ورانې مې کړې لاس کې دتلي کرښې
مه جوړوه ماته په تندي کرښې

ښايي چې تصوير به جوړوي د چا
کاږي چې پر ځمکه ليوني کرښې

زړه کې زما لارې تيروي گله!
ستا په مخ چې راکاږي ازغي کرښې

پاڼه مې د ژوند پخپله توره کړه
هسې وايم دا دي ازلي کرښې