د محمدالله احمدزی لخوا خپرې شوې لیکنې


سينګاپورياداسياپاريس

سينګاپورياداسياپاريس راليږونکی : ژباړه : محمدجاويدکمال دسينګاپورپه هېوادکي يوپه زړه پوري قانون نافذدی . ددغه قانون دمخي په ټول سينګاپور کښي دژاولوپرژوولو ، په کوڅه اوبازارکي دناړوپرتوف کولوکلک بنديزدی . سينګاپور په نړۍکښي يوازنی هېواددی چي پکښي دژاولوژوول جرم ګڼل کيږي اوهرهغه پلورونکی که ژاولي وپلوري نود٢٩٤٠ سينګاپوري ډالرو (SD ) نقدي جرمانې اوددووکالودبندپه سزا محکومېږي . که چيري دسينګاپوري

20.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزلد ارمان ډیوې تیارو ته رڼا ورکړهپه مسکائې سرو لمبو ته رڼا ورکړهڅو به زړه یې د هجران د درد نوکاروجوړ په زړه ناسور زخمو ته رڼا ورکړهد لحد تیګې د زړه نه یې جنت جوړ کړیو ګلاب چې د مرګ شپو ته رڼا ورکړهد آسمان د زړه په درز د وینې څاڅکيد سپیرو د ښتو چینو ته رڼا ورکړهمرګه ستا نه یې له درده پناه غوښتهزندګي یې ستا لمحو ته رڼا ورکړه  رحیمه پشتونجار

19.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل نه هغه پیغلي، نه منګی شته، نه ګودر زړګیهنشته ځوانان نه یې ټولئ،نه مازدیګر زړګیهطبل دجنګ مي بیا تر غوړ شو دې ناورین وطن کيد یو په لاس کي ده چاړه دبل خنجر زړګیهبیایې دخور لاسونه سره شول دخپل ورور په وینوزموږ په کلي کي همداسي وي اختر زړګیهدې سپین پوستکو کي تور زړونه دي اعتبار وړ نه ديخدای خو دي ساته ددې سپینو له هر شر زړګیهدبې وسئ عالم مي دا ده چي د سر دښمن ميراسره ناست ده په

17.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

موږ ته دین مه راښیه /// لنډه کیسه

  موږ ته دین مه راښیه سیدشاه خروټی-لندن په کلي کي د هر سړي په خوله د ګل محمد د زوی د مرګ کیسه وه . دګل محمد زوی رازمحمد چي له خپل پلارسره به یې بزګري کوله د قیمت ګل د زوی نادر لخوا ووژل شو نادر یو بې لاري او آواره انسان وو چي له پلار نه نیولي د کلي هر سړی ورنه په تنګ وو نادر به د رازمحمد خور ګل غوټئ هره ورځ تنګوله چي کله د ګل غوټئ د کور وال پرې خبر شول نو د نادر پلار ته يې د هغه شکایت و

16.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل د شرابي سترګو سلام ، لکه د بنګو پيالېنشه نشه يې کــړم تمام ، لکه د بنګو پيالېغزل مې دومره شو خمار راديف يې وزنګيدهخداى راليږلى و الهام ، لکه د بنګو پيالېکوم ليونى له کلي تللى و چې بيرته راتهپېغلې ولاړې وې په بام ، لکه د بنګو پيالېدا د کابل شوخه جېنۍ په جادوګرو سترګوله مانه واخلي انتقام ، لکه د بنګو پيالېګلې له تاسره هوس د خولګۍ پاتې نه شوپه ما دې دا

16.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

دجګړوپلرونه

دجګړوپلرونهمشره بيادې واک ته دولس قاتلا ن راوستلخپل څنګ ته دې دواړه دورانۍ اتلان راوستلمونږ له جګړو ستړې مشره،سوله امنيت غواړوتا بيرته ميدان ته،دجګړو قاصدان راوستلمونږ دمرورو وروڼوبيا په خولا کول غواړودې کارته دې مشره،دجنګونو پلاران راوستلتا خودولس ارزو دخاوروسره خاورې کړهتاچه اوس شوراته،درغلګر وکيلان راوستلنه جوړيږي خپل منځکې دنيا یی ننداره کويتاسو دملت کورته سوچه ليونيان راو

16.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل/روغ یـم ، لیـونی شم تاته وګورم ـــ ســم شـمه سړی شـم تاته وګورم

