افلاطون ولې شاعران له خپل خيالي هېواده شړل؟
استاداسدالله غضنفر
ددې پوښتنې دځواب لپاره په کار ده، چې اول دافلاطون دفکري نظام په دوو اساسي ټکو وغږېږو:
الف \ آيډيال نظام
ب \ مثُلُ
افلاطون اته وشت کلن و، چې په درې سوه نهه نوي قبل الميلادکې داتن ديمو کراسي دهغه استاد سقراط په اعدام محکوم کړ. سقراط دده نژدې ملگرى اومرشد هم و. افلاطون به ويل:شکر خدايه چې وحشي نه يم يونانى يم؛ مريى نه يم آزاديم؛ ښځه نه يم نارينه يم او ډېر شکر دا، چې دسقراط په زمانه کې دنيا ته راغلى يم.
داستاد له اعدامه وروسته افلاطون ته دوستانو وويل، چې بهتره ده له اتنه ووځي؛ هسې نه خطر ورپېښ شي.
شايد همدا وخت و، چې دده په زړه کې ورتېر شول، چې دديموکراسي حکومت بې گټې دى؛ حکومت بايد درايو پراساس نه، دلياقت پر اساس وي؛ يوازې دا پېښه نه وه، چې دى يې داتن له ديموکراسۍ زړه تورى کړ.
په اتن کې چې آزادوو نارينه وو اتباعو(ښځې، غلامان او په خارج کې زيږېدلي خلک په حکومتي چارو کې له گډون نه محروم وو) دحکومت او رايه ورکولو حق درلود؛ډېر ځله ډېر بې تجربې او نا لوستي کسان په حکومتي چارو گومارل کېدل او عوام فرېبو سسياستوالو قدرت ته درسېدو لپاره دخلکو له عقايدو او عام پسندو نظرياتو ناوړه استفاده کوله .
افلطون ديوې لويې اشرافي کورنۍ غړى و. داشرفو طبقې هم هسې ديموکراسي نه خوښېده؛ ځکه ديموکراسي دهمدې طبقې دحکومت پر ځاى راغلې وه. افلاطون دمور له خوا ن ديونان دډېر لايق لېډر (سولون) لمسى و او دپلار له خوا يې دنسب سلسله داتن لومړنيو پاچايا نو ته رسېده.دده اصلي نوم، چې اريستوکلس (Aristocles) دى؛ دشريف اونوميالي په معنا دى. دى په درسونو کې ډېر تکړه او په جسمي لحاظ پياوړى و ، پهلواني يې کوله، هډورسړى و؛ په همدې خاطرد(platon) يعنې چارشانه په نوم مشهورشو.
افلاطون په نوې ځوانۍ کې دوه زړى و ، چې دسياست ميدان ته ودانگي، که شاعر واوسي؟ خوسقراط په بله لاره سيخ کړ دحکومت لمن يې ونيوله او خپل اشعاريې وسوځول.
افلاطون داستاد له اعدامه وروسته له اتنه ووت ،دوولس کاله يې سياست وکاوه . ډېر څه يې وليدل او ډېروخبروته ځير شو ، په څلوېښت کلنۍ کې چې اتن ته ورغى ؛ يوه ټوټه ځمکه يې راونيوله، چې ونې پکې وې او دښار خلک به تفرېح ته ورتلل. ځمکه چې چېرته وه ، دغه سيمه دهغې دخداى اکډيموس(Acadimus) په نوم يادېده ، افلاطون دلته پوهنتون جوړ کړاو ديوه آيډيال نظام په باره کې يې خپله فلسفه همدلته وړاندې کړه. افلاطون په اتيا کلنۍ کې وفات شو؛ خودهغه په اکاډيمۍ کې دعلم ډېوه نهه سوه کاله بله وه.
دافلاطون په نظر دبنيادم سلوک دخواهشاتو ، هوډ او عقل درې سرچينې لري. له خواهشاتو منظور اميال او شهوات او غرايز دي . هوډ لکه جاه طلبي او زړه ورتيا. او عقل خو همدا پوهه او هوښياري ده .
