غزل

د تنهايۍ غمونه هېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی
ښار کې د کلي خلک ډېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

د زړه داغونه مې کوشېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی
غشي د ظلم پرې اندېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

دوی هم اوس مينې په ملا مات کړل ، اوس يوازې نه يم
اوس مې ياران زما په څېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

خولې د پرهر د خامو پېغلو تکې سرې واوښتې
باڼه مې زړه کې تېر و بېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

شکر دی اوس له خپل ضمير سره په جنګ نه يمه
اوس رانه هېر دي څه چې تېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

اوس مې رنګونه د غزل په ټول وطن کې خواره
لکه ګلونه د بونېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

جلال امرخېل