سېټ

نن سبا که چېرته وګورئ يو سېټ
د بورۍ په شانې ښکاري، اوسکے پېټ
اندېښنو وي د دنيا لېونى کړى
زريعه يې د سکون وي انټرنيټ
د دولت حساب په خوله کولى نشي
د حساب ځان سره ساتي کارکولېټ
قيمتي وخت يې په لهو لعب تېر شي
داسې نه وايي چې وټ اى ام ازيټ
له څلوېښتو کالو تېر شي ستړى نشي
د ماشوم په شان کړي تمه د چکلېټ
دا بدبخته په يو ټکي خبر نه وي
مدعا به دى کوي د ايډوکيټ
ددۀ زړه د دين جذبې نه معرا وي
صرف دا چې خوري د وريجو يو پلېټ
د دنيا عيش عشرت يې دومره خوښ وي
لکه خوښ وي منګکان څومره د کېټ
هرې خوا ته وي شيطان په هوا کړى
لکه بال چې هره خوا وهې په بېټ
د خسا ټېپر په شان ددۀ باطن وي
په ظاهر که ګران ښکاريږي ددۀ رېټ
دده مخ به وي بې نوره خداى وهلى
لکه سخا د ټماټرو شي کرېټ
چې سم درز شي دى به نېغ والوزي ټوپ کړي
وي بنګ بنګ د ماشي دۀ ته لکه جېټ
دده خېټه به وي دومره راوتلې
ته به وايې چې دى هو بهو ګرنېټ
که تپوس دې ترېنه وکړو اى جمال
درته وايي به چې نو اى ام د سېټ

جمال