افلاطون وايي چې دشهواتو او خواهشاتو سرچينه گېډه ده. دهوډ مرکز زړه دى او عقل په سر کې دى . دچا چې خواهشات زرور وي؛ هغه تل په مادياتوپسې گرځي، حريص وي، خير يې په دې کې دى، چې کسبگر واوسي. هغوى چې دزړه مني، زړه ور وي ، دوى په جايداداو پيسه کې نه؛ بلکې په قدرت کې خپل عزت ويني. دوى دفتحې اوبري لېوال او دزغرو او لښکرو خلک دي. په ټولنه کې يو وړوکى اقليت داسې هم شته، چې دعقل ډېره مني او له علم سره يې مينه ده. لکه څنگه چې په شهوت او ارادې باندې دعقل کنټررول په کار دى؛ دغسې دعالمانو مشرۍ ته ټولنه محتاجه ده . که کسبگر دجگړو چارې پر مخ بيايي، وراني راولي او که داوردو کسان دحکومت دمشرۍ هوس وکوي، خرابي پېښوي . چې حکيمان واکمن نه شي بشر به ښه ورځ ونه ويني .
ددغسې نظام دجوړولو لپاره ، چې هر څوک پکې دخپل فطرت او لياقت سره سم کارلري؛ دټولو ماشومانو ښه ښوونه او روزنه او بل په خداى باندې عقيده په کارده؛ ځکه په خداى باندې عقيده به دخلکو داخلاقو په سمولو کې په کار راشي او دوگړيو زړه ته به ولوېږي، چې روح نه مري. دنفس په بقا باندې باور به دوى ته ددوستانو دمرگ زغمل او دخپل مرگ منل اسان کړي او په جگړو کې به يې زړه ور وساتي
دافلاطون په مدينهء فاضله (آيډيال نظام، يوتوپيا) کې هر شل کلن دخپل خوى او پوهې امتحان ورکوي. ناکاما ن دبزگرۍ، سوداگرۍ يا کاسبۍ په څېر کارونوته سوق کېږي او کاميابان عقلي او بدني روزنې ته لس کاله نور ادامه ورکوي. دوى په دېرش کلنۍ کې يو لا ډېر سخت دامتحان په مخ کې لري. ددې ازموينې ناکا مان دپوځ منصبداران وي .
افلاطون وايي دا خطر شته ، چې داول او دوهم امتحان ناکامان نا را ضه شي، گډودي را ولي؛ خو موږ به دوى ته وايو چې دخداى حکم و ، چې په مختلفو طبقو ووېشل شوئ. په دې خبرو به دوى په کرار شي .
ددوهم امتحان له کاميابانو سره بايد څه وشي ؟ دوى بايد حکومت او فلسفه زده کړي ، چې دحکومت او اداره کولو په چل پوه شي.
دمُثُل (مثالونه ) په باره کې مطالعه دحکومت اوفلسفې مهمه برخه ده . مُثُل څه ته وايي؟
دافلاطون په نظر که حقيقت دحواسو په ذريعه پېژندل کېدلاى؛ نوبيزو به هم معرفت درلود، خوداسې نه ده . له ظاهري او محسوسې دنيا ورها خوا داسې کليات او قوانين شته ، چې دحواسو په ذريعه يې نه پېژنو؛ مگرعقل يې منلى شي او هغه مُثُل (Ideas) دي.
يو خاص انسان مري؛ خو دانسان (مثال) پاتېدونى دى. دغه دايره چې زه يې باسم ، دا به ورکه شي ؛ مگرد دايرې (مثال ) به تل پاتې وي . (مثال) خارجي شى نه دى ، چې په حواسو يې وپېژنو؛ بلکې په فکر يې پېژنو. که هغه ټول محسوس شيان ، چې يو (مثال) يې نمايده گي کوي، ختم شي، (مثال) به يې هم په خپل ځاى پاتې وي. هر مثلث يوازې يو ناقص مثلث دى، چې يو وخت له منځه ځي؛ ځکه خونسبتاً غير واقعي دى ؛ مگر دمثلث عام قاموس او شکل او يا په بله ژبه ، دمثلث (مثال) بشپړ او تل پا تې دى . يو نېک عمل تر يوه وخته وي؛ خودنېکۍ حقيقت (مثال) همېشه پاتېږي . لکه
څنگه چې ښکلى شى زموږ حواسوته واقعي ښکاري؛ دغسې (ښکلا) زموږ دفکرلپاره واقعي ده . تر گردو عالي مثال (خير) دى ، چې افلاطون يې کله _کله له خداى سره يو شان بولي . ديوه شي بشپړ شکل، ديوه شي عمومي بڼه او په يوه شي باندې واکمن قوانين ، دادرې واړه مفهومه دافلاطون د (مثال) په معنا کې وينو. دافلاطون په نظر (مثالونه ) ثابت حقايق دي او دا محسوس شيان دهغودسيوريو او عکسونو حيثيت لري. موږ حقايق نه زده کوو؛ بلکې را يادوو يې . کله چې تر اوسني ژوند دمخه وخت خاطرې په ذهن کې رابيدارې شي؛ نو گومان کوو نوي څه مو زده کړي دي .
