ګران ليکوال او پياوړي شاعر ګل اغا احمدي وردک نه يوه نړۍ مننه چې د پښتنو خويندو لپاره يې دومره ښايسته شعر په رنګينو الفاظو کې اوډلی دی خدای دې زموږ نورو ورونه هم په دغه احساس وپسولي، تر څو په خپلو خويندو ووياړي. دغه شعر د ډاکټر تورپېکۍ الم د شعر په څېر په يوه قافيه کې ليکل شوی دی او احمدي صاحب هغې ته ډالۍ کړی هم دی.

 

ښځه

ته انسان يې بې له شکه

هم خورکه هم مورکه

د آدم (ع) له زوز ادې يې

او حوا (ع) دې ده ادکه

ته د کور ښايست عزت يې

ته ښوونکې يې ببکه

ته زيور  د دې نړۍ يې

بې له تا دنيا ده سپکه

چې ته نه وې نو ژوند نشته

تا ژوندون ته ورکړه څکه

ته اولاد روزې پياوړی

په خوږه ژبه چابکه

ته د شپې وې ورته ويښه

زنګوې زوی او لورکه

د للو سندرې وايي

په خوږه ژبه نازکه

ستا مقام دومره سپېڅلی

لکه سپينه ملايکه

ستا تر پښو لاندې جنت دی

چې وې مور يوه صابريکه

ته يوه مينه د ژوندون  يې

د غزل د باز بڼکه

ستا ښايست دی افسانو کې

ته پر زړونو يې ملکه

ستا ګيله بې ځايه نه ده

شته ناخوالې په دې ځمکه

ستا مقام دې داسې لوړ شي

چې شي دا ناخواله ورکه

 

په درنښت

ګل اغا احمدي وردک