مقالې


که افغان دولت له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه کړي، نو د ناتوانه او عقیم دولت په توګه به پاتې شي

د افغانانو له لیده هم د افغانستان قضایه قوه د افغانستان د ملکي خدمتونو تر ټولو فاسده برخه ده! عدلي او قضايي ارګانونه د افغانستان د ملکي خدمتونو تر ټولو په فساد ککړې ادارې دي چې باید پام ورته وشي! د روڼتیا د نړيوال بنسټ هم د وروستي رپوټ له مخې، چې په دولتي ارګانونو کې د فساد پر بنسټ جوړ شوی، افغانستان د ۱۷۶ هېوادونو په ډله کې ۱۶۷ ځای خپل کړی دی. افغان دولت له یوې مودې د فساد د مخنیوي په هکله یو لږ هڅې پیل کړي چې له دندې د قاضیانو ګوښه کول، د هغوی ادلون بدلون او د ښکاره

27.03.2017 افغان تحرک

د جاوېد اميرخېل ځاځيوال سروکی (وزيره پاڅه زلزله دۍ) 

له کله نه مې چې له ولسي ادب سره زړه تړلی، نو هر هغه څه چې له فلکلور سره تړلي وي، په پوره غور و فکر سره اورم، لولم او پرې د پوهېدو هڅه کوم. د ولسي ادب هر اړخ چې راوسپړی شي، د يوې سيمې د خلکو د ژوند بيلا بيل اړخونه په پوره پاکۍ او سپيڅلتيا سره پکې انځور شوي وي، په ولسي ادب کې هغه څه موندل کېږي، چې د زړونو او فکرونو ريښتيني ترجماني پکې شوي وي، تاسې به ډېرې لنډۍ او يا هم سروکي اوريدلي وي، چې ځيني داسې خبرې پکې وي، چې يو پښتون او پښتنه يې په خوله نشي ويلی؛ مګر په زړه کې يې هرو مرو راتېره شوي وي، د

27.03.2017 نورالله غازي يار

خاين ملګري؛ په امنيتي ليکو کې نفوذي کسانولې نه نيول کيږي؟ 

امنيتي چارواکي د امنيتي ځواکونو په ليکو کې له فساد او کمزورۍ انکار نه کوي، خو له پوره چمتووالي هم خبردارى ورکوي او وايي، د کابل پر سردار محمد داود خان روغتون او د کندهار پر مېلمستون د بريدونو د څېړنو په اړه پرمختګونه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کندز کې دوه پوليسو خپل نهه ملګري وژلي و، چې د اوه تنو جسدونه یې سوزولي و. د کندز ولایت مقام ويلي چې، دوه پولیسو له طالبانو سره لاس یو کړی او خپل اوه ملګريیې پرې سوځولي او دوه یې پرې په ډزو وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو

27.03.2017 خوشحال آصفي

امریکا دوست که دوښمن ؟

  افغانستان یو اسلامي هیواد دی او تاریخ په اوږدو کې یې د اسلام د مبین دین د ساتلو لپاره زیاتې قربانۍ ورکړې دي دتاریخ په دغه اوږد پړاو کې داخاوره هیچا نه ده مسخر کړې او نه هم افغانان چاته تسلیم شوي دي ولي د طالبانو د رژیم د سقوط ورسته د ولسواکي له شعارونو سره امریکایان د افغان خاوري قلمرو ته داخل شول . په تیرو شپاړسو کلونو کې د امریکایانو کړنو ته په پام سره دوی پرته له تباهې او هلاکت بل څه له ځانه سره نلري . دبیارغونې او ولسواکي شعارونه یې درواغجن دي او هیڅ

27.03.2017 محمو ساپی

استرالیا د منځني ختیځ کډوالو ته تیر کال ۱۲۰۰۰ ویزې ورکړي

د استرالیا لمړې وزیر مالکم ټرنبل وایي د منځني ختیځ د کډوالو په اړه د استرالیا د مخکني حکومت ژمنه یې عملي کړي او د سوریي او عراق کډوالو ته یې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې لږترلږه ۱۲۰۰۰ ویزې ورکړي. ښاغلي ټرنبل د چهارشنبې په شپه په یوې خبري ناسته کې وویل، " موږ دغه کډوالو ته په خلاصو لاسونو او متقابل احترام ښه راغلاست وایو، ځکه موږ په خپل کلتور، بنسټونو او قوانینو ډاډه یو او په بدل کې یې دغه نوې استرالیایان زمونږ هیواد او خلکو ته د وفادارۍ ژمنه کوي." د کډوالو د انتقال دغه ژمنه د استر

