يوازې تاته!!

ګرانې! زما د زړه ور ستا راتګ ته په تمه دی او تل غواړي ستاسو په ليدلو سره خپل ځان وويني، تاسو که هرڅه فکر کوی، خو زه يو څو خبرې کول غواړم، هغه دا چې : (زه درسره مينه لرم)

ګوره ګرانې! که په نړۍ کې ټول سل تنه درسره مينه ولري، نو د هغو سلو تنو په لومړي سر کې به زه يم او که پنځوس تنه درسره مينه لري، د هغو پنځوسو په لومړي سر کې به زه يم، که په ټوله نړۍ کې يو تن درسره مينه لري، هغه به زه يم. ګرانې او که په ټوله نړۍ کې هېچا درسره مينه نه لرله؛ نو ګرانې پوه شه، چې زه په دې نړۍ کې نه يم او په هغې نړۍ کې به دې د (هو) په تمه يم.

 

يوازې ستا ستانکزی