدين فاطمي

د افغان معلولينو کرکټ لوبډله د کرکټ سیالیو له پاره نن پاکستان ته سفر کوي

د افغان معلولینو او اسیب پذیرو ټولنې (ADVS) له خوا په ننګرهار کې د معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ ټیم روزل شوی دی چې د ټیم ټول غړي معلولیت لرونکي اشخاص دي. په پام کې ده چې نن غرمه د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۲مه نېټه چې د جولای له ۱۳مې سره سمون خوري نوموړی ټیم د دوستانه سیالیو لپاره د پښتونخوا د پېښور ښار ته روان شي، او د پنځو ورځو لپاره به  د پاکستان دمعلولو ځوانانو د کرکټ  لوبډلې سره په بېلابېلو  د کرکټ سياليو کې برخه واخلي.

12.07.2011 سيدجمال الدين فاطمي

پکتيا پوهنتون لوبډلې شاهين لوبډلې ته ماتې ورکړه او نېمه پايلوبې ته يې لاره ومونده

دپکتيا  ولايت په مرکز ګردېز کې د (ځوانان په عمل کې) ټولنې له خواد  (کرکټ د سولې لۀ پاره) په نوم د جوړ شوي  ټورنمټ د کواټر فاينل لومړۍ سيالي د پکتيا پوهنتون او شاهين لوبډلو تر منځ د ٢٠١١ ميلادي کال د جون د مياشتې په ٢٢ نېټه د چهارشنبې په ورځ  تر سره شوې. لومړی پچه پوهنتون لوبډلې وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه، د لوبې په لومړيو کې د پوهنتون لوبډلې لۀ خوا اسماعيل او رحمت ښه ونه ځلېدل خو وروسته د پوهنتون لوبډلې لۀ خوا عناي

24.06.2011 سيدجمال الدين فاطمي

ښکلا - پۀ زړۀ پورې مالومات

د کوري (يو ډول بوټي) پاڼې ضد عفوني دي او د سوي ضد دي د پوستکي پۀ  کلکوالي کې مرسته کوي د کورکمنو لۀ پوډر سره يې د پوستکي د تغذيې لۀ پاره وکاروئ. د صحتمندو ګلابي غومبورو د لرلو لۀ پاره د مڼو د شيرې سرکه وکاروئ . دا مرکب د وينې لۀ دوران سره مرسته کوي او عفوني ضد دنده تر سره کوي . د غوړو او چاودو پوندو لۀ پاره د (ملخوزه) د دانو پوډر لۀ اوبو سره ګډ کړئ . دا خميره د موضعي کارونې لۀ پاره پۀ زيانمن شوې برخې ولګوئ . کۀ مو پوستکی خار

24.06.2011 سيدجمال الدين فاطمي

غزل / ميوند شينواری

هره ورځ او هره شپه ما درنه وژني پاچا اورې او کۀ نه ؟ ما درنه وژني ستا لښکرې دي لۀ مونږ نه مرورې ستا د ژوند په بهانه ما درنه وژني ولسمشر دې ژوندی وي، دا دروغ دي دا ب

18.06.2011 سيدجمال الدين فاطمي

د پکتيا پوهنتون لوبډلې د نښتر لوبډلې نه د کرکټ سيالي وګټله

د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې د (ځوانان په عمل کې) ټولنې لۀ خوا د (کرکټ د سولې لۀ پاره ) په نوم د کرکټ ټورنمنټ جوړ شوی چې ددې ټورنمنټ لومړۍ سيالي د رود احمدزيو او زرمت لوبډلو لۀ خوا ترسره شوې  نوموړې سيالي د رود احمدزيو لوبډلې په ١٠ منډو د زرمت له لوبډلې څخه وګټله. د نوموړي ټورنمنټ دويمه سيالي پرون د ٢٠١١ميلادي کال د جون د مياشتې په ١٤ نېټه د پوهنتون او نښتر لوبډلو تر منځ  وشوه چې لومړی پوهنتون لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه  د پوهنتون لوب