دافلاطون ايډيالېزم د بشر په فکر او اوﻻد ژور اثر کړى دى؛ په عرفاني ادب او فلسفه کې راغلي افکار هم دافلاطون د مُثُل له فلسفې سره ډېر مشابهتونه لري . رحمان بابا فرمايي:
نور هاله دمحمد و پيدا شـــوى
چې نه عرش و نه کرسي وه نه سما
بوى هاله دمحمد و په جهان کې
چې بوى نه و دآدم او دهوا
خوشال خټک فرمايلي دي:
چې راغلى په جهان يم ،خبر شوى په خپل ځان يم
درازونوخزانه وم ، خزانه يم لاتر اوسه
افلاطون دخپل فلسفي سيستم په رڼا کې په شاعرانو نيوکې کوي او ددوى کار ته دشک په نظر گوري.
دافلاطون يوه نيوکه داده ، چې شاعران دمحسوسو شيانو انځورونه باسي. څرنگه چې دغه محسوس شيان په خپله د(مثالونو) دعکس حيثيت لري؛ نو شاعرن دکاپي ، کاپي کوي او په دې ډول ددوى آثار له حقيقته ډېر لرې دي .
دلته به دافلاطون د(جمهوريت) له کتابه دسقراط او گلاوکن (دافلاطون ورور) دمکالمې يوه برخه را نقل کړو، چې دحقيقت په بيان کې دانځورگرۍ دهنر دپاتې راتلو ذکر پکې کېږي (افلاطون دغسې اعتراضونه په شاعرۍ هم کوي ):
سقراط : يوبل صنعتگرهم شته ، چې غواړم پوه شم ته دهغه په باره کې څه وايې ؟
گلاوکن : کوم يو؟
سقراط: هغه څوک چې دهر کسبگر په لاس جوړ شوي شيان جوړولاى شي.
گلاوکن : څومره فوق العاده انسان !
سقراط :ته وار وکه . ته به دده دفوق العاده توب نورې خبرې هم واورې؛ ځکه دى نه يوازې ټول مصنوعات؛ بلکې نباتات، حيوانات،خپل ځان او نور ټول موجودات ،ځمکه، اسمانونه ، يا تر ځمکه لاندې ، په اسمان کې چې څه دي ، يا ارباب الانواع، داهر څه جوړولاى شي.
گلاوکن : دى به نو جادوگر وي؟
سقراط : زما خبره دې لکه چې زړه ته نه پرېوځي ؟ [....] ايا له هغې لارې خبر يې، چې ته هم ټول شيا ن جوړ کړې ؟
گلاوکن : کومه لاره ؟
سقراط : ډېره اسانه لاره ، او بهتره ده ووايم ، يوه نه ډېرې لارې شته، چې دغه مقصد ته دې رسوي . تردې نوره لنډه لاره نشته چې هنداره راواخلې، هره خوايې وڅرخوې . ته به وکولاى شې چې لمر،ستوري، ځمکه، ځان، حيوانات، نباتات او نور ټول شيان چې دا اوس يې يادوو؛ ډېر ژر په هنداره کې جوړ کړې .
گلاوکن : خودابه يوازې دهغو ظاهر وي .
