د نصرت الهام شعر د عبدالرحیم هلال په غږ کې

سپینې دي صفا د زړه خبرې دي

اوښکې خو رښتیا د زړه خبرې دي

سترګې دې په سترګو کې راواچوه

لولم پکې ستا د زړه خبرې دي

ټولې ستا د شونډو په سر هم  ناڅي

هغه چې زما د زړه خبرې دي

دلته کې رښتیا دي په رښتیا مشکل

پاتې په زړه لا د زړه خبرې دي

ښار خو دی د ژوند له شر او شوره ډک

ځکه خو صحرا د زړه خبرې دي

اوس چې د الهام د غزل توري دي

ویې لوله دا د زړه خبرې دي