د محمدالله احمدزی لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل

 غزل/طالب منکلبې روحه راغلمــــــــــه په سا پسې راورسيدمد خپل وجود په اتنهــــــــــــــا پسې راورسيدمد پيزيبونو شور او ساز، بې برکتـــــــــه نه شيد ډمې بېغلې په ګـــــــــــــــــډا پسې راورسيدمچې د جلاد په مخ کې ودرېدم ،څېره مې نه وهزه په دې ښــــــــار کې په باچا پسې راورسيدممورې! له تانه وړاندې نه وې ،د جنت منـــارېبيرنه راستــــــون شوم په دعا پسې راورسيدمکه څو فنا شوې په رنګي

05.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل ///دا چې ژړیږم ،خو په خوله هیڅ درته نه وایمه ــــــــــــــ اور کې سوځیږم، خو په خوله هیڅ درته نه وایمه

 غزل دا چې ژړیږم ،خو په خوله هیڅ درته نه وایمهاور کې سوځیږم، خو په خوله هیڅ درته نه وایمهدخدای لپاره بس دﺉ راشه زیاتي ستړی شومهژوند یم ختمیږم ،خو په خوله هیڅ درته نه وایمههغه له شوره له خندانه نن په ډکه کوڅهغلی تیریږم، خو په خوله هیڅ درته نه وایمهزه لکه اوښکه بې اثرې دا ستا له ښکلو سترګولاړم تویږم ، خو په خله هیڅ درته نه وایمهبس که سروده! دومره ظلم په ما څله کوېزړه یم ! خو

02.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

ستاينليک( طنز)

ستاينليک د هېواد پياوړی اشپز بوکرنا ( بوکر) صيب! په سلامونو مو نمانځو.

01.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

زما مرید

زما مرید هیواد ته د هغه د راتګ په توکل کې زما تبلیغ هم ځانګړی رول درلود . که رښتیا ووایم ، سره زر مې په خپل هېواد لورېدل .هغه خپل هېواد ته راغی اود خپل قوم یوه برخه یې لا اوس هم دځینومجبوریوله کبله د پاکستان په سرکاري اداروکې د پاکستاني هویت د اخیستلو له پاره په منډه ده. له قلم څخه د لرې خلکوپه منځ کې دهغه علمي شخصیت داسې ښکارېده لکه د هندوله کوره چې قرآن شریف را وباسې .وخت روان و، هغه دخپل هېواد په پلازمینه کې دمیوند دجادې سور

01.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

زه افغان يم

زه افغان يمزه هيڅکله چــا خپـل کــــــړئ پـه زور نه يمزه افغان يم په مرګ خوښ په پيغور،نه يملــه ازلــه خــــداي ازاد يم پيداکړئزيږولې دزلت په ورځ مور نه يمزه دجنګ په اورکې سوئ لوغړن يمخو په زورکې يم غښتلئ ،کمزور نه يمدوطن په لارکې مرګ ته لبيک وايمپه دې لاره کې زه کم له منصور نه يمدنړۍ پهلوانان په غيږه راشيوارپه وار يي څملوم ،لا نسکور نه يمزه دزغم په ورځ پيدا يم فري

01.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل     بشرمل نا صر زه د پا كې خا ورې يم ا فغا ن يمه ما مــه وژنى وايم كلمــه سم مسلمـــا ن يمـــه ما مــــه وژنى   زړه كې مې د ميني څــراغونـــه بل سا تلي دي وه خلكوده هرسړي جا نا ن يمه ما مــه وژنى   چا پسي توپك اخلۍ اوچا ته يې شپېلۍ نيسۍ

29.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

څلورشپېته غاښونه - ټوکه

راليږونکی : محمدجاويدکمال  څلورشپېته غاښونه - ټوکه ددووکسانوترمنځ پريوه موضوع دنظراختلاف رامنځ ته سو . پدې دووکسوکي يوکس په بدن ښه غټ اوتکړه، خومنطق يې بياخوراخواراودلاېل يې پڅ وه . نويې ځکه ډېر ژرخبرو اتروته دپای ټکی کښېښود .اوخپل مقابل لوري ته يې وويل : خوله دي وتړه ! په بل صورت کي به په يوه سوک ٦٤ سره غاښونه درڅخه راوباسم . دريم ګړي کس پرراږغ کړل ويل زوره وره ! دانسان ټوله غاښونه ٣٢ وي . سړي ورته وويل : زه پوهېدم چي ته خپل ترټغرپښه رااوږدو