غزل روغ یـــــــم ، لیــــــــــــــــــــــونی شم تاته وګورمســــــــــــم شــــــــــــــــمه سړی شــــــم تاته وګورمســــــــــــل ځــــــــــــــله توبه لـــــــــــه تا نه وباسمبیــــــــــا درته موسکی شــــــــــــــم تاته وګورمخپل مې کړې ،دمه مې کړې،ویده مې کړېویــــــــــښ شمه ، پردی شـــــــــــــم تاته وګورمډیرې ګیلې زړه کې درتـــــــــــه راوړمـــــــــــــــهوژاړم ، ګـــــــــــونګی

14.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزلراوپس شوه حادثه ، کلي ته راغلهد رنګونو هـــدېره ، کلي ته راغله.په تبوت کې را ايسار وو اندمونهبې څيره وه جنازه ، کلي ته راغلهنن به بيا خمار سازونه کور ته يوسود سندرو قافله ، کلي ته راغلهستا په سترګو کې مې سترګې فنا کيږيد يادونو زمانه ، کلي ته راغلهنن مې غيږې ته راړنګه شوه طالبهد سپوږمۍ يوه خصه ، کلي ته راغلهطالب منګل

14.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

په هرڅه کې د ټولو خیر لټول په کار دي

په هرڅه کې د ټولو خیر لټول په کار دي د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

13.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

دکابل واورې

 دکابل واورې دالپ غرونه واورو پټ کړل،دپغمان غرونه رايادشول جګ په سپينو واورو ښکلي،دپروان غرونه رايادشول چه له واوروجوړشي غرونه،سالنګونه راپه يادشول چه دمرګ ژوبلې لامل شی،برفکوچونه راپه يادشول دکابل واورې رايادشوې،راپه يادورانې کوڅې شوې چه نه در،نه یی کړکي وې،وران کورونه راپه يادشول چه پرې سپينه واوره اوري،سر پناه یی په سرنه وي داپخپل کور کې بيکوره،فاميلونه را په يادشول نه ب

13.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

وروستی ځل

وروستی ځل ********* پوهیږې له ډېرې مودې وروسته مې خپل پیغامونه وکتل هیڅ مې زړه هم نه کیده خو زړه مې پرې هم نښودم ، تر څو مې چې ټول ونه کتل په کرار هم نه شوم . ته پوهیږې ستا هماغه پخواني پیغامونه مې څو ځله ولوستل هماغه یو پیغام چې پکې ویلي دې وو ( نور رانه څه نه غواړې ...دا به وروستی ځل وي ) ته پوهیږې چې زړه مې څومره ورته ژړلي ، ته پوهیږې چې سترګو مې څومره اوښکې ورته بهولي ....ته پوهیږې چې څومره مې زړه کیده څنګ ته دې و اوسم ، ته

12.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

مبارک خوارکی څه وکي ؟ - ټوکه

 مبارک خوارکی څه وکي ؟ - ټوکه د ( حسني مبارک خوارکی څه وکي ) ترسرليک لاندي ټول پوښتنه ترسره سوه ، ترڅودمصر روانولاريونويامظاهروته يومعقول اومنلی حل وموندل سي ، اوکوڅوته راوتلي خوابدي خلګ پسله ١٨ ورځواوشپوبيرته خپلوخپلوکورونوته ستانه سي . دې ټول پوښتنې دا ثابته کړله چي ٢ په سلو کښي پدې انددي چي مبارک دي په اقتدار کښي پاته وي اوپرسياسي واک دي خپله قبضه دپخوا په شان ټينګه وساتي ځکه دنوموړي په ناڅاپي تګ سره به په مصرکښي دواک اوځواک تشه رامنځ ته سي . ٣

12.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

د دولت په وړاندې د عبدالله عبدالله ناسم موقف

د دولت په وړاندې د عبدالله عبدالله ناسم موقف له دې سره سره چې په هیواد کې ډيرې سیاسي څيرې، احزاب، او نور سازمانونه شتون لري او ډيری وتلې، سیاسي، حزبي، .... کسان یې مشري کوي، د دوی له ډلې څخه یو هم د اپوزیسیون په نوم د تغیر او امید ایتلاف دی چې ښاغلی عبدالله یې مشري کوي د دې ایتلاف موقف تل د دولت په ضد وي د بیلګې په ډول که دولت تصمیم ونیسي چې ولسي جرګه دې پرانیستل شي دوی وايي نه دې پرانیستل کیږي او که و وايي چې نه دې پرانیستل کی