26.03.2017 آرین صافی

تاریخ کمینه 

حاکمیت حامد کرزی در تداوم نگارش تاریخ افغانستان در آینده، در تنوع، چند جلدی خواهد شد که دربرگیری تفصیلی آن، منوط به ماجرا های قسم معمول سیاسی، اجتماعی، فرهنگی و اقتصادی نمی ماند. در این تاریخ، شگفتی هایی درج خواهند شد که همانند خطوط این قلم، تبیین کنند آن چه برای برپایی نظام می سازند در زمانی به افول می رود که اجزای استحکام آن، اشتباه محض برای به کار گیری مصالح ا

26.03.2017 مصطفی «عمرزی» 

د مسکو غونډې ته چمتووالی؛ پاکستان بيا طالبان وپړسول 

ټاکل شوې د راتلونکي اپریل په څوارلسمه نیټه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د دولسو هېوادونو تر منځ د افغان سولې په اړه درېیمه ناسته وشي. په دغه غونډه کې د روسيې سيال هيواد امریکا ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې خو امريکا د نامعلومو دلايلو له امله په دغه غونډه کې له ګډونه انکار کړی دی. که څه هم د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ویلي، د مسکو راتلونکې ناسته د دولتونو تر منځ ده او طالبانو ته په کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې؛ خو پاکستان د مسکو غونډې لپاره له طالبانو سره په اسلام اباد کې ځانګړې ناس

26.03.2017 خوشحال آصفي

د استرالیا او متحده ایالاتو ترمنځ د کډوالو د تبادلې تړون پیل شو

تیره سه شنبه د متحده ایالاتو د مهاجرت چارواکو د استرالیا څخه امریکا ته د کډوالو د انتقال لپاره د نایرو توقیف خونې له کډوالو د ګوتو اخیستلو پروسه پیل کړه. د مهاجرت چارواکي وایي د استرالیا په دوهمه توقیف خونه مانوس کې به هم له کډوالو د ګوتو اخیستلو پروسه د اپریل میاشتې په لمړیو کې پیل کړي. تیر کال د متحده ایالاتو د اوباما تر مشرۍ لاندې ادارې د استرالیا سره تړون کړی وه چی یو زیات شمیر هغه افغان، ایراني او د نورو هیوادونو پناه غوښتونکي به امریکا ته انتقال کړي چی د اسټرالیا د مانو

26.03.2017 آرین صافی

د مالیزیا پرانستې پولې

راپورونه څرګندوي چې په مالیزیا کې اوسمهال په زرګونو ناقانونه بهرنیان ژوند کوي، چې د کڼ شمیر په اړه یې حکومت هیڅ ډول معلومات نه لري. راپورونه دا هم وایي چې ډیری بهرنیان په مالیزیا کې د خپلو ویزو تر ټاکلو وختونو زیات پاتې کیږي، پرته له دې ویرې چې د پولیسو لخوا به ونیول شي. ډیری مالیزیایان د حکومت په کورنیو او مهاجرت وزارتونو د فساد، بډی اخیستنې او ناسم مدیریت تورونه لګوي او وایي چې دغه وزارتونه د جعلي پاسپورټونو او د ناقانونه مهاجرت په مخنیوي کې پاتې راغلي. د مالیزیا سی

26.03.2017 آرین صافی

د غني ستر غني اقدام؛ امنيتي ځواکونه به نور پاکستاني محصولات نه خوري

د افغان امنيتي ځواکونو د خوراک له مينو پاکستان محصولات ليرې شول. د افغانستان ملي دفاع وزارت د افغان امنيتي ځواکونو د خوراک له مينو پاکستاني محصولات حذف کړي او پر ځای يې وطني توليداتو څخه استفاده کوي. په وروستيو کې د ولسمشر غني د فرمان پر اساس پر افغان امنيتي ځواکونو پاکستاني محصولات لکه وريجې، غوښه، مالټې او کيلې بندې شوي او پر ځای يې له کورنيو توليداتو استفاده کيږي. ولسمشر غني ويلي له کورنيو توليداتو د استفادې بهير به سربيره پر دفاع وزارت، ټولو وزارتونو ته تر هغې وغځوي چې د خپلو محصولاتو لپا

