پښتانه په قرآن کې

                                         استاد قيام الدين خادم

               مولانا ابوالکلام  آزاد په خپل يو مشهور تحقيق کې دا  خبره په ښه شان ثابته کړې ده، چې ذوالقرنين هغه چې په قرآن کې ياد شوى دى ( کوروش ) دى ، چې په (٥٥٩ _٥١٩ ق م) کې تېرشوى دى؛ وايي : چې ديا جوج او ماجوج ( سد ) چې په قفقاز کې دى او ياجوج او ماجوج همغه قوم دى، چې دقفقاز دتنگې نه هغه پلو ته پراته وو او هر کله يې، چې هېڅ مدنيت نه درلود؛قرآن په ( لايکادون يفقهون حديثا) سره ياد کړي دى . دى وايي : ماجوج،ماگوگ، منگول او مغول سره نژدې لغات دي، چې په دوه نيم زره کالو کې لاندې _ باندې شوي دي . (کوروش) هخامنشي شاهنشا دى، چې په تورات کې د ( دوه ښکري قوچ ) په نامه ياد شوى دى .

               يشعيا پيغمبر ؛ دى د مشرق دعقاب په صورت ښودلى دى . مولانا وايي : په همدغه دوو لحاظونو سره د کورش کومه موجسمه، چې په پاسار گاد؛يعنې ( مشهد مرغاب ) کې پيدا شوې ده؛ دوه ښکرونه او دعقاب وزرونه لري .

               مولانا په دغه تحقيق کې ليکي : ذوالقرنين دويم قدم په مشرق الشمس؛ يعنې په هغه
ځاى کې و ، چې لمر راخېژي .

               هيرو دوت اکتزياس  وايي : کوروش د( ليدى ) او ( بابل ) له فتحې نه مخکې ، دغه مځکې ته مخه وکړه ؛ځکه دغه ځاى کې اغتشاش موجود و . وايي : چې دا خبره دقرآن سره مطابقت لري : (حتى اذا بلغ مطلع الشمس وجدها تطلع على قوم لم نجعل لهم من دونها سترا ) يعنې کوم وخت ،چې دمشرق انتها ته ورسېد؛ ويې ليدل چې لمر په يو داسې قوم خېژي، چې دخپلو ځانونو دساتنې لپاره دلمر دگرمۍ څخه وسايل نه لري . وايي چې دا قوم کوچني قبايل وو، چې په ښارونو کې نه اوسېدل او طبعاً کورونه او څيبونه يې نه در لودل .

                مولانا ليکي : چې ښه ! داقبايل ځوک  او دا ځمکه کومه ده ؟ دى وايي : ديونان دمورخينو له ليکنو څخه معلومېږي، چې ښايي داهماغه د ( باکتريا ) يا دبلخ قبايل وي . کوم وخت چې موږ نقشې ته گورو؛ وينو چې بلخ نسبت ايران ته لرې شرق  دى؛ ځکه چې له دغه ځايه غرونه يو وار ارتفاع مومي  او لاره بندوي؛ وايي : چې کوروش  شرق ته مخه وکړه  او تر بلخه ورسېد .

               ښاغلى کهزاد په خپل تاريخ کې ليکي، چې پخوا_ پخواپه بلخ کې  دآرين  دنورو اقوامو څخه يو قوي او لوى  قوم دپښت او پکتين  په نامه هم په بلخ کې اوسېدل .(١)

               او دا هماغه پښتانه دي ، چې دوطن دحمايت او حفاظت لپاره يې دوه نيم زره کاله مخکې  دذوالقرنين سره مقابلې کړي دي، چې دقرآن کريم د نص پر اساس هغه وخت هم کوچيان او مالدار وو. او دهغو اولاده اوس هم هماغسې وطن دوسته او حيرت پسنده پوونده دي .

               تاريخ دا هم ثابتوي، چې عقاب دلوى کوروش  نښه او دهغه دسترې واکمنۍ  دبرم علامه ده.

               وايي چې : کوروش خورا نېک خصاله ستر واکمن و.

 

 

               (١) دباکتريا او باختر لفظي ارتباط د پکت، پکتين، بخت، بخد،بخل،بلخ،پښت ، پښتيا، پښتين او پښتون سره دفلالوژي له مخې بېخي څرگند دى . (خادم)