مازيگر نه لري گودر نه لري
زموږه  کلی خو اختر نه لري

موږه په داسې چم کې ساه اخلو
چې ماښامونه يې سحر نه لري

پر ځای د سرې يې بارود خوړلي
ځمکې مو شاړې شولې کر نه لري

مرگی پر موږه د وير ساندې وايي
د ژوند نغمې پر موږ باور نه لري

جانانه کله خو راپيښه وکړه
زما د زړه جونگړه ور نه لري