غزل

دا د کومې بلا کور دی په کابل کې
چې د مرګ سيوری راخور دی په کابل کې

زړه مې وتی لور په لور دی په کابل کې
ورک زما د سترګو تور دی په کابل کې

تل دې ګل مخ په غوسه سره لمبه کړی
تل فطرت کرلی اور دی په کابل کې

پېښور او ننګرهار دې ورنه ځار وي
چې زما د زړه ټکور دی په کابل کې

پښتنې ! لوپټه کلکه پر سر نيسه
ګوره بيا د شمال زور دی په کابل کې

که اورنګ دی ، که پرنګ دی کور يې ړنګ دی
تاج او تخت يې رانسکور دی په کابل کې

ډېر ښاغلي غزالان يې لاس په خوله کړل
د جلال د غزل شور دی په کابل کې

جلال امرخېل