29.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزلبې نښانه و صورت په کې پيدا شود رنګونو محبت په کې پيدا شو.فلسفي سترګې دې ډکې شوې له عشقهليونيه ! شرارت په کې پيدا شوتا راوکتل،کتل مې چې کتل دېدکتلو اجازت په کې پيدا شوچې په ځمکه کې خوا رې رانه سجدې شوېيو مستانه عبادت په کې پيدا شوزړه مې بيا هم زما زړه دی بې زړه نه دیبې زړه مه شه بغاوت په کې پيدا شوما چې ځان له کاېناتو نه ځار نه کړد ساګانو امنت په کې پيدا شو

26.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

بهرني ځواکونه ولې د افغانستان ونې پرې کوي

بهرني ځواکونه ولې د افغانستان ونې پرې کويله ډيرې مودې رت په دیخوا د هیواد په سویلي ولایت کندهار کې عملیات دوام لري، خو دا عملیات له یوې ورځې بلې او له بلې څخه بلې ته اوږدیږي، څه موده وړاندې ولسمشر په کندهار کې د کندهار له خلکو اجازه وغوښته او ټينګار یې وکړ چې د دوی له خوښې پرته به عملیات نه کیږي، خو دا عملیات پرته د دې ولایت د اوسیدونکو له خوښې په دې ولایت کې پيل شول او لا هم روان دي. څه موده وړاندې په رسنیو کې دا خبره ډيره توده شوه چې بهرني سرتیري په دې ولا

26.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل نجيب الله اكرامي تا پسې له كلي، ښاره وتى دى زړه مې بس له خپل اختياره وتى دى دغه ليونى په كاڼو مه ولئ اوس ايله تازه له داره وتى دى بيا به چېرته پروت په ميكده كې وي ستا له دروازې بيزاره وتى دى

23.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

د طالب منګل جادوګره شاعري

د طالب منګل جادوګره شاعريليکوال: باجوړىشاعر هغه انسان دى چې د عامو وکړو په پر تله ژوند زيات په شدت سره محسوس او خپلو کيفيتوتو د اظهار ژبه هم په اسانۍ سره ورکولى شي،ښه شاعري چې نور هر څه غواړي خو د احساس دولت ضرور غواړي.په فنون لطيفه کې د شاعرۍ د ژبې د فنى ښکلا او ښايست نوم دى کوم چې دادې به ذريعه شاعر خپل پيغام په اسانۍ سره زړونو او ذهنونو ته رسولى شي،شاعري د لفظونو ښايسته تړون دى،د شاعر په حساس ذهن کې د راپيدا شوي خيالونو او د

23.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

نورمحمد سعید د ځانګړي سبک لرونکی لیکوال

نورمحمد سعید د ځانګړي سبک لرونکی لیکوال ښاغلی سعید چې تر ما به یې تاسو ښه پيژنۍ نه یوازې یو لیکوال دی بلکه یو شاعراو ژورنالیست هم دی چې د ادبي ژوند په هره برخه کې یې هڅې د پام او ستاینې وړ دي. دا چې دده په شخصیت هر څومره خبرې وشي بیا به هم کمه وي، ځکه ښاغلی سعید له یوې ورځې بلې ورځې ته د پرمختګ په حال کې دی.د ده په لیکنو کې زمونږ د هیواد د ځينو لیکوالانو په څير ډيرې لوڅې او بربڼډې خبرې نه وي، د زړه خبره ښاغلي سعید هم کړي وي او

23.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

زما ښایسته او بیا نازکې ګلې

زما ښایسته او بیا نازکې ګلې **********زما ښایسته او بیا نازکې ګلې اوس دې هم هره شیبه خیال کې ساتم یوه لحظهمې هم له یاده نه ځې زما ښایسته او بیا نازکې ګلېډېر مې یادیږي ستا دسرو اننګو سپین ورغاوي چې په خندا به دې د سرو شونډو تر څنګ جوړیدل . صفي الله ستانکزی  ازادۍ راډيو دوستانو د دې شعر د لیکلو پر مهال واقعي هم ستانکزی صیب ډير متاثر شوی و خو تاسو ورته دعا وکړی چې خدا

22.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

افغان ژورنالست ورک شو!