سقراط : ډېرښه ، اوس مطلب ته ورسېدې . او انځورگر هم ، لکه څنگه چې زه پوهېږم، دشيانو دظاهري صورت يو بل خالق دى. ايا داسې نه ده ؟
گلاوکن : ((با الکل))
خوشال خټک فرمايي:
صورتگر چې ښه صورت په دېوال ساز کا
کل عالم يې په صفت زبان دراز کا
دهغه نقاش په صنع نظر نه کا
چې له څه څاڅکي نه دا نقش و طراز کا
لکه څنگه چې وړاندې اشاره وشوه ، افلاطون خپل آيډيال نظام دوگړيو دسلوک او روزنې پر اساس جوړوي. که خلک سم ونه روزل شي او فکاريې سم نه وي ،آيډيال نظام په پښو نه درېږي. افلاطون ته دشاعرانو آثار دخلکو دعقايدو او اخلاقو لپاره مضر ښکاري. دى دهومر په حماسو کې ويني،چې خدايان په اخلاقي نظام ناسم کارونه کوي . ديونان دخدايانو مشر (زيوس ) بې موجبه او هسې دهوس پر اساس ، يو کس نېکمرغه کړي او بل بدمرغه. دشاعرانو په ليکنو کې خدايان داسې ښوودل کېږي ،چې دخلکو په منځ کې دنفاق اور بلوي ، دروغ وايي، رخه کوي ،چل کوي او بې شرمو چاروته بډې وهي . افلاطون وايي ، ماشومان به له دغو خبرو څه زده کړي؟ دده په نظر په ترا ژديو کې دغسې منظرې ، چې اتلا ن په هاى_هاى ژاړي ، عذرونه کوي، زارۍ کوي او خاورې پر سر بادوي ، ځوانا نو ته تاوان رسوي .
دلرغوني يونان په عقايدو کې مړي تر ځمکه لاندې يو ځاى ته ، چې هېډز(Hedes) نومېږي ، ورځي. شاعرانو دغه ځاى نا مناسب او غمجن توصيف کړى دى . افلاطون ددارنگه توصيف مخالف دى؛ ځکه ځوانان له مرگه وېروي ، حال دا چې خلکو ته داخرت داجر خبرې په کار دي، چې خلک زړه ور او دوطن په لار کې له سره تېر واوسي.
دافلاطون په نظر شاعران ددې پر ځاى، چې عواطف او شهوات زموږ تابع کړي، موږ دهغوى تابع گرځوي .
افلاطون چې په ( جمهوريت) کتاب کې يې پر اخلاقو باندې دشعر اغېزې څېړلي دي، موجوده شاعري ( ديونان هغه شعري آثار چې افلاطون ورنه خبر و )په اخلاقي لحاظ گټوره نه گڼي .
دى وايي، مقلد شاعران (هغوى چې دمحسوسې دنيا پېښې او اشياء کاپي کوي او دنظير دجوړولو هڅه يې کوي ) دې ته نه دي جوړ ،چې دنفس عقلاني اړخ خوشاله کړي او يا په عقل اغېزه وشيندي . دوى چې دعوامو په منځ کې په شهرت پسې گرځي دتوند، تېز او بدلېدونکي مزاج کاپي کول چې اسان کار دى ، غوره بولي. ( دافلاطون په فلسفه کې مُثُل ثابت حقايق دي؛ خو دهغو سيوري يعنې محسوس او ظاهري شيان غير ثابت فطرت لري.)
دافلاطون په نظر شاعران په ساړه ذهن ، په اعتدال سره او دعقل په مرسته داشياوو په باره کې نه غږېږي ؛ بلکې په احساساتو ، په توندۍ او په عصبانيت سره ، دپېښو په متلون ظاهر باندې خبرې کوي . څرنگه چې ددغه فيلسوف په نظريه کې عقل دنفس با ارزښته او احساسات دنفس کم ارزښته برخه ده او شعر دعقل پيداوار نه دى؛ نو له دې اړخه هم په شعر کې د(خو) ځاى شته.
