مورې !
اختر هم هغسې وو
خوشالي ښه ډيره وه
رنګيني ښه ډيره وه
د هر چا ښه نوي کالي په غاړه
ښه قسما قسم خوراکونه موجود
په دسترخوان د ميوو پنډې پرتې
لنډه يې دا کمی د هيڅ شي نه وو
خو دا يو غټ توپير موجود وو مورې
چا هم په دواړه مخه ښکل نه کړمه
چا هم په مينه راته ونه وې چې
ښکلی اختر دې مبارک شه زويه !!
03.10.2009
- نصرت الهام
غزل د پسرلي د سره ګلاب خوږه وږمه تېره شوه زما پر زړه ستا د يادونو قافله شوه زما د يو يو درد به خدای درنه پوښتنه کوي ته داسې مه ګڼه چې بس يوه کيسه تېره شوه ستا د خندا له زوره دنګ دنګ غرونه ونړېدل پر دې وطن څه زوروره زلزله تېره شوه زما د قام به تر دې ستره بدبختي نو څه وي؟د ورا په ورځ مو چې پر کلي جنازه تېره شوهخوب...
04.10.2009
- نصرت الهام
غزل
لکه غني ، لکه خيام ، نشه يې سترګو کې ده د شرابي غزل د جام ، نشه يې سترګو کې ده
جلۍ ولاړه ده په بام ، نشه يې سترګو کې دهټالۍ وهي سر ماښام ، نشه يې سترګو کې ده
جلال پرېوځي ګام په ګام ، نشه يې سترګو کې دهستا د تومت، ستا د الزام ، نشه يې سترګو کې ده...