زما د ژوند د حسرتونو تن کې ساه مړه کيږي
لږ يې لاس ونيسئ ډيوه رپي رڼا مړه کيږي

هواگير زړه مې داسې ولي د نظر په گاټو
لکه ويشتلې مرغۍ څرخي په هوا مړه کيږي

راته يو چا له ميکدې نه د توبې وويل
ما ويل نه، نه رنگينه غوندې گناه مړه کيږي

له خاورو پورته شه ملالې پيغلې چيغه وکړه
ميوند خو څه کړې چې لا ټوله پښتونخوا مړه کيږي

خدايه د کومې گناه غچ دې رانه دلته اخلې؟
لا مې آمين په ژبه گرځي چې دعا مړه کيږي