له کوم ځنگله نه ورته لاره راځي
هره بلا مو چې تر ښاره راځي

د زړه پر ځمکه شنه کوي زخمونه
ښکلي له څه رنگين بهاره راځي

لکه چې خپل همزاد مې وموندلو
چې ورک تصوير ته مې هينداره راځي

د روح سرود مې ورته بين غږوي
د سينې دښتې ته مې ماره راځي

د زړه له شوره لا وتلی نه يم
د مينې غږ له دې بازاره راځي