غزل
ستا له سرو شونډو نه رنګ اخلم جانانه
اوس له خپل ژوندون نه خوند اخلم جانانه
زه يو بوټی بې ثمره يمه ګرانې
ستا له څانګو نه پيوند اخلم جانانه
ژوند مې ستا پرته پيکه غوندې ښکاريږي
ستا پر شتو باندې زه ژوند اخلم جانانه
نن له زړه نه دې چې وويلې (زه ستايم)
ستا له هرې وينا قند اخلم جانانه
ستا د زلفو په تيارو کې مې خوب وليد
د دې خوب له مانا خوند اخلم جانانه
ملا جان مو راته نن مينه روا کړه
اوس دا ستا له ليدو پند اخلم جانانه
رفيع الله ستانکزی