شپېلۍ

 

  ژېړ ماوديگر و_ لمر خپلې پلوشې سرې کړې وې او داسمان شنه ميدان ته يې سور وزمه غوندې رنگ وربښلى و. له بلې خوادغرونو له پاسه تورو ورېځو خپله غوغا شروع کړه؛ دمازديگرچوپتيا اوبې شوره حالت يې مات کړ؛ دمرغانواتڼونه يې هرې خواته تيت وپرک کړل او دهغوى ښکې نغمه يې گډه _ وډه کړه.

لاندې پرځمکه باندې دغره په شنه لمنه کې يوه خړ شپونکي خپله خوږه شپېلۍ غږوله؛ له شپېلۍ داسې اوازخوت، چې دانسان روح يې تازه کاوه.

شپونکي دخپلې رمې څارنه کوله اوسوچونو کې ډوب و اوله خوشالۍ نه ډکه دنيا کې غرق و. دشپېلۍ له خواږه درده ډک اوازدانسان پرمخ داوښکوسېلاب جاري کاوه او دزړه درزايې لا پسې زياتوله. دشپانه دشپېلۍ دې اواز زه دخيالونواو سوچونونړۍ ته ووړې وم او دا داسې نړۍ وه، چې هېڅ تصور يې نه کېږي.

په همدغه سوچونو کې يو دناڅاپه دشپېلۍ اواز چوپ شواوما هم داسې ټکان وخوړ، چې ته به وايې برق ونيولم، چې کتلو مې هغه له خپلې رمې  سره مخ په قبله روان و اوماښام نژدې و؛ يو_يوستورى په اسمان ښکارېده او ورېځوخپلې اوښکې روانې کړې وې اوغټ_غټ څاڅکي يې زما تر مخ پراته ول.

 

                 مينا دپښتوڅانگې محصله