موږ تر اوسه ولوستل چې افلاطون شعر هم له حقيقته لرې بولي، هم له اخلاقي اړخه ورباندې نيوکې کوي ؛ خو له بلې خوا دافلاطون دا خبره مشهوره ده، چې شعر دخدايانو الهام دى . دده د(ايوان ) رساله دشعردالهامي توب په اړه دپخوانۍ زمانې ډېرمهم اثر دى . دشعر په باب کې دالهام خبره دهغه له نورو خبرو سره تناقض لري. ولې؟ ددې پوښتنې يو ځواب دادى ، چې افلاطون هر څومره په خپل آيډيال نظام او دمُثُل په نظريه پورې زړه تړلى؛ هغومره يې له شعره زړه تور شوى او دالهام په خبره يې ځان غلى کړى دى؛ البته افلاطون ان د (ايوان) په رساله هم شاعر او فيلسوف يو له بله بېل کړي دي او دفيلسوف پلويتوب يې کړى دى . ده وروسته بيا د الهام له موضوع دشاعرانو په خلاف کار واخيست او ويې ويل ، چې شاعر دشعر ويلو پر مهال ، مجذوب الحاله وي او بې سده غوندې وي . دى چې څه وايي ، پخپله ورباندې نه پوهېږي . هر کسبگر دخپل کسب په باره کې تر هغه شاعر ډېر پوهېږي ، چې دده د کسب په اړه اشعار وايي. په همدې خاطر، شاعر دمعلم په توگه ، دافلاطون په نزد تر کسبگر ټيټ مقام لري .
ايا افلاطون دهر ډول شاعرۍ سره مخالفت وکړ ؟ نه . دافلاطون په نظر داسې شعرونه دويولو اجازه لري ،چې دعسکرو په روزنه مثبت اثر کوي ؛ ښه کسان او خدايان پکې ستايل کېږي او يامثلاً دسپورټي لوبو داتلانو مدحه پکې شوې وي ؛ خو حتا د دارنگه شعرونو دويلو اجازه هم نور شرطونه لري . مثلاً د شاعر عمر بايد تر پنځوس کاله کم نه وي او په ژوند کې يې ځينې لوى کارونه کړي وي.
هغه شاعر چې د افلا طون په شرايطو برابر شعر نه وايي، دده په آيډيال وطن کې داوسېدو حق نه لري . دى په ( جمهوريت) کې ليکي، چې دداسې شاعر ((سربه په خوشبويه تېلو غوړ کړو ، غاړې ته به يې وړين امېل واچوو اوبل هېواد ته به يې ولېږو ... ))
افلاطون دخپل شاگرد ارسطو غوندې ، چې کله په اديباتو خبرې کوي يوازې شعر يادوي ؛ ځکه داوس برخلاف په لرغوني يونان کې ډرامې او دستانونه هم په منظومه بڼه ليکل کېدل . هغوى دمنثور ادب په نوم څه نه پېژندل .
دتاريخ يو جالب طنز دادى، چې افلاطون تر بل هر فيلسوف له شعر او شاعر سره ډېر مخالفت کړى دى؛تربل هر فيلسوف د پياوړي شاعرانه ذوق څښتن و. دده نثر له تمثيلونو او تشبهاتو مالامال دى . ده چې په شعر کې ډېر زور ليده . ډېر غور يې ورباندې کړى دى.
دادبياتو دکره کتنې په تاريخ کې افلاطون ځکه مهم دى، چې دى اول کس دى، چې دشعر په اړه يې اږدې ، جوي او ژورې خبرې وکړې . ايا که افلاطون پيل نه واى کړى ، ارسطو به دلرغونې دنيا دشعر اوادب دتيوري تر گردو ستر اثر (دشعر فن، بوطيقا،(Poetics) ليکلى و ؟ شايد نه ؛ ځکه په بوطيقا کې دارسطو يوه لويه هڅه داده، چې دشعر و هنر په باره کې د افلاطون دنظريې ملا ورماته کړي .
له بلې خوا ټول هغه کسان ، چې گومان کوي حقيقت ته رسېدلي دي ، دشعر و ادب په اړه يې لږ يا ډېر د افلاطون پوروړي بللاى شو .
دمسيحيت لوى تيورسن سنټ اگوستمين دهغو ادبيا تو دځپلو لپاره ، چې دکليسا په چوکاټ کې نه ځايېدل، دافلا طون لمن ونيوله . دشلمې پېړۍ کمونستان او فاشيستان دده نور پوروړي دي . دوى هم د افلا طون غوندې گومان کاوه، چې دومره لوى حقايق يې موندلي، چې شاعر اوبل هر بنيادم بايد غاړه ورته کېږدي.