10.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

په ماشومانو کې د ژبې بندیدا

 په ماشومانو کې د ژبې بندیدا   د ژبې بندوالی د اوریدونکي او ویونکي لپاره یو ستړی کونکی عمل دی، دا پیښه د دوه څخه تر پنځه کلنو ماشومانو په منځ کې یو ژر لرې کیدونکی چار دی چې د مورنۍ ژبې د روانتیا سره سم دا ستونزه حل کیدی شي، خو اتیا سلنه دا ماشومان کیدی شي د بلوغ تر دورې پورې همداسې وي خو دا هم د بلوغ تر پایه دوام کوي او دا پيښه د نجونو په پرتله په هلکانو

09.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

تلوارکړه

تلوارکړهله روزګاره ګيله مکړه،ځانته جوړ خپله روزګارکړهشاوخواته دې نظرکړه،بيادې خپله پيدالار کړهپه ګيلو کې ګټه نشته،پخپل ځان دې فکر ساتهدوخت پيښوته سم ځيرشه،ترينه خپله ځان هوښيارکړهڅوک راغلي چه دوستان يو،خوکړه وړه یی ددښمن ديپه دوستۍ یی غلط نه شې،دخپل ځان دښمن یی شمار کړهدښمنانو پريکړه کړی،غوږشه ځان پوه کړه افغانهاوس دې خاوره درنه ويشې،لږراويښ شه ځان بيدارکړهدوی يوڅه واېې بل څه کړي،په

09.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

څو شیبې له لرغونی مصر سره// لیکنه او انځورونه

څو شیبې له لرغونی مصر سره   دا جوړښتونه ډيری خلک پيژني، خو کله چې د ننه ور ننوزی او پکې خوره تیاره وینی نو هرڅوک پکې ډاریږي، داسې ځایونه پکې شته دي چې ۴۵ میتره اوږده او نیژدې ۹ میتره لوړوالی لري، دا اهرامونه د جوړښت پر مهال په سپينو تیږو جوړ شوي دي چې کیدی شي اوس یې هم ځينې پاتې شوني په خوفو اهرام کې شتون ولري  چې د لمر په رڼا ک

08.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل چې د سترګو پټولو امکان نه ود درياب د درولو امکان نه و.اندمونو نه راپرېوتې ساګانېخو د ځان د پرېښودلو امکان نه و.رڼاګانې په کې لوڅې،لوڅې تللېپه دې ښارکې د ليدلو امکان نه و.په رنګونو کې زوال و د مستيود هندارو د ساتلو امکان نه و.د جذبو په انقلاب يو طالب وچې شهيد شو له غزلو امکان نه و.طالب منګل

07.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

شنه شنه ستوري// ازاد شعر

شنه شنه ستوري محمدالله ارین احمدزی ستا په مینه کې له ځانه پردی شوی د ځان بولم د اسمان دا شنه شنه ستوري کله سر یې په شمیرلو شمه هسې کله ورکړمه سپوږمۍ ته پيغورونه ستا د مخ صفت کومه بس لګیا شم زما یاد شي ماشوم، کوڅې د کلي تا به ویل چې نن به کومه لوبو کاندو ما به ویل چې پلار مې شور کړي مستي نه کړم ته به غلې شوې روانه زړه نیولې اوس د کلي ظلم ګورې چې دوی څه کړي لګوي په تش دیدن چې پابندي دوی تاته

06.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل ښکلې راشه د سورکو شونډو جام راکړه رنځور زړه ته مې سکون او ارام راکړه خیر دی خیر دی که دې هیر کړم پروا نشته رقیبانو منځ کې ښکلې سلام راکړه چې خفه ښکلي یاران پرې یو کوی شم سترڅيښتنه راته داسې کلام راکړه کار دا ستا د

06.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

دمحتسب زياړې

دمحتسب زياړېلامــوړشوې دجــــانــان پـه ديدار نـه وملا پـه غيــږه کـــې تـود شوئ ديار نـه ومزه پــه غـــلا ديــار ديـــدن تــه وم راغلېلا لــه ډاره لـــــړزيـــدمـــه،قــــرار نـه وملاديارسره دسترګوپه جنګ بوخت وملا د ســرو شـنډو شـــرابــو خمار نـه وممحتسب خواته په چيغو سر ته راغئخبـــر شــــــوې لــه اذ انــه سهار نـه ومزه قيام دمحتسب په زياړوخــوښ و م

05.02.2011 محمدالله آرین احمدزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more