د روح بين غږومه چيرته ماره لټوم
اوبو غوندې د غره لمن کې لاره لټوم
د باد په څير چې ښکته پورته گرځم لالهانده
تصوير له چا نه ورک يمه هينداره لټوم
چې زړونه تخنوي داسې نغمې درځنې غواړم
تارونو کې دې هغه تار ستاره لټوم
اول به مې د زړه په دريڅو کې راپيدا شي
که نه شو بيا به ستوري په کراره لټوم
سرونه به ډېر گرځي خو چې زه پسې گرځيږم
يو سر چې سلسله يې ځي تر داره لټوم
12.11.2007
- baz
په تصور کې چې دلبر نيسملکه د وريځو غيږ کې لمر نيسم
دې ماښامونو راته هيڅ را نه کړلد ښکليو لار په سپين سحر نيسم
بيگا مې ټوله شپه منتر ويلیڅوک په هوده کې د نظر نيسم
چا رانه زړه لکه د غل وړی دیښکليو کې گورم څوک اوتر نيسم
چې صحيفې ورته د مينې راځيځم چيرته داسې پيغمبر نيسم...
12.11.2007
- baz
د زړه گريوان ته داسې اچوي نظر لاسونهلکه د وريځو لمن وڅيري د لمر لاسونه
زه به يې هم د امتيانو صف کې ودريږمکه مې پر سر تير کړي د مينې پيغمبر لاسونه
خدايه د نور باران شيبه شيبه راووروهبدرنگې شپې پر مرۍ ايښي د سحر لاسونه
د بې وسۍ مې جوړې پته تاته نه لگيږيته چې ښيرو ته غځوې هر مازيگر لاسونه...