افغان ژورنالست ورک شو!درنو لوستونکو!لکه څنګه چې تاسو ته مالومه ده چې افغان ژورنالست حميدالله ترابي له لسواو پنځلسو ورځو راهيسې له خپل کور څخه پوځي کسانو د شپې دعملياتو په ترځ کې وړى دى.څوک وايي چې د خوست والي په شخصي زندان کې اچولى خو ځينې وايي چې د ملي امنيت کسانو له ځان سره وړى دى او يوه بله ډله خلک بيا امريکايان په کوته کوي چې اکثره خلک او په خوست کې ژورنالستان هم دوي له خپلو کورونو څخه وړي او څوک ترې پوښتنه هم نه شي کولى،خير دا خو به من

20.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

ملارياولسمشر- ټوکه

محمدجاويد کمال دولسمشر ټاټاخان سړې اوتودې تبي کېدې ، پروجوديې لړزه حاکمه وه اوټول بدن يې لړزېدی . دناروغۍ پربسترپروت ووچي دولسي جرګې دمشرډاډليک ورته راورسېدی . ع . ج . ولسمشر صاحب ! جرګه په ٨٦ مخالفو او ٦٤ موافقو رايوستاسوبېړنۍ جوړتيا غواړی .

17.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزلژوند راځنې لاړلو نیستي راخپلويمرګ ته ورتر غاړې شو هستي راخپلويژونده ابدي شه د مرګي په سړه غیږه کېښکل کړه ځنکدن چې زنده ګی راخپلويخور مې شه ایمان د لحد په تورتمونو کېراکړه روڼې شپې چې بنده ګی راخپلويمینه غواړم مینه خو په مینه پاکه مینه زهداسې چې رضا د الهي راخپلويروح د ملنګۍ مې درته تش کچکول نیولی دیخدایه چې ستا مینه عاشقی راخپلويپشتونجار

16.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

له وتلي شاعر، لیکوال او ژورنالیست ښاغلي نور محمد سعید سره د ادبي ناستې خبرتیا

له وتلي شاعر، لیکوال او ژورنالیست ښاغلي نور محمد سعید سره د ادبي ناستې خبرتیا د دې لپاره چې ژوندي مو د دوی په ژوند نازولي وي، د قلم نړیوالې ټولنې د راتلونکو پنجشنبې په ورځ د ښاغلي نور محمد سعید لپاره یاد غونډه جوړه  کړې. د دې لپاره چې دا غونډه لا پسې رنګینه شي له ټولو قلموالو، فرهنګنیانو او د ادب له مینه والو څخه په درنښت هیله کیږي چې له مونږ سره په دې ادبي ناسته کې ګډون وکړي او دې غونډې ته په خپل راتګ سره لا ښکلا ور بخښي.ستاسو راتګ ته سترګې په لاره.  هیره دې نه وي چ

15.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

ګلالی

ګلالیهو ګلالۍ !ګلالۍ خو په اصل کې د یوې انجلی نوم دی ګلالۍ د خپلې مور نازولې نخره بازه اود کرشمو ډکه لور وه خو کله به هم ترینه یو ځوان زلمی زوی جوړشو چې هغه په عوامو کې عامه خبره چې د تاووه به یې دکور دیوالونه لړزیدل دا هغه زلمی زوی و چې ټول عمر یې د خپلې غمځپلې مور د زړه په ناسور شوو زخمونو د صبر او حوصلې پټی ایښودې.د ګلالۍ د زیږیدنې هیبت د ګلالۍ مور دومره ژړولې او غمولې وه چې د نا توانی یې خپلې ماشومې لور ته شودې نه شوې ورکولی یوې مور ته به له دې نه

15.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزلراشه چې له زړه په مات اوازڅه درته ووایم نن به درندانو په انداز څه درته و وایمګوتې به د څړیکو دخپل زړه په مراندو کیږدمه پټ به دسلګو سلګو په سازڅه درته و وایمزما په لیونتوب کې يې منطق راټوکولای دینور دخپلې مینې داعجازڅه درته و وایمته به په ترپکو دبلۍ سر ته راوخیږې زه به په سرو سترګو لکه باز څه درته و وایمزه چې شومه ته اوته شوې ورک زما په خوبونو کې بل دمحبت جانانه راز څه

15.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

  ..ړاسره کړئ ېی وعده ده خداېهچي پر شا نه شې لاوړه ده خدايه ما ښام ېی ووېل سبا خوله در کومڅومره اږده دې دغه شپه ده خداېه څنګه په مينه به زه لاس ور کوم را کره نن شپه ميلمنه ده خدايه مينه کوې زه ښه خبر ېمه پرې شرمېږي ځکه پښتنه ده خدايه

13.01.2011 محمدالله آرین احمدزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more