د زړه گريوان ته داسې اچوي نظر لاسونه
لکه د وريځو لمن وڅيري د لمر لاسونه
زه به يې هم د امتيانو صف کې ودريږم
که مې پر سر تير کړي د مينې پيغمبر لاسونه
خدايه د نور باران شيبه شيبه راووروه
بدرنگې شپې پر مرۍ ايښي د سحر لاسونه
د بې وسۍ مې جوړې پته تاته نه لگيږي
ته چې ښيرو ته غځوې هر مازيگر لاسونه
زموږ په کلي کې د وينو د غچ زيري کيږي
د هر دريم سړي په وينو سره اکثر لاسونه
12.11.2007
- baz
د روح بين غږومه چيرته ماره لټوماوبو غوندې د غره لمن کې لاره لټوم
د باد په څير چې ښکته پورته گرځم لالهاندهتصوير له چا نه ورک يمه هينداره لټوم
چې زړونه تخنوي داسې نغمې درځنې غواړمتارونو کې دې هغه تار ستاره لټوم
اول به مې د زړه په دريڅو کې راپيدا شيکه نه شو بيا به ستوري په کراره لټوم...
12.11.2007
- baz
ليمو نه چې بهر شولې نظره چيرته ځې؟له غرونو چې پناه شوې ښکليه لمره چيرته ځې؟
څه رخه دې مئينو سره کيږي او که څنگهماښام ته چې نيږدې شوې مازيگره چيرته ځې؟
د زړه پر للمه دښته مې يو څوک خو رازرغون کړهايسار شه پسرليه مروره چيرته ځې؟
څه ښه وو چې جانان په تصور کې راته ويلېراځه کينه دمه شه زوروره چيرته ځې؟
د شر د سوداگرو قافلې بازار ته راغلېلږ وار وکړه د امن پيغمبره چيرته ځې؟...