ليمو نه چې بهر شولې نظره چيرته ځې؟
له غرونو چې پناه شوې ښکليه لمره چيرته ځې؟
څه رخه دې مئينو سره کيږي او که څنگه
ماښام ته چې نيږدې شوې مازيگره چيرته ځې؟
د زړه پر للمه دښته مې يو څوک خو رازرغون کړه
ايسار شه پسرليه مروره چيرته ځې؟
څه ښه وو چې جانان په تصور کې راته ويلې
راځه کينه دمه شه زوروره چيرته ځې؟
د شر د سوداگرو قافلې بازار ته راغلې
لږ وار وکړه د امن پيغمبره چيرته ځې؟
12.11.2007
- baz
د زړه گريوان ته داسې اچوي نظر لاسونهلکه د وريځو لمن وڅيري د لمر لاسونه
زه به يې هم د امتيانو صف کې ودريږمکه مې پر سر تير کړي د مينې پيغمبر لاسونه
خدايه د نور باران شيبه شيبه راووروهبدرنگې شپې پر مرۍ ايښي د سحر لاسونه
د بې وسۍ مې جوړې پته تاته نه لگيږيته چې ښيرو ته غځوې هر مازيگر لاسونه...
12.11.2007
- baz
ورانې مې کړې لاس کې دتلي کرښېمه جوړوه ماته په تندي کرښې
ښايي چې تصوير به جوړوي د چا کاږي چې پر ځمکه ليوني کرښې
زړه کې زما لارې تيروي گله!ستا په مخ چې راکاږي ازغي کرښې
پاڼه مې د ژوند پخپله توره کړههسې وايم دا دي ازلي کرښې...