نور به ګرځووم لۀ خلکو نه يار پټ پټ
پيدا کيږي د لستوڼي ښامار پټ پټ
څوک به ستورو څوک سپوږمۍ کې جانان ګوري
زۀ د لمر وړانګو کې وينم دلدار پټ پټ
د بڼو لښکر يې ما سره ولاړدی
رقيب سوځي د کينې پۀ انګار پټ پټ
ښکاري غشي لېنده واخلي ښکار ته درومي
دارانغاړي خپلو سترګو کې ښکار پټ پټ
پښتون هر وخت پۀ ټټر ګذار خوړلی
رذيلان کوي پۀ خلکو ګذار پټ پټ
د جنون او لېونتوب خاموشه مرګه !
يوه ورځ خوفاطمي کړه پۀ دار پټ پټ