15.06.2011 سيدجمال الدين فاطمي

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

زه درته وژاړم له چا نه سپوږمۍ له خپل قسمت کۀ لۀ اشنا نه  سپوږمۍ داسې څوک نشته چې فریاد مې واوري ځکه خو ډېر يمه پرېشانه سپوږمۍ ته راته نۀ وايې د يار حالونه ډېره

12.06.2011 سيدجمال الدين فاطمي

غزل / ميوند شينواری

تا نه لـــــــــــــرې دی خـــــــــو ما ته ډېر نژدې دی زمانې! مــــــــرګ لکه ســــــــيوری راپسې دی ســـــــــــتا جــنت ته خــــــدايه سل لارې درغلي خـــــــو مــــونږ خـــوارو ته يوازې په کعبې دی دومره فـرق دی، زما غوڅې، غوڅې شو

10.06.2011 سيدجمال الدين فاطمي

افغان يونايټيډ بانک لۀ پکتيا پوهنتون څخه د کرکټ سيالي وګټله

د افغان يونايټيډ بانک او پکتيا پوهنتون د کرکټ لوبډلو تر منځ د کرکټ سيالي د يکشنبې په ورځ په کابل کې  شا او خوا د سهار په نهه بجو پيل شوه، افغان يونايټيډ بانک پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه چې په ٢٥ آورونو کې يې پکتيا پوهنتون ته ١٨٤ منډې هدف وټاکۀ پکتيا پوهنتون ونشوای کولی چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او افغان يونايټيډ بانک دا سيالي په ١٠ منډو وګټله. د افغان يونايټيډ بانک له خوا همايون ښه لوب

08.06.2011 سيدجمال الدين فاطمي

انګلش -پښتو،پښتو انګلش قاموس

انګلش -پښتو،پښتو انګلش قاموس چې ښاغلي اسرار احمد کريمزي جوړ کړی ښکلي او په زړه پورې قاموس دی، ما چې وليدل ډېری ځوانان د يو داسې قاموس په لټه کې دي چې انګلش -پښتو،پښتو انګلش قاموس وي نو له دې امله مې غوره وګڼله چې دا ګټور قاموس په خپلې برېښنا پاڼې کې تاسو سره شريک کړم هيله ده چې ګټه ترې واخلئ.د نومړړي قاموس د ښکته کولو له پاره دلته

22.05.2011 سيدجمال الدين فاطمي

غزل / ويس الدين زاهد - پکتيا

چــــــــــــيــــــــغې وهي د ازادۍ، ازادۍ څۀ، څۀ وايي د يو غازي داســــــــــتان لۀ پـــــــاره نړۍ څۀ، څۀ وايي د سور ســــــالو په ښورېدو يې دومره پوه شومه چې : کړي اشـــــارې لۀ هـــــــــــغې پورې بلۍ څۀ، څۀ وايي د خـ

20.05.2011 سيدجمال الدين فاطمي

په ننګرهار کې جادويي ونه او د خلکو عقيدې

په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د کږې بازار سره نژدې یوه ونه ده، چې د چا غاښ خوږيږی په دې ونه یو مېخ ټک وهي، دوی په دې عقیده دي چې په دې ونه له مېخ ټک وهلو سره سم د غاښ درد ارامیږي او شفا مومي . د دې ونې ډډ (تنه) اوس مهال د یو انسان د قد په اندازه له میخونو څخه ډکه ده . له دې وروسته که د چا غاښ درد کوي مجبور دی چې له ځان سره زینه هم یوسي ځکه چې د ونې ښکته برخه نورو میخونو نېولې ده او د ونې په پورتنۍ برخه کې د مېخ ټک وهلو له پاره زینه اړینه ده.

14.05.2011 سيدجمال الدين فاطمي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more