25.03.2017 خوشحال آصفي 

بی عدالتی ، لوټماري او اوسني واکمنان

که چیری د افغانستان خلک د موجوده ظلم ، استبداد ، لوټماری ، اداری فساد او د بی عدالتی ډک فاسد نظام په وړاندی غږ پورته نکړی نه یوازی به اولس د تباهی کندې ته ولویږي بلکی د هیواد موجودیت به هم د ګواښ سره مخامخ کیږي. په افغانسستان کی کیفی بدلون ته اړتیا ده یعنی دا چی د ظلم ، بی عدالتی او په اداری فساد ولاړ نظام رانسکور او په ځای یی په عدالت ، قانونیت، مصوونیت او په رښتینی دموکراسی ولاړ نظام رامنځته شي. دا یوه تاریخی اړتیا او د افغانستان د خلکو کلکه غوښتنه ده چی د اوسنی حاکم نظام په شته والی

25.03.2017 احمدجان تڼی

د پنجابي پاکستاني منافقینو چلندونه د پښتنو او افغانانو پر ضد

څوورځې مخکې مو میډیا او رسنیو کې ،په ډیر کش او فش واوریدل او ولوستل چې" دپاکستان لومړي وزیر م.نواز شریف عاجل!امر کړی دی چې د طورخم او بولدک دروازې پرانستلې شي!" او بیا د دروازو موءظفینو عاجل نه خو ۱-۲ورځې بعد دا امر پر ځای کړ؛ او د افغانستان چارواکو هم خوښي څرګنده کړله! اوس د دې منافقو پوکستیاني ! د استخباراتي باجه غږوونکو ډول ډول لوبې ګورو،د خپلو ترهګرو ډلو په لاس د بیوزلو ملکي افغانانو ،پښتنو،بلوچانو، سندهیانو او حتا خپلو پنجابیا

24.03.2017 (ډاکټرحميدالله "زړهور"(صاپی )

نیرنگ نو نباشد؟ 

عکس العمل تیم عبدالله در برابر موضع جدید عطا محمد نور، والی بلخ، ظاهر بسیار آرام داشت. سخنگوی عبدالله، موفقیت عطا را می خواهد و برخلاف آن چه از سنت ستیز اینان برای تقابل می دانستیم، رفتار والی بلخ، شبیه حرکات مدنی- اخلاقی ای می شود که مجریان فاسد جمعیت و شورای نظار، در بازیگری های فلمی آن، ثابت کرده اند خیلی راحت تکنوکراتان با تربیه و بی جرات را فریب می دهند. چن

23.03.2017 مصطفی «عمرزی»

ریدیه ګله

دا یوه څرګنده خبره ده چې دهیواد په کلیو اوبانډوکې اوسیدل د خدای لوی نعمت او پیرزوینه ده او ددی پیرزوینې تر څنګ که له یوې خوا کلیوالي ژوند د زیار او زحمت ژوند دی د بلې خوا ددې زحماتو سره سره کله چې په مالتونو کې مازیګر شي او زیړی مازیګری په ماښام بدل شي او بیاد کلي حجره د را بلل شوو میلمنولپاره په توشکو او کټونو سمباله شي ، د تورو او شنو هیل داره چایونو تابیا ونیول شي او په حجره کې د کلیوالي سندرغاړو خواږه اوازونه د ستار او منګي سره اوچت شي خوږې شیبې او په دیره کې د دیرې د مجلس د ټنګ ټکورفضا ب

22.03.2017 سميع الدين افغاني

د تایلنډ حکومت غواړي عیسوي مذهبه پاکستاني کډوال توقیف خونو ته ولیږدوي

د تایلنډ حکومت پلان لري په پلازمینه بینکاک کې د میشتو ټولو نارینه پناه غوښتونکو چې کڼ شمیر یې عیسویان دي، د اوسیدو ضمانت لغوه او هغوی توقیف خونو ته ولیږدوي. نړیوالو څارونکو ادارو راپور ورکړې په دغه کسانو کې تقریبآ (۱۱۵۰۰) له پاکستان څخه تښتیدلي عیسوي مذهبه پناه غوښتونکي دي. د تایلنډ حکومت وایي په دغه اقدام کې يې ماشومان، ښځې او هغه کسان چې له جدي ناروغیو سره مخ دي شامل کړي نه دي. که څه هم دغه ټول کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ سره راجستر شوي دي خو د کډوالو په وینا

22.03.2017 آرین صافی

په اندونیزیا کې د کډوالو یو لوی قاچاق کوونکې په شپږ کاله بند محکوم شو

په اندونیزیا کې یوی محکمې د تیرې سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د ناقانونه کډوالو یو لوی قاچاق کوونکې په شپږ کاله زندان او ۴۸ زره ډالرو نغدي جریمې محکوم کړو. ابرهم لوناپسي چې د کپتان برام په نوم هم مشهور دی استرالیا او نیوزیلنډ هیوادونو ته د لږترلږه ۱۵۰۰ غیرقانوني کډوالو په قاچاق کولو تورن وو. نوموړی د ۲۰۱۶م کال په پیل کې له اندونیزیا څخه لمړی تایلنډ او بیا کینیا ته وتښتید، خو کله چې د تیر کال د سپتمبر په میاشت کې د خپل کار لپاره بیرته جاکارتا ته راستون شو نو سمدلاسه د پولیسو لخوا

22.03.2017 آرین صافی

د افغانستان پوتین

د افغانستان پوتین لږ مهال وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي وو، که څوک غواړي سیاست زده کړي، لیري سفرونو او نورو ځایونو ته يي اړتیا نشته، بلکې له لغمان څخه يي زده کولای شي. ریښتیا هم لغمان ولایت د سیاستپوهانو، تاریخپوهانو، لیکوالو او شاعرانو ټاټوبی او د پوهنې په بېلا بېلو څانګو کې هېواد ته د ښوونکو، استادانو، قاضیانو، اداري کادرونو او مخورو سپينږیرو او مشرانو لویه او بډایه زیرمه ده. که ډېر وړاندې لاړ نه شو، د هېواد د ملي امنیت سلاکار ښاغلی حنیف اتمر له لغمان ولایت څخه د اوسني پیر پ

21.03.2017 سرلوڅ مرادزی

د تورخم او سپين بولډک د لارو بندېدل او پر افغانستان او پاکستان يې اقتصادي اغیزې

له تیرې شاوخوا يوې میاشتې راهیسې پاکستان د عام وګړو او افغان سوداګرو پر مخ د طورخم او سپین بولډک دروازې تړلې وې اود کرښې دواړو خواوو پراته افغانانو ته اجازه نه وه چې د دې دروازو له لارې تګ را تګ او سوداګریزې راکړې ورکړې وکړي. دا لومړئ ځل نده چې پاکستان د طورخم او سپین بولډک په لارو کې د افغانانو د تګ راتګ پر وړاندې خنډ ګرځي، بلکه له دې مخکې هم پاکستان څو ځله دا عمل تکرار کړئ او افغانانو ته يې د ډېرو ستونزې ترڅنګ په ميلیونونو افغانیو زیان هم اړولئ. افغانستان د پاکستان سره لرغونې اقتصادي او سود

21.03.2017 اظهارالحق فضلي

شوونیست فارس، از این نوع 

در حدود یک سال در تلویزیون محلی «نورین» در آغازی که بر اثر شوق یک هموطن پنجشیری از سطح «گست هاوس» می گذرد و در بازا آزاد «رسانه» می شود، کار کرده ام. این تلویزیون، هرچند سرآغاز بد نداشت، اما درگیر مردمان بازاری و ضعف مدیریتی    می شود که صاحبان آن در ماجرا های سیاسی افغانستان از مکتب و پوهنتون، محروم  &

21.03.2017 مصطفی «عمرزی» 

نوی 1396 کال مو مبارک شه، د سوکالی په هیله...!

نوي ۱۳۹۶ کال مو مبارک شه، د سوکالی په هیله ....! لیکوال: سهراب (ویسا) زما کور زما جنت ؤ ژوند ؤ مینه محبت ؤ. خندګانی وی مستې وه، دا زمونږ لویه هستي وه. د پسرلي تازه وږمو د ژمي سړه هوا له ځانه سره بدله کړي وه، په باغونو کې د ونو شاخچو پنډکونه کړي ؤ، له هر لوري تازه هوا لږېدله، د ځمکې پرمخ شنه شنه او رنګارنګ ګلانو خپلي غوټي غوړولي وي، د غرو لمنو ته چې به ځیر شوي ، د خورو ورو غونډیو لمنی داسي شنی بریښېدلي چې د انسان د سترګو دید به یې په ښایست کې ډوبېده، د دي شنولمنو پر سر

19.03.2017 سهراب ویسا

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more