صنم مې زړه ته ځي راځي هردم په هره ورځ
پوښتنه خو د گل کوي شبنم په هره ورځ
هم هغه څو شېبې مې د ژوندون د خوشحالۍ وې
جانان چې راته راوړي نوی غم په هره ورځ
دا خلک خو ړانده نه دي چې نه ورته ښکاريږي
که څو مو په سرونو ږدي قدم په هره ورځ
دا څوک دي چې زخمونه پر موږ پلوري له قديمه
دا څوک دي رانه يوسي چې مرهم په هره ورځ
12.11.2007
- baz
ورانې مې کړې لاس کې دتلي کرښېمه جوړوه ماته په تندي کرښې
ښايي چې تصوير به جوړوي د چا کاږي چې پر ځمکه ليوني کرښې
زړه کې زما لارې تيروي گله!ستا په مخ چې راکاږي ازغي کرښې
پاڼه مې د ژوند پخپله توره کړههسې وايم دا دي ازلي کرښې...
12.11.2007
- baz
د ښکليو اننگوته مې نظر غځوي لاسسپوږمۍ د څوارلسمې ته خو لمر غځوي لاس
اوس گورو به چې چا ده د قسمت لوبه گټلېد مينې پيغمبر د چا په سر غځوي لاس؟
د کوم مئين په قتل پسې وتې ده له کورهپه ناز په کرشمه لکه خنجر غځوي لاس
د چا د گريوان تار تار يې په گوتو کې نيولیدا شوخې شيوه گرې خو اکثر غځوي لاس
که خدای کول جانان به مې لاسونو کې لاس راکړيخلک وايي چې اختر کې مرور غځوي لاس...