د ښکليو اننگوته مې نظر غځوي لاس
سپوږمۍ د څوارلسمې ته خو لمر غځوي لاس
اوس گورو به چې چا ده د قسمت لوبه گټلې
د مينې پيغمبر د چا په سر غځوي لاس؟
د کوم مئين په قتل پسې وتې ده له کوره
په ناز په کرشمه لکه خنجر غځوي لاس
د چا د گريوان تار تار يې په گوتو کې نيولی
دا شوخې شيوه گرې خو اکثر غځوي لاس
که خدای کول جانان به مې لاسونو کې لاس راکړي
خلک وايي چې اختر کې مرور غځوي لاس
12.11.2007
- baz
صنم مې زړه ته ځي راځي هردم په هره ورځپوښتنه خو د گل کوي شبنم په هره ورځ
هم هغه څو شېبې مې د ژوندون د خوشحالۍ وېجانان چې راته راوړي نوی غم په هره ورځ
دا خلک خو ړانده نه دي چې نه ورته ښکاريږيکه څو مو په سرونو ږدي قدم په هره ورځ
دا څوک دي چې زخمونه پر موږ پلوري له قديمهدا څو...
12.11.2007
- baz
يو څوک خو مې يو ځل د زړه په لار راواړهخدايه په مئين زړه مې پرهار راواړوه
ښکلي دې په ځمکه داسې گرځي لکه ستورييو څو خو پرې د مينې په مدار راواړوه
ساقي د ميکدې نه دې نن تش لاسونه نه ځمپه لپو لپو سترگو کې خمار راواړوه
هينداره مې د زړه ورپسې ورکه ورکه گرځيتصوير پرې د کوم ښکلې پرې وار راواړوه
چې غږ د ستار نه خيژي د څڼو څو تارونهجانانه لږ په څانگه د چنار راواړوه...