په تصور کې چې دلبر نيسم
لکه د وريځو غيږ کې لمر نيسم

دې ماښامونو راته هيڅ را نه کړل
د ښکليو لار په سپين سحر نيسم

بيگا مې ټوله شپه منتر ويلی
څوک په هوده کې د نظر نيسم

چا رانه زړه لکه د غل وړی دی
ښکليو کې گورم څوک اوتر نيسم

چې صحيفې ورته د مينې راځي
ځم چيرته داسې پيغمبر نيسم