د لرې اشاره کوه لنډ مۀ راځه
لږه حوصله کوه لنډ مۀ راځه
زۀ به درنه ځان لوګی لوګی کړمه
رقيب لره غوسه کوه لنډ مۀ راځه
لرې نه مسکی شه وايه ستا يمه
پۀ سپينه خولۀ وعده کوه لنډ مۀ راځه
کوڅې لره زمونږ راشه ديدن وکړه
اواز د بنجاره کوه لنډ مۀ راځه
ګودر ته چې راووتم مفتونه زۀ
پټه ننداره کوه لنډ مۀ راځه
22.07.2010
- سيدجمال الدين فاطمي
لرې ګلاب لرې غونچې شونډېلکه د اور لمبې لمبې شونډېډېر زړور پۀ حجرو مۀ ګرځېږهڅوک به دې وخوري ياره سرې شونډېخلک لۀ سترګو نه ټڼډارې وهيما ته دې جوړې کړې نخرې شونډېنن پۀ نشه کې درته وايمه چې :کۀ راته را دې کړې وړې شونډېچې دوه پۀ دوه وو لۀ خندا ډکه...
25.07.2010
- سيدجمال الدين فاطمي
دغه ټورنمنټ چې د يونيسف موسسې لۀ خوا د (ځوانانو دکرکټ ټورنمنټ) پۀ نوم د پکتيا ولايت پۀ مرکز ګردېز کې جوړ شوی ؤ چې نژدې شپاړس لوبډلو پۀ کې ګډون کړی ؤ ، چې د سياليو پۀ لړ کې د پکتيا پوهنتون او رود احمدزيو لوبډلې پايلوبو ته ووتې ، پچه پوهنتون لوبډلې وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه ، د پوهنتون لۀ خو دوو تنولوبغاړ و ښې منډې جوړې کړې ؛ چې رحمت الله ٤٠ منډې، فاروق ٣٢ منډې جوړې کړې ددوی لۀ سوځېدو څخه وروسته د پکتياپوهنتون...