خير دی که د ژوند په ژرنده دل شومه
ستا ملالو سترگو ته کجل شومه

چا به راته  نثر چا به نظم وی
ستا په خوله چې درغلم غزل شومه

څومره ښه نازونه شو يو ځای سره
زه چې سپلنی ستا د وربل شومه

يا د کلي خلکو واورئ مړ مې کړئ
مينه کې که خپل جانان ته غل شومه

راشه چې مې بې له تانه روح نه ځي
څو ځلې ميلمه که د اجل شومه