د څیړنوال خدمتګار لخوا خپرې شوې لیکنې
د زړه راز
د زړه راز د (( زړه راز )) د سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار د شعرونو لومړئ مجموعه وه . دا کتاب په ١٣٣٥ هس ل کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د لوى مديريت لخوا د محمد اکبر معتمد په چاپڅار نه ( اهتمام ) په ١٨٢ مخونو په دولتي مطبعه کې چاپ شوى دى . په دى کتاب کې د شاعر د ١٣٢٧ هـ ل کال نه تر ١٣٣٥ هـ ل کاله پورې شعرونه شامل دي ، چې ملي ، ولسي ، دينى او ټولنيزه محتوا لري او زياترو برخو کې د ويښ ز
د گرجستان لنډ تاريخ
څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار : د گرجستان لنډ تاريخ د ګرجستان د تمدن دوره دوه زره کاله د میلاد نه مخکې اټکل شوی دی کولخیدا لومړنې قومونه وو چې په ګرجستان کې ژوند کولو هغوي شپږ سوه کاله د میلاد نه مخکې د « کولخیس» یا « کولخیده» پادشاهي یې جوړه کړه، چې ددې دورې ښکلا او بډاینه د لرغونۍ یونان د نامتو شاعر هومر په شعرونو کې منعکس شوي دي. څلور سوه کاله د میلاد نه م
تذکرة الشعراء
تذکرة الشعراء د ((تذکرة الشعراء ، کتاب ليکوالان سراج الدين سعيد او مولوي صالح محمد هوتک دي . په دې کتاب کې د ١٩٤ تنو پخوانيو پښتنو شاعرانو د ژوند ليکونو په اړه معلومات وړاندې شوي دي . ددې کتاب قلمي نسخه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په آرشيف کې دى . دا کتاب په ١٣٦٦ هـ ل کال کې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار او څېړنپوه زلمى هيواد مل په زيار د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت لخوا چاپ شوو . ددې کت
د خوشحال رباعيات
د خوشحال رباعيات ((د خوشحال خان خټک رباعيات)) په ١٣٤٩ هـ ل کال کې د پښتو ټولنې د ادبياتو د څانگې لخوا په دولتي مطبعه کې په ((٢٩٩)) مخونو کې چاپ شوي دى . دا کتاب د سرمحقق عبدالله بختانى او د هغه د همکارانو لخوا چاپ ته تيار شو . ددې کتاب په پاى کې پوهاند صديق الله رشتين پر کتاب باندې سريزه ليکلي دى . په دې سريزه کې د نورو مطالبو په څنگ کې د هغو کسانو په اړه چې ددې کتاب په ترتيبو لوکې برخه اخستي ده
ميرزا عبدالرحيم رحيمى
ميرزا عبدالرحيم رحيمى ((لومړى چاپ)) داکتاب دسر محقق عبدالله بختانى خدمتگار لخوا ليکلو شوى دى ،اوپه لومړى څل په ١٣٣٥ هـ ل کال کې دانجمن تاريخ لخوا په دولتى مطبصه کې په ٦٢ مخونوکې چاپ شوى دى . ددى کتاب موضوعات د ميرزا عبدالرحيم رحيمى د ژونــــد او شعرونو په اړه دى . لـــــومـــــوړى کتـــــــاب سريـــــــزه او فهرست نلــــــــرى پ
د قفقاز د سيمې لنډه جغرافيه
څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار د قفقاز د سيمې لنډه جغرافيه . د قفقاز ښکلی او غرنۍ سیمه د اسیا په شمال لویدیځه څنډه کې د اروپا او اسیا براعظمونو ترمنځ پرته ده. دغه سیمه د نړۍ د متمدنو سیمو له جملې څخه ګڼل کېږي. د لرغون پېژندونکو د څېړنو له مخې په دې سیمه کې پنځه زره کاله مخکې د میلاد څخه خلکو پرمختللی او متمدن ژوند درلود. د قفقاز سیمه د ښه جغرافیايي موقعیت او
د عبدالله بختانى خدمتگار فراقنامه
د عبدالله بختانى خدمتگار فراقنامه ((فراقنامه)) د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار هغه کوچنۍ جيبي کتاب دى ، چې په ١٣٧٨ هـ ل کال کې د افغان مجاهد اطلاعاتي مرکز لخوا په پيښور کې چاپ شو . دا کتاب د سر نه تر پاى پورې يو منظوم اثر دى . د کتاب په پيل کې د مجاهد ولس مسئول مدير محمد حسن ولسمل لخوا يو تقريظ وړاندې شوى دى . په دې برخه کې د نوموړى تقر
راز
راز (( راز )) د سرمحقق عبدالله بختانى د شعرونو دويمه مجموعه ده . دا شعرى مجموعه په ١٣٤٢ هـ ل کال کې د پښتو ټولنې لخوا په دولتى مطبعه کې په ١٨٨ مخونو کې چاپ شوى دى . د (( راز )) په کتاب باندى ښاغلى گل پاچا الفت او ښاغلى قيام الدين خادم تقريضونه ليکلى دي . د ښاغلى گل پاچا الفت د تقريظ په يوه برخه کې داسى راغلى دى : (( راز )) چې دښاغلى بختانى داشعارودوهمه برخه ده زما خو
د پښتو ټولنې رئيسان او غړي
د پښتو ټولنې رئيسان او غړي د پښتو ټولنې رئيسان او غړي د هغې رسالې نوم دى ، چې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا په ١٣٤٦ هـ ل کال کې ليکل شوې ده . دغه رساله د کابل مجلې د ١٣٤٧ هـ ل کال په پنځمه گڼه کې چاپ شوې ده ، په دې رساله کې د پښتو ټولنې د رئيسانو لکه پوهاند عبدالحى حبيبى ، استاد عبدالرحمن پژواک، استاد عبدالرءوف بينوا، پوهاند صديق الله رښتين ، استاد گل پاچا الفت د ژوند او علمي فعاليتونو په
مرغلرې
مرغلرې مرغلرې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د منثورو اشعارو مجموعه ده، چې په ١٣٥١ هـ ل کال کې چاپ شوي دى . ددې کتاب مضامين د ١٣٥١ هـ ل کال نه مخکې ځانله ځانله د هيواد په جرايدو او مجلو کې چاپ شوي وو . ځينې ليکنې د ١٣٢٧ او ١٣٣١ کلونو پورې اړه لري . دا هغه کلونه دي چې د ويښ زلميانو غورځنگ نوى پيل شوي وو او ددې غورځنگ اهداف په منظومو او منثورو اشعارو او مقالو په ليکلو او نشرولو سره انعکاس پيدا کو
زمونږ وطن د جرگو وطن
زمونږ وطن د جرگو وطن ((زمونږ وطن د جرگو وطن)) د هغه کتاب نوم دى ، چې په ١٩٨٥ز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز لخوا چاپ شوي دى . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . په دې کتاب کې د لرغوني افغانستان نه تر معاصرې دورې پورې د جرگو په اړه علمي معلومات وړاندې شوي دي . د کتاب په يوه ب
شرنگ
شرنگ ((شرنگ )) دسر محقق عبدالله بختانى خدمتگار داشعارو دريمه مجموعه ده .داکتاب په ١٣٤٦ هـ ل کال کې دا طلاعاتو او کلتور وزارت دکتاب چاپولو دموسسې لخوا په دولتي مطبعه په سلو مخونو کې چاپ شوى دى . دکتاب په پيل کې دسريزى پر ځاى دښاغلى م .ننگرهارى لخوا دکتاب په اړه يو تقريظ وړاندى شوى دى .په نوموړى تقريظ کې لومړى دکتاب دکيلوال لنډه پيژ ندنه شوى ده اووروسته دکتاب اودکيلوال دادبى شخصيت په اړه معلومات وړا
باچا خان په افغانستان کې
باچا خان په افغانستان کې (( باچا خان په افغانستان کې )) د هغه کتاب نوم دى ، چې د سيد عثمان سنجش لخوا ليکل شوى دى او په ١٣٨٧ هـ ل کال کې په جرمني کښې د افغانستان د کلتورې ودې ټولنې لخوا په ١٤٩ مخونو کې په پيښور کې چاپ شوى دى . د کتاب د فهرست نه وروسته کتاب د خپرندويې ټولنې په يادښت سره پيل کيږي . وروسته ددې کتاب پ
د گندهارا د لرغونۍ او تاريخي سيمي جغرافياى موقعيت او تاريخي شاليد
څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار : د گندهارا د لرغونۍ او تاريخي سيمي جغرافياى موقعيت او تاريخي شاليد گندهارا د افغانستان هغه لرغونۍ او تاريخي سيمه ده ، چې ډير اوږد تاريخ لري ، او د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د اقتصادي او فرهنگي له پلوه د اهميت وړ سيمه تيره شوې ده . دې سيمې په اوسنۍ زمانه کې هم خپل اقتصادي او فرهنگي ارزښت له لاسه نه دى ورکړي . په دې لنډه ليکنه کې ددې سيمې د جغرافي
خوشحال خان او يو څو نور فرهنگيالي خټک
خوشحال خان او يو څو نور فرهنگيالي خټک دا کتاب د سرمحقق عبدالله بختانى لخوا تاليف او په ١٣٨٠ هـ ل کال کې په بلجيم کې د افغانانو د تفاهم ، مرستې او پيوستون ټولنې لخوا په ٤٧٢ مخونو کې چاپ شوي دى . د کتاب په پيل کې د خپرندويې ټولنې يادښت دى . په دې برخه کې د نوموړي يادښت يو څو کرښي وړاندې کوم : په دې اثر کې نه يوازې د افغان ملت
د ملي ادب او ژورناليزم خادم
د ملي ادب او ژورناليزم خادم ((د ملي ادب او ژورناليزم خادم)) هغه کتاب دى ، چې په ١٣٦٨ هـ ل کال کې د افغانستان د ژورناليستانو د اتحاديي لخوا په دولتي مطبعه کې چاپ شوي دى . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . په دې کتاب کې د استاد خادم د ژوند او ژورناليستي خدمتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې شوي دي . کتاب د ليکوال په سريزې سره پيل کيږي ، بيا وروسته د کتاب اصلى متن دى ، چې ٨١ مخونه لرى
د ملنگ جان خوږې نغمې
د ملنگ جان خوږې نغمې د ملنگ جان خوږې نغمې ياد ملنگ جان شعري کليات په لومړي ځل د ١٣٣٥ هـ ل کال د زمري په مياشت د پښتو ټولنې د ادبياتو څانگې لخوا د څېړنپوه عبدالله بختاني خدمتگار په زيار او اهتمام د کابل په عمومي مطبعه کې په ١٨٦ مخونو کې چاپ شو . د کتاب په پيل کې د پښتو ټولنې د تاريخ او ادبياتو د لوى مدير ښاغلي محمد حسن ضمير ص
د ګرجستان لنډه جغرافيه
څېړنوال عبدالرحيم بختانى د ګرجستان لنډه جغرافيه د ګرجستان په شمال او شمال ختیځه برخه کې روسیه، په لویدیځه برخه کې یې تور سمندرګۍ او ترکیه، سویل او سویل ختیځه برخه کې ارمنستان او آذربایجان پروت دي . ګرجستان ۷۰۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري او ۵.۴میلیونه وګړي په ګر
ديپلوماسى تاجکستان در راه دريافت
نويسندگان : &
پښتو چاپى آثار
پښتو چاپى آثار په ١٣٥٥ هـ ل کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت لخوا ، په کابل کې په دوو وروستيو پيړيو کې د پښتو د چاپ شويو آثارو په باره کى يو علمي څيړنيز نړيوال سيمينار جوړ شو. د دغه سيمينار د مقالو مجموعه د ((پښتو چاپې آثار)) تر سرليک لاندې د اطلاعاتو او کولتور وزارت لخوا د ١٣٥٧ هـ ل کال د عقرب په مياشت کې چاپ شو . په دې مجموعه کې نژدى ٣٣ علمي څيړنيز مقالې چاپ شوي دي .