له سازه مې د روح يوه نغمه وه چې راتله
که ستا د نرگسي گيسو وږمه چې راتله

حرم کې مې د زړه چې يو صنم ديره کيده
قدم په قدم مخکې بتکده وه چې راتله

غبار د تصور له آيينې مې چې صفا شو
د باد په څير زما په لور هغه وه چې راتله

ستا نوم مې لا په ژبه باندې نه و پوره شوی
په شونډو مې د مينې زمزمه وه چې راتله

تعبير يې د سندرو د مغان له پيره غواړم
بيگا راته په خوب کې پرښته